مارچ 6, 2021

د نجیب الله ځدران په کپتانۍ افغان ځوانانو د اصغر لوبډلې ته ماته ورکړه!

Advertisements

نن د کابل په کرکټ لوبغالې کې افغان کرکټ ملې لوبغاړې په دوو لوبډلو وېشل شوي وه، چې په خپلو منځونو کې یې یوه تمریناتې شل اوریزه لوبه ترسره کړه.
لوبغاړې په دوو ټیمونو افغان ځوانانو او افغان اتلانو جلا شوي وه، چې افغان ځوانانو په دوو ویکټو افغان اتلانو ته ماتې ورکړه.
د یادې لوبې پچه د افغان اتلانو لوبډلمشر اصغر افغان د افغان ځوانانو د لوبډلمشر نجیب الله ځدران څخه وګټله.
د افغان اتلانو لوبغاړو په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره افغان ځوانانو ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکی.
د افغان اتلانو لپاره شهزاد محمدي ۷۴ او لوبډلمشر اصغر افغان بیا ۴۷ منډې جوړې کړې.

کله چې افغان ځوانان د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شول، نو د افغان اتلانو له لوري ورکړل شوی هدف یې د اتو ویکټو په سوځېدو سره د ۲۰م اور په وروستي توپ د دروېش رسولي له لوري د څلوریزې په وهلو سره پوره کړ.
د افغان ځوانانو له ډلې دروېش رسولي ۵۸ ناسوځېدلې منډې او نجیب الله ځدراڼ بیا ۲۵ منډې وکړې.

افغان لوبغاړو له تېرو دریو اونیو راهیسې روزنیز کمپ پیل کړی چې دغه لوبه هم د یاد روزنیز کمپ برخه وه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي