اپریل 12, 2021

هغه افغان چې په واوره او اوبو کې تمرین کوي + انځوونه

Advertisements
لیکنه: محمدصابر حمیدي

پر ټولنیزو رسنیو د رقیب فاروقي په نوم د یوه سخت مبارزه کوونکي ورزشکار داسي انځورونه ډېر خپاره شوي، چې په دې سخته سړه هوا کې په اوبو او واوره کي تمرین کوي.

هغه یوازي دا نه چې دې سړه هوا کې تمرین کوي، بلکي سړو اوبو کې لامبي هم.

دې کار د ډېرو افغانانو پام ځان ته راړولی او رقیب فاروقي یې ستایلی.

د راپورونو له مخي رقیب فاروقي د غور ولایت دی، چې پرون جمعه یې د غور ولایت په هریرود سیند کی تمرین کړی او انځورونه یې په زیاته اندازه پر ټولنیزو رسنیو خپاره شول.

رقیب فاروقي پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې ویلي، چې له ډېرې مودې وروسته یې یوځلي بیا تمرین وکړ.

هغه وایي، ورڅخه ډېرو خلګو غوښتنه کړې وه، چې خپل بدني طاقت وښایي.

له دې تمرین څخه وروسته رقیب فاروقي ویلي، هیڅ کار ناممکن نه دی.

هغه له خلګو غوښتي، چې هیڅ وخت له سپورټ څخه لرې ونه اوسي او تل ورزش وکړي.

په وروستیو کې هغه په افغانستان کې د یوې پایداري سولي هیله راوستلو هیله کړې.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب