د ۱۹ کلنو څخه د کم عمره لوبغاړو تمریناتي کمپ پای ته ورسېد

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په کابل کې د افغانستان ۱۹ کلنو څخه د کم عمره ملې لوبغاړو روزنیز کمپ لومړی پړاو پرون یکشنبه پای ته ورسېد، چې پکې ۲۶ لوبغاړو ګډون کړی وو او پکې په بېلابیلو برخو کې د داخلي روزونکو له لوري ورته روزنه ورکول شوه.

د کرکټ بورډ ویاند فریدهوتک یاران ته وویل، دې روزنیز تمریناتي کمپ د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې دوې اونۍ دوام وکړ، چې لوبغاړو ته د بدني تکړښت ترڅنګ په توپوهنې، توپ‌اچونې او ډګر ساتنې ځانګړی کار وشو.

فرید هوتک زیاته کړه، چې تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو په خپل روزنیر کمپ کې لومړی په خپلو منځونو کې پنځه تمریناتي سیالۍ او د کمپ په وروستۍ ورځ یې بیا د ملې لوبډلې سره یوه دوستانه سیالي ترسره کړه.

د هوتک په خبره، ددې تمریناتي کمپ موخه د بنګله‌دېش پر وړاندې راتلونکو لوبو ته د افغانستان غوره ۱۹ کلنه لوبډله جوړول وه، چې څو ورځې وروسته به ورڅخه جوړه شي او هغه جوړه شوې لوبډله به بیا د بنګله‌دېش پر وړاندې د تمریناتي کمپ دویم پړاو لړۍ راپيل کړي.

هوتک وايي ددې تمریناتي کمپ بله موخه د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د نولس کلنو څخه د کم عمره اسیا جام او د راتلونکي کال نړیوال جام ته چمتوالی دی.

 

 

 

وروستي مطالب