سپورټ کرکټ وزش او تمرین

ملې لوبغاړو د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته چمتوالی پیل کړ

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې د ایرلنډ په وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته د ښه چمتوالي په موخه تمریناتي کمپ پیل کړ.

دا تمریناتي کمپ په متحده عربي اماراتو کې پیل شو، چې په مهال به یې افغان کرکټ ملې لوبډله له هره اړخه تمرینونه ترسره کړي او خپل چمتوالی به وښيي.

افغان کرکټ بورډ وایي، چې ملې لوبډله به د ایرلنډ په وړاندې درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د رواني جنورۍ میاشتی په ۲۱تمه، ۲۴تمه او ۲۶تمه نېټه ترسره کړې.

د افغانستان کرکټ بورډ دې سیالیو ته خپله ۱۶ کسیزه لوبډله څو ورځې وړاندې اعلان کړه، چې په دې ډول ده.

اصغر افغان لوبډلمشر او په لوبډله کې رحمت شاه، نوین الحق، هشمت‌الله شهیدي، یمین احمدزی، عثمان غني، عضمت‌الله عمرزی، رحمن‌الله ګربز، سیداحمد شېرزاد، نجیب‌الله ځدران، جاوید احمدي، راشدخان ارمان، محمدنبي، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن ځدران او شراف الدین اشرف شامل دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ