افغان لوبغاړي د پاکستان  ليګ په پاتې لوبو کې بيا لوبېږي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د پاکستان ليګ پاتې لوبې په عربي اماراتو کې ترسره کېږي

د پاکستان کريکټ سوپر لېګ چې د کرونا وېروس له کبله وځنډېدی د جون مياشتې په لومړۍ اونۍ کې يو ځل بيا پيلېږي.

د لوبو تر ځنډېدو وروسته ځينو لوبغاړو وويله چې که بياهم پاتې لوبې ترسره کېږي دوی پدې ليګ کې نه لوبېږي چې يو هم د هغوی له جملې څخه راشدخان وو،خو پاکستاني رسنيو خبر ورکړی چې راشدخان به بيرته د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

کوټي لوبډلې د بين کټينګ پرځای افغان چينامين ظاهر خان د ځان سره واخيستی خو د ډيويډ ملان پرځای تر اوسه اسلام اباد لوبډلې بل کوم لوبغاړی ندی اخيستی.

ملتان سلطان لوبډلې د بنګلدېشي محمدالله پرځای ويسټ انډېزی هيټماير اخيستی.

ټولې شپږ لوبدلې اجازه لري چې يو بهرنی او دوه کورني لوبغاړې د ځان سره ولوبوي،خو که چېري نور لوبغاړي هم اخلي نو عمرونه يې بايد د ۱۸ څخه د ۲۰ کلونو ترمنځ وي.

د افغان لوبغاړو څخه نجيب الله ځدران او نور احمد د کراچي کينګز لپاره،راشدخان د لاهور قلندرز لپاره،رحمن الله ګربز د ملتان سلطان لپاره او ظاهر خان د کوټې ګلاډياټورز لوبډلې سره لوبېږي.