افغانستان ټولنیز ژوند ژوند بڼه سرسکالو

د روانو بدبختیوعیني شاهده؛ د یوې ورځې بدرنګه انځورګري – الما افغان

لیکنه: الما افغان

لیکنه: آلماء افغان
د ورځې د بدو پیښو تر خبریدو او ستړې کارې ورځې د درلودو له وجې مې له ځانه سره پریکړه وکړه چې نه نور څوک خفه کومه او نه خپل ځان خفه ساتم.
په همدې طمه مې خوب ځای کې سترګې پټې شوې چې سبا ورځ به راته یوه ښه انځورګري وي، مطلب ټوله به ښه تیریږي…
سهار مې له ځانه سره د شوې ژمنې پر بنسټ په مسکا او خوښۍ پیل کړ، د لویانو په باور ګوندې ټوله ورځ مې ښه تیره شي.
د ځان د آماده کولو او چای څښلو وروسته مې د دندې پر لور تکل وکړ.
کله چې د کوڅې سر ته ورسیدم نو د پوخ سړک په یوې څنډې ریکشا ته ودریدم ځکه کار ځای مې راڅخه لیرې وو.
غالباٌ لس داسې ریکشاوې مې مخ ته ودریدې چې ماته يې د کارې ځای ښودلو وروسته د وړلو انکار کاوه ځکه لامل يې ولسمشریزو ټاکنو ته د یو نوماند له وجې بندې شوې لارې وې.
بلاخره یو داسې ریکشاوان پیدا شو چې ما کار ځای ته د نورو ورځو په معمول په دوه چنده روپیو ورسوي.
له ځانه سره په اندیښنه شوم او بیا مې ویل: زما هیواده خدای دې مل شه! ستا په غیږ کې ډیر نا اهله ککرۍ هم روزل شوي.
په همدې فکرونو کې مې کار ځای ته ورسیدم او بلاخره مې د همکارانو سره په ګډه د راکړل شوې دندې لپاره ساحې ته ووتو، په لاره مې کوښښ هم دا وو چې، نن باید ددې ورځې ښه انځورګري ولرم، د کاري ټیم سره ډیره خوښه روانه وم.
ناڅاپه مې تر غوږو د امبولانس زړه بوږنونکي غږونه تر غوږو شول، ټکان مې وخوړه او له ځانه سره مې ویل اخ خدایییییه! بیا دې د چا کور ور وران کړ؟!
زما د ورځې بده انځورګري د همدې ځایه شروع شوه…
موږ خپل کار پیل کړ
یو کور ته چې لاړو هلته یوې مېرمنې د ښایسته، دنګ ځوان انځور په غیږ کې نیولی وو او په تصویر يې غټې، غټې اوښکې تویولې.
څنګ کې يې کیښناسم
مور جانې ویلی شئ څه خبره شوې؟
ښځې په غیږ کې ونیولم او بیا يې ویل ډاکتر صاحبې ځوان لیور زوۍ مې بیګاه په ملې اردو کې شهید شوی هغه بله اونۍ مو ورته کوژده کړې وه.
اخخخخ ربه رحم!
ما هم وژړل او بیا مې مېرمنې ته د تسلۍ خبرې شروع کړې
مېرمنه ارامه شوه او زه هم ورڅخه د اجازې اخیستلو وروسته د خپلې ټاکلې موخې په تکل روانه شوم.
زموږ د نن ورځې ټاکلی هدف په سیمه کې بشپړ شو.
ما هم خپلې همکارانې راټولې او په ګډه خپل ريئس ته د ریپورټ ورکولو لپاره دفتر ته ور روان شو
کله چې دفتر ته ورسیدم نو؛ ریئس د نورو همکارانو کارونه لیدل څو يې ورته نیمګړتیاوې په ګوته کړي.
ما هم د وخت نه په استفادې فیسبوک خلاص کړ.
ټول فیسبوک مې په واده کې شوي وحشت نیولی وو چې، لسګونه ماشومان او مېرمنې يې قرباني شوې وې
اخخخخ خدایه ظالم بدرنګ څومره بې رحمه ظلم کړی وو!!!
په دې وحشت کې ډیر د هغو کوچنیو ماشومانو انځورونه ول، چې ویل کیدل د واده په ښادۍ کې شهید کړل شوي ول. ددوی د معصومو څیرو په لیدو سره مې په ټول وجود ساړه ورننوتل.
او له ځانه سره مې توبې ویستلې توبه خدایه د ظالم زړه دومره د کرکې ډک وو!؟
همکارانو په همدې موضوع شور جوړ کړ .
څوک چې پکې د ناخوالو ستړي وو د وخت پاچاه ته يې بد او رد شروع کړل
او څوک چې پکې د پاچا سرسختي ملاتړي وو دا موضوع يې د پاچا د مخالفینو کار باله او مخالفین يې ځکه؛ ښکنځل چې ګوندې دوۍ پاچا بدناموي
افسوس!
دا سیاست دی دلته د واک تږي او د څو پیسو وږې کوم، کوم ظلمونه ندي چې نه يې کوي!؟
په دردمند زړه هرچا خپل ریپوټ رېئس ته سپاره او ورڅخه روانیدل
زه هم له دفتره ووتم او مخ په کور روانه شوم، په لاره کې مې مخامخ د خلکو ګڼې،ګوڼې ته پام شو او بیا مې په زړه سړه سیلۍ ننوته او وحم ووهلم، په پښو وتو ساه مې د خلکو ګڼې،ګوڼې ته ځان ورسوه، خلک د دایرې په شکل راټول شوي وو چا د اوږې دستمال، چا د کاغذ او چا د سر خولۍ پوزې ته نیولې وه
لکه؛ یوه خبریاله د خلکو په منځ کې ننوتم او د خلکو مې پوښتنې پیل کړې
وبخښئ ویلی شئ دلته څه روان دي؟
یو دنګ شین سترګې ځوان خو راته اول ښکته او پورته وکتل او بیا موسکی شو او په تمسخر انداز يې وویل: خاله پوډري مړ شوی
داچې د نیمې ورځې بدو خبرو مې سر په درد کړی وو او د خپګان او غوسې څخه مې تندې ګونځې کړې وې ځوان ته مې بد، بد ولیدل.
راته لوستی هم ښکارې، ولې د پوډرې په وژنه کې کومه ټوکه نغښتې چې خاندې؟
ځوان سر ټيټ کړ او د خجالتۍ احساس يې وکړ،
زه هم د خلکو د دایرې منځ ته ورسیدم،
اخ ربه !
ببر سر، خیرنې جامې، خیرن وجود او چاودېدلې پښې او لاسونه ستا بدبخته بنده چې په مخ يې خلکو دستمال غوړولی وو پروت وو.
نیږدې دوکاندارانو ویل:
دا پرون رک روغ وو فکر کوو زړه يې ودریدلی ځکه ناڅاپه راولوید او ومړ…
ما هم سوړ اسویلی وویست، داچې څه مې د وسه نه رسیدل ورته د دعا کولو وروسته روانه شوم.
ربه!
موږ څومره بدبخته یو چې په غربت کې پیدا شو او په غربت کې ومرو، موږ خو؛ ددې ژوند خوند هیڅ ونه څکه.
ریکشا مې ودروله ګورم چې د هغې خوا یوه بوډۍ مېرمن زما خواته منډې وهې ورته ودریدم !
ویل يې بچۍ!
ستا په لار زما لاره هم ده همداسې زه هم ځم ما ویل سمه ده مورجانې راځه چې ځو!
زما طبیعت ډیر ګډوډ وو نو خاموشه وم ذهناً د نن بدو پیښو ډیره خواشینې کړې ووم ناڅاپه مې بوډۍ مېرمنې ته پام شو.
پوخمنګې مېرمن یو زوړ لسګون په خوله کې نیولی و او د نورو پيسو د لټولو لپاره يې په غاړه کې د ټوټې څخه جوړې شوې کڅوړه کې په ښکته سر ګوتې خښې کړې وې.
ماته يې ولیدل او بیا يې ویل:
بچۍ د زوۍ پینځه یتیمان راپاتې او هره ورځ ورته په همدې ښار کې خیرات ټولومه…
نن مې ۹۰ روپۍ ټولې کړي دا شل يې ته واخله اود خپلو پیسو سره یو ځای يې ریکشاوان ته ورکړه
ما يې لاسونه ونیول
نه مورجانې! زه هسې هم پیسې ورکومه
مېرمن په ګریوان کې سرښکته او غلې غږ يې راته دعا وکړه ځه بچۍ الله دې ښاده کړه، خدای دې مه سر توروه!
ما هم امین وکړ او په همدې سره مې د کور د کوڅې سر کې ریکشاوان ودروه او څه پیسې مې اضافه ورکړې چې دا مورکۍ ترکوره ورسوي.
په خپلې کوڅه کې ډیره خفه روانه ووم چې بیا مې د خلکو ګڼې، ګوڼې ته پام شوو.
نن مو نو د ځوانې ګاونډۍ د مړینې دریمه (خیرات) وو نوموړې میرمن د جیګ فشار له وجې د ډاکترانو د هغه کارې اعتصاب له وجې مړه وه چې نوموړو د یو مشهور ډاکتر د شهید کیدو له وجې د کار بندیز اعلان کړی وو.
اخخخخخ خدایه!
په مور خو؛ اولادونه بیګاه ته خوار وي ته پرې رحم وکړې!
دا نو؛ زما هغه ورځ وه چې غوښتل مې ښه تیره شي بلکې؛ ددې ورځ انځورګري ټوله دردمنه وه.
هو!
دلته دا خبرې ډیري عادي دي ځکه په دې ښار کې هره ورځ چاودنې او پریمانه وژنې کیږي، زموږ حالت به همداسې روان وي نن د نورو سبا زموږ وار دی دا لړۍ به تر هغې نه ودریږي څو؛ چې موږ خپله راویښ نه شو او ددې بدبختۍ پر وړاندې خپل حالت بدل نکړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده