مارچ 4, 2021

کرکیټ؛ په نړیوال جام کي افغانستان خطرناک او حیرانوونکئ بلل کیږي، خو ولي؟

افغانستان د دوهم ځل لپاره د کرکیټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کي، چي په انګلینډ کي ترسره کیږي، ګډون لري.
د افغان لوبډلي سره په نړیواله کچه مخکښه غوره توپ اچوونکي او الراونډر لوبغاړي ملګري دي.
نړیوال جام تر اوسه ۴ لوبي سوي، چي په لومړۍ لوبه کي انګلیستان و سوت افریقا ته په ۱۰۴ منډو، ویسټ انډیز و پاکستان ته په ۷ ویکیټو او ۲۱۸ توپونو، نیوزلینډ و سریلانکا ته په ۱۰ ویکیټو او ۲۰۳ توپونو سختي ماتي ورکړې، خو افغانستان د اسټرالیا د قوي توپ اچووني پر وړاندي نسبتاً کمزورې ماته په ۷ ویکیټو وخوړل.

د ماتو سوو لوبډلو په جدول کي افغانستان لومړی، سوت افریقا دوهم، سریلانکا ۳ او پاکستان وروستی ځای لري.
د نړیوال جام مخکي په تمریناتي سیالیو کي افغان لوبډله ښه وځلېدل، چي پاکستان یې مات خو له قوي انګلینډ څخه یې لوبه وبایلل.
د یادو تمریناتو سیالیو وروسته نړیوال کرکیټرانو او مبصرینو په خپلو انټرنیټي لیکنو کي افغانستان یو حیرانوونکی او خطرناک ټیم یاد کړی دئ.
ځیني پخوانیو لوبغاړو په خپلو وړاندوینو کي انګلینډ او هند ددې جام اتلي لوبډلي یادي کړي، چي ترڅنګ یې افغان لوبډله هیجاني لوبډله هم یاده کړې ده.
د پاکستان، انګلینډ او اسټرالیا پر وړاندي د افغان لوبډلي په تازه وخت کي داسي ښې لوبي کول، په رښتیا هم یو حرانتیا ده او دا په دې دلالت کوي، چي ډېر ژر به افغان لوبډله د کرکیټ په تاریخ کي جامونه خپل کړي.

د نړۍ په غرب (ختیځ) کي تر ډېره آسیاسي لوبډلي ښې نه ځلیږي، چي د نړیوال جام په تمریناتي لوبو کي هم آسیايي لوبډلي له سختو ماتو سره مخ سوې.
په نړیوال جام کي د افغان لوبډلي داسي ښه پیل به د ډېرو لاسته راوړونو ترڅنګ مختلفي لوبدلي هم له ماتي سره مخ کړي.
افغان لوبډله په نړیوال جام کي خپله دوهمه لوبه د سریلانکا خلاف راتلونکې سه شنبه ماپښين دوې بجې ترسره کوي.
افغان لوبډله له آسیا جام وروسته، د آسیایي لوبډلو پر وړاندي خطرناکه ثابته سوې او وړاندویني ښيي چي افغان لوبډله به ددې لوبي ګټونکې وي.

وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ