پنځه افغان لوبغاړي او ایرلېنډ سره یې لوبلړۍ کې لوی لاس

د افغان او ایرلېنډ لوبډلو ترمنځ په درې یو ورځنیو لوبو بري کې د پنځه افغان لوبغاړو لوی لاس و، دغه ټول لوبغاړي ځوانان دي او لوبډلې ته تر نورو لوبغاړو وروسته راغلي دي.

راشدخان

راشدخان چې په ۲۰۱۵ کې ملي لوبډلې ته راغلی په سیریز کې خورا ښه وځلېد، نوموړي په لومړي لوبه کې په ۳۰ توپونو ۵۵ ناسوځېدلې منډې وکړې، ۵ یې شپږيزې وهلې وې او په توپ اچونه کې یې هم دوه وېکټې اخیستې وې.
دویمه لوبه کې یې په توپ اچونه کې یوه وېکټ واخېسته او توپوهنه کې نوبت ور ونه رسېد.
دریمه لوبه او راشدخان، په درېیمه لوبه کې یې د لوبډلې د ملا تیر رول ادا کړ، هم یې په توپوهنه کې افغانستان ته د اوړو پوزه کېښوده او په ۴۸ توپونه یې ۴۸ منډې وکړې.
د نوموړي ښه توپوهنه وه، چې افغان لوبډلې هدف تر ۲۶۶ منډو ورساوه.
په توپ اچونه کې یې هم د ایرلېنډ ملا ماته کړه او په ۹ اورونوکې یې د ۲۹ منډو په ورکړې سره ۴ لوبغاړي وسوځول.

رحمان الله ګربز

ګربز په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان لپاره د ښه پیل بنسټ کېښود په ۱۲۷ توپونو یې ۱۲۷ منډې وکړې او د افغان لوبډلې په بري کې یې ستر رول ادا کړ.
لومړۍ بریا افغانستان ته مرال ورکړ او لوی لاس د توپوهنې برخه کې د ګربز او بیا د راشدخان و.
وروستیو دوو لوبو کې د چټکې لوبې هڅه وکړه، خو کوچنیو تېروتنو له زیاتو منډو ایسار کړ.

نوین الحق

نوین الحق که څه هم اوس د چټکې توپ اچونې یوه اندازه تشه ډکه کړې، خو د ایرلېنډ پر وړاندې یې توپ اچونه یوه اندازه اغېزناکه وه، هغه په لومړۍ لوبه کې د ۶۸ منډو په ورکولو سره ۳ وېکټې واخېستې، دویمه لوبه کې یې د ۴۲ منډو په ورکولو سره ۴ وېکټې واخیستې، چې د سټېرلېنګ قیمتي وېکټ هم پکې وه.
او درېیمه لوبه کې یې یواځې یوه وېکټ ترلاسه کړه.
په درې لوبو کې یې اته وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.

مجیب الرحمن

لومړۍ لوبه کې یې ۴۰ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې واخېستې، دویمه لوبه کې یې ۴۶ منډې ورکړې او ۳ وېکټې یې واخېستې او درېیمه لوبه کې یې ۴۳ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې ترلاسه کړې.
په درې لوبو کې یې ۷ وېکټې اخیستل بده توپ اچونه نه ده.
او په درېیمه لوبه کې یې په ۱۸ توپونو ۱۸ منډې هم وکړې.

رحمت شاه زرمتی

زرمتي په لومړۍ لوبه کې ۳ منډې وکړې، دویمه لوبه کې یې مسلکي توپوهنه وکړه او ۱۰۳ ناسوځېدلو منډو باندې یې افغانستان ته په ۷ وېکټو بریا ورکړه او په دې بریا سره افغانستان سیریز هم په خپل نوم کړ.
په وروستۍ لوبه کې یې ۲ منډې وکړې، په درې لوبو کې یې ۱۰۶ منډې جوړې کړې.
حشمت الله شهیدي هم په دې لوبه کې ۸۲ قیمتي او ګټونکې منډې وکړې، چې ۱۸۴ منډې ملګرتیا یې له زرمتي سره رغوونکې وه.
دغو لوبغاړو کولای شول، چې افغانستان د سیریز په بري ونازوي.

ایرلېنډ لپاره اتل لوبغاړي

پال سټېرلېنګ په لومړۍ لوبه کې یې ۳۹ منډې وکړې، دویمه لوبه کې ۱۲۸ منډې وکړې او درېیمه لوبه کې یې ۱۱۸ منډې جوړې کړې.
په درې لوبو کې ۲۸۵ منډې کول لوړ اوسط دی او د توپوهنې برخه کې یې د اتل رول ادا کړ.
انډي مک براین لومړۍ لوبه کې ۵ وېکټې واخېستې او ۲۹ منډې یې ورکړې.
درېیمه لوبه کې کرېګ یانګ او سیمي سېنګ درې، درې وېکټې ترلاسه کړې.

د راشدخان زر منډې

راشدخان په ۲۰۱۵ کال کې لوبو ته راغلی دی، په ۷۲ یو ورځنیو لوبو کې یې ټول ۶۹ پاڼۍ توپوهنه کړې ده، په دې لوبو کې یې ۹۶۰ منډې کړې وې، چې د ایرلېنډ خلاف ۴۸ نورې منډې وکړې او په دې ډول یې په ۷۳ یو ورځنیو لوبو کې ۱۰۰۸ منډې پوره کړې.
لوړې منډې یې ۶۰ دي، ۵۰ نیمه سلیزې، ۸۳ څلوریزې او ۳۳ یې شپږیزې وهلي دي.
په یو ورځنیو لوبو کې یې ټولې ۱۴۰ وېکټې اخیستي دي، په ۱۸ منډو ورکولو سره ۷ وېکټې اخېستل یې غوره توپ اچونه ده او څلور ځلې یې پنځه ، پنځه وېکټې اخیستي دي.
خو له دې وروسته افغان کرکټ مینوال غواړي، چې لوبډله یې له پاکستان، انګلستان، بنګله دېش، سریلانکا، اسټرالیا او نورو سترو لوبډلو سره لوبې وکړي او ښې لاسته راوړنې ولري.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي