بریا او پرمختګ خوندیتوب ژوند بڼه سپورټ کرکټ

افغان لوبغاړي به لس ورځې وروسته په اماراتو کې له پنجاب سره یو ځای شي

سپورټ یاران

د دیارلسم پړاو آی پي اېل لوبو لپاره لوبډلې د چمتووالي په درشل کې دي، لوبډلې غواړي چې یوه میاشت وړاندې عربي متحده اماراتو ته خپل سفرونه پیل کړي، چې په دې برخه کې د پنجاب لوبډله غواړي، چې د اګسټ په ۲۱ مه عربي متحده اماراتو ته ولاړه شي او هلته خپل تمرینات ترسره کړي.

دا چې مجیب الرحمن هم په یاده لوبډله کې لوبېږي، نو دی مجبور دی، چې د خپلې لوبډلې په تمریناتو کې ګډون وکړي او آی پي اېل لوبو چمتووالي په خاطر عربي متحده اماراتو ته وکوچېږي.

راجستان رایلز لوبډلې هم د اګسټ په شلمه نېټه د سفر وخت ټاکلی، چینای سوپرکېنګز، ډیلي کپېټلز او ممبيي انډیئنز هم د اګسټ ۲۱ مه نېټه انتخاب کړې، ترڅو هندوستان پرېږدي او عربي متحده اماراتو ته وخوځېږي.

خو چینای سوپرکېنګر کرکټ لوبډله به مخکې له دې چې عربو ته ولاړه شي، په هندوستان کې یو لنډ تمریناتي کمپ هم ترسره کوي.

د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې د رایلز چلېنجرز بنګلور لوبډله به عربي متحده اماراتو ته ترتګ وړاندې په هند کې د یوې مودې لپاره قرنطین شي.

سږ کال دیارلسم پړاو آی پي اېل لوبې د سپټمبر په ۱۹مه په عربي متحده اماراتو کې پېلېږي او د نومبر په لسمه نېټه به یې پایلوبه ترسره شي.

په آی پي اېل کې د راشدخان او محمدنبي دې لوبډلې سن رایزرز حېدراباد تر اوسه د خپل سفر په اړه جزیات نه دي ورکړي، چې دوی به کله دوبۍ ته ځي.

که حیدراباد لوبډله هند پرېږدي، نو محمدنبي او راشدخان به له افغانستان څخه د سفر موزې په پښو کوي او لوبډلې سره به یو ځای کېږي.

د آی پي اېل د پیل لوبه د دوو مخکښو لوبډلو چینای سوپر کېنګز او ممبيي انډیئنز ترمنځ ترسره کېږي.

د ممبيي کرکټ لوبډلې ټول لوبغاړي او رهبریت له پخوا څخه په ممبيي کې دي او ځانونه یې قرنطین کړي او د کورونا ټېسټونه یې ورکړي دي.

روهیټ شرما؛ شپږ میاشتې مې بېټ په لاس کې نه دی اخیستی

د ممبيي لوبډلې لوبډلمشر روهېټ شرما ویلي، چې د کرونا ویروس له امله یې شپږ میاشتې د کرکټ بېټ نه دی پورته کړی او اوس غواړي چې د آی پي اېل بیا ځل اتلولۍ لپاره خپل سخت تمرینات پیل کړي.

Mujeeb-Ur-Rahman-Mohammad-Nabi-and-Rashid-Khan.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ