د کرکټ نړیواله شورا او د افغانستان ترخه خاطره

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
لیکنه: سمیع الله درانی

تېر کال افغانستان او پاکستان پر همدې ورځ، یعنې د جون په ۲۹مه د نړیوال جام ۳۶ مه لوبه ترسره کړه، چې افغان لوبډلې او افغان وګړو ته یوه ترخه خاطره وه، چې ښایي د افغانانو تر ډېره وخته په یاد وي.
افغانستان د نړیوال جام ۳۶ مه لوبه کې لومړی توپوهنه وکړه چې په ۵۰ اورونوکې یې د ۹ لوبغاړو په سوځېدلو سره ۲۲۷ منډې وکړې. اصغر افغان او نجیب الله ځدران پکې تر نورو زیاتې ۴۲ او ۴۲ منډې کړې وې. شاهین افریدي ۴ وېکټې اخیستې وې.
د پاکستان بریا او د افغانانو د هیلو رژېدل
پاکستان له سخت حالت سره لاس ګرېوان و، خو په افغان لوبډله کې د چټک توپ اچوونکي کمښت او د حمید حسن د ټپ تازه کېدلو افغان لوبډله له بري څخه وګرځوله او پاکستان یې غالب کړ.
د پاکستان ۷ وېکټې لوېدلې وې او  عماد وسیم او وهاب ریاض یې وروستۍ هیلې وې.
د بالر نشتون د افغان لوبډلې لوبه په وروستیو دوه اورونوکې بې ثباته کړه.
د ګلبدین نایب اوور افغان لوبډلې ته په ترخه خاطره بدل شو.
پاکستان په ۳ وېکټو لوبه وګټله.
اوس د کرکټ نړیوالې شورا د همغې ورځې لوبې ویډیو خپره کړې او هم یې د اکرام علي خېل او وهاب ریاض انځور (کور فوټو) کړی دی.
د دې انځور په لیدلو یره خلکوته همغه صحنه سترګو، سترګو ته کېږي او ترخه خاطره تکرارېږي.
یاران یوازې هغه عکسونه چې زموږ خپل وي 18 د کرکټ نړیواله شورا او د افغانستان ترخه خاطره

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.