سپورټ کرکټ

افغان لوبډله د ایمیرجینګ کپ سیالیو څخه بهر شوه !

د کرکټ اسیایي شورا یا (ACC) لخوا د ایمرجینګ یا ځوان غوړیدونکو لوبغاړو ترمنځ د ۲۰۱۸ م کال  سیالیو کې د افغان لوبډلې ګډون په دوه مسلسل ماتو سره پیل شو، چې له امله افغان لوبډله د دغه جام سیالیو څخه بهر شوه.

 افغان ایمیرجینګ لوبډلې په لمړۍ لوبه کې هندوستان او ورپسې دویمې سیالۍ کې د سریلنکا خلاف ماتې وخوړه، خو د عمان لوبډلې خلاف به سبا د ډیسمبر میاشتې په ۱۰ مه نېټه وروستۍ لوبه ترسره کړي.

 دغه لوبې د روانې ډیسمبر میاشتې په ۶ مه او ۷ مه نېټو د پاکستان په کراچۍ او سریلنکا په کولمبو کې پیل شوې دې، چې پکې تر دې مهاله هندوستان، پاکستان او سریلنکا دویم پړاو ته رسیدلې دي، خو د نن ورځ په سیالیو کې به د بنګله دیش او متحده عربي امارتو ترمنځ هم یوه لوبډله بل پړاو ته ورسیږي.

 افغانستان، هانګ کانګ او عمان هغه لوبډلې دي، چې د سیالیو په بایللو سره له دې کپ څخه بهر شوې، خو درې واړه لوبډلې د خپل ګډون ګروپ وروستۍ لوبې نن او سبا ترسره کوي.

 د کرکټ اسیايي شورا سره دا ۵۰ اوریزه سیالۍ د (لیست ای) لوبو حیثیت یا درجه لري او د ګډون کونکو هېوادونو له ۲۳ کلونو څخه د کم عمر لرونکو لوبغاړو پکې ګډون کړی و، چې پکې ۵ د بشپړ غړیتوب لرونکې او ۳ د کرکټ دویمې درجې غړو هېوادونو لوبډلې وي.

 ۸ لوبډلې په دوه ګروپونو ویشل شوې دي، چې په لمړي ګروپ کې افغانستان، هندوستان، سریلنکا او عمان او په دویم ګروپ کې پاکستان، بنګله دیش، هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې دي.

 د یادونې وړ ده، چې د کرکټ ایمیرجینګ کپ سیالیو تیر پړاو په ۲۰۱۷ م کال کې د بنګله دیش په کوربه توب د ۸ لوبډلو په ګډون سره ترسره شو، چې پکې سریلنکا لوبډلې پاکستان ته په وروستۍ لوبه کې په ماتې ورکولو سره د اتلولۍ جام خپل کړی و او دا ځل به هم دویمه کوربه لوبډله سریلنکا د ډیسمبر میاشتې په ۱۵ مه نېټه پای لوبې ته ورتګ او تیرې اتلولۍ څخه دفاع ته په تمه وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی