1-ښوونکى مکلف دى چې د درس د شروع څخه مخکې پنځلس ورځې د مشروطي،معذرتي ازموينې او ادارې سره د همکارۍ په خاطر حاضر وي.
2-ښوونکى مکلف دى چې د ښه تدريس په خاطر کلنى، مياشتنى،هفته وار او ورځنى پلان جوړ او د هغې مطابق تدريس تر سره کړي.
3-ښوونکي بايد د درسي ساعت د پيل څخه پنځلس دقيقې مخکې حاضر وي.
4-ښوونکي مکلف دي چې د موضوع اړوند ممد مواد ولري او ورځينې استفاده وکړي درسې پلان پلان بايد د ډيپارټمنټ او ادارې له خوا لاسليک او مهر وي.
5-ښوونکي مکلف دي چې د درس په پاى کې کورنۍ دنده ورکړي اوپه فارغه وخت کې اصلاح او ملاحظه کړي.
6-ښوونکي مکلف دي چې په فارغه ساعت کې د اړتیا پر مهال د عايبو ښوونکو ساعتونه تعقيب کړي.
7-ښوونکي مکلف دي چې د شاګردانو له پاره عام فهم او د شاګردانو د سويې او پروګرام مطابق سوالونه جوړ کړي.
8-ښوونکي مکلف دي چې د ازموينې ورقې په غور سره وګوري او مستحقه نمبرې ورکړي.
9- ښوونکې بايد د ادراې اطاعت د قانون مطابق تر سره کړي.
10-ښوونکي مکلف دي چې ټول هغه وظايف لکه د ټولګي نګراني،يوميه نګراني….فعاله ونډه واخلي.
13-ښوونکې مکلف دي چې د ثبت نمراتو کتابچه، ګذارش او نور لوازم ولري او په اخر د تعليمي کال کې ادارې ته تسليم کړي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ