اپریل 12, 2021

افغان لوبغاړو د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکړی

Advertisements

یاران سپورټس
د افغان کرکټ لوبډلې لوبغاړو سربېره د افغانستان د فري فایټ یا ازادو رزمي سیالیو لوبغاړو هم د هېوادوالو لاسنیوي ته رادانګلي او په دې تړاو یې د مرستو لړۍ جاري ساتلې ده.
د مرستو په لړ کې د فري فایټ سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک، عبدالسمیع فیضي، د کرکټ لوبغاړو برخه کې افتاب عالم، حشمت الله شهیدي، افسرځاځي، نجیب الله ځدران او ځینو نورو لوبغاړو مرستې کړې او ځینو یې مرستو ته تابیا نیولې ده.
حشمت الله شهیدي په خپله ټوېټر پاڼه یو حدیث پسې متصل لیکلي، چې په داسې سختو حالاتو کې باید هېوادوالو ته لاس ورکړو او مرستې وکړو.
راشدخان ویلي، چې دوی خپله هم مرسته کوي او له شتمنو هېوادوالو غواړي چې له اړمنو هېوادوالو سره مرستو ته دوام ورکړي.
چټک توپ اچوونکي افتاب عالم په خپله فېسبوک پاڼه ځینې انځورونه خپاره کړي، چې پکې دی خپله اړمنو خلکو ته خوراکي توکي وېشي.
افتاب عالم لیکلي دي، چې د مرستو لړۍ عملا پیل شوه او هره ورځ به اړمنو شپږو کورنیو سره مرستو ته دوام ورکړي.
نجیب الله ځدران لیکلي، چې دی هم په دغو حالاتو کې مرستو ته چمتو دی او اړمنو هېوادوالو ته به مرستې ورکړي.
لوبغاړو او شتمنو هېوادوالو وروسته له هغې د هېوادوالو مرستې ته راودانګل چې دلته په ټول افغانستان کې بېړنی حالت دی او د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په خاطر یې لوی ښارونه او د ګڼې ګوڼې ځایونه قرنطین کړي دي.
خلک وایي که کارو بار ونه کړي، نو له بحراني حالت سره مخ کېږي.
دوی له دولت او هېوادوالو غواړي، چې مرستې ورسره وکړي او ستونزې یې ور حل کړي.
تر دې دمه تر ټولو ډېر لاسنیوی عبدالسمیع فیضي کړی، چې یو نیم لک امریکایي ډالره مرسته یې کړې ده.


لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ