لیکنه: یاران سپورټ
د عربي متحده اماراتو په ټي ټېن کرکټ لیګ کې دا ځل سمیع الله شینواری، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف او شاه پورځدران هم واخېستل شول.
ترې دې وړاندې محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، نجیب الله ځدران، دولت ځدران او شهزاد محمدي په دغه لیګ کې د مختلفو لوبډلو له خوا پېرل شوي وو.
راشدخان ارمان په ۷۰ زره امریکایي ډالرو مرتا عربینز لوبډلې پېرلی دی.
مجیب ځدران او محمدنبي عیسی خېل په دېرش، دېرش زره ډالر اخېستل شوي دي.
په ډي کټګورۍ کې بیا شهزاد، دولت ځدران او نجیب الله ځدران اخېستل شوي دي، چې لوبېدو قېمتونه یې شل، شل زره ډالره دي.
اوس تازه خبر دی، چې سمیع الله شینواری، شاه پور ځدران، ګلبدین نایب او شرف الدین اشرف هم په ډي درجه کې اخېستل شوي دي.
راشدخان په مرتا عربینز لوبډله کې لوبېږي، محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران، شرف الدین اشرف، شاپور ځدران او ګلبدین نایب په پښتون لوبډله کې اخېستل شوي او شهزاد په راجپوت لوبډله کې پېرل شوی.
دولت ځدران په پنجابي لېجېنډز لوبډله کې اخېستل شوی دی.
مجیب ځدران بنګال ټایګرز لوبډلې له خوا اخېستل شوی.
سږ کال ټول ۹ افغان لوبغاړي په نوموړي لیګ کې مختلفو لوبډلو کې اخېستل شوي دي.
پښتون، پنجابي لېجېنډز، بنګال ټایګرز، مرتا عربینز، کېرالا کېنګز، کراچینز او کولمبو لاینز لوبډلې سږ کال په دغه لیګ کې لوبېږي.
دا لیګ تېرکال په نوې بڼه یعنې لس اورونو په ډول یا فارمټ کې په عربي متحده اماراتوکې پیل شو، چې پنځه افغان لوبغاړي پکې اخېستل شوي وو.
تېرکال د دې سیالیو اتلولي کېرالاکېنګز لوبډلې ګټلې وه، چې اِیئن مورګن یې لوبډلمشر دی.
دا لیګ په ۲۰۱۷ م کال کې د شاجي الملک په نامه یو تن رامنځته کړ.
دغه لیګ کې تېر کال یو اصل دا و، چې کوم توپ وهونکي به درې توپونه مېس کړل، اخطار به ورکول کېده، چې بل توپ مېس نه کړي.
دا لیګ تېرکال د ډېسمبرله ۱۴ مې نېټې تر ۱۸ مې نېټې پورې ترسره شو او سږ کال هم د ډېسمبر په میاشت کې ترسره کېږي، چې شا اوخوا پنځه ورځې به دوام وکړي.