افغان لوبغاړي CPL لوبې پرېږدي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ۶ تنه لوبغاړي اوس د ویسټ انډیز هېواد په کورنیو تجارتي سیالیو کې له بېلابېلو لوبډلو سره لوبېږي.
د ویسټ انډیز هېواد یادې کورنۍ سیالۍ (CPL) د تېرې سه شنبې پر ورځ پيل شوې، چې پکې محمدنبي عیسی خېل، مجیب‌ځدران، راشدخان ارمان، قیس احمد، نوین‌الحق او نجیب‌الله ځدران له افغانستانه پکې ګډون کړی.
په دغو سیالیو کې تر دې دمه ټولو افغان لوبغاړو ښې لوبې ترسره کړې دي.
د سي پي ایل کرکټ لیګ د راتلونکي سیپټمبر میاشتې پر ۱۰مه نېټه پایته رسېږي.
د ایسفاین کریک انفو د راپور له مخې افغان لوبغاړي به د سي پي ایل وروستیو لوبو پر ځای د افغانستان په شپږیزه کرکټ لیګ کې ولوبېږي.
شپږیزه کرکټ لیګ د سیپټمبر میاشتې په ۶مه نېټه پيلېږي او د یادې میاشتې تر ۱۶مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ سرپرست اجراییه رییس جارعبدالرحیمزي له ایسفاین کریک انفو سره په خبرو کې ویلي، پلان دا دی، چې په شپږیزه کرکټ لیګ کې به ۶ واړه افغان لوبغاړي د شپږیزه کرکټ لیګ تر پيله یوه ورځ مخکې کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي رحیمزي ویلي، چې په دې تړاو یې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ته خبرپاڼه هم استولې ده.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.