کرکټ بورډ دویم پړاو تمریناتي کمپ ته ۲۸ لوبغاړي غوره کړي

د کرکټ نړیوالې شورا د غوره لیګ سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د درېو یو ورځنیو لوبو او د روان کال تر اخره د یو شمېر نورو پلان شویو لوبو لپاره د غوره چمتوالي په موخه افغان کرکټ بورډ دویم پړاو تمریناتي کمپ سبا سې شنبه کابل کې پیلوي، چې پکې داځلې ۲۸ لوبغاړي غوره شوي.

لومړی پړاو تمریناتي کمپ د تېرې جون میاشتې په ۲۶مه نېټه پای ته ورسېد، چې پکې ۳۰ لوبغاړي شامل وه.

په دویم پړاو تمریناتي کمپ کې روغتیايي سپارښتنو ته په پام، افغان لوبغاړو ته په توپ‌اچوني، توپوهنې او ډګر ساتني برخو کې تمرینونه ورکول کیږي.

 

دویم پړاو تمریناتي کمپ ته بلل سوي ۲۸ لوبغاړي

 

هشمت‌الله شهیدي، رحمت‌شاه، رحمن‌الله ګربز، فرهان زاخېل، ګلبدین نایب، شراف‌الدین اشرف، عظمت‌الله عمرزی، عثمان غني، صدیق‌الله اتل، اکرام علي خېل، منیر‌احمد کاکړ، فضل‌حق فاروقي، سید شیرزاد، وفادار مومند، فرید‌احمد ملک، عبدالله عادل، سلیم صافي، یمین احمدزی، ضیا‌ءالرحمن شریفي، عبدالرحمن، عبدالواسیع، نوراحمد لکڼوال، ظاهرخان پکتین، امیر حمزه هوتک، نجات مسعود، یوسف ځاځی، شاهد کمال او شمس کړوخېل.

 

 

په یادو ۲۸ لوبغاړو کې اکثره ځوان لوبغاړي دي، چې وبه کړای شي له تجربه لرونکو لوبغاړو او روزونکو څخه ډېر څه زده‌کړي.

نجیب‌الله ځدران په یاد تمریناتي کمپ کې نشته، کرکټ بورډ ویلې د هغه پښه ژوبله شوې او ډاکټرانو ورته د شاوخوا څلورو اونیو استراحت سپارښتنه کړې.

ددې ترڅنګ یاد تمریناتي کمپ کې د یو شمېر مخکښو لوبغاړو راشدخان ارمان، محمدنبي، مجیب‌ځدران، نوین‌الحق، ابراهیم ځدران او قیس‌احمد نشته، دوی اوس د انګلستان په لیګونو کې لوبیږي، خو دوی د پاکستان پر وړاندي سیالیو کې سکواډ کې شامل وي.

بل پلوه اصغر افغان چې له کپتانۍ څخه تازه لیرې شوی، په دویم پړاو تمریناتي کمپ کې به هم نه وي، کرکټ بورډ وايي، اصغر د ډیسپلین قضیه لري، چې حل شوې ونه وي تر هغو پورې لوبې نشي کولای.