اپریل 16, 2021

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو نوې درجه بندي او د افغان لوبغاړو برخلیک

Advertisements

د کرکټ نړیوالې شورا یو ځل بیا د ټېسټ لوبو درجه بندي خپره کړې ده، په دې درجه بندۍ کې په لسو غوره ټېسټ لوبډلو او لوبغاړو کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو نومونه نشته.
افغان لوبډلې ډېر وخت کېږي، چې ټېسټ لوبې نه دي کړي، لومړۍ ټېسټ لوبه کې یې له هندوستان په ۲۰۱۸ کې ماته خوړلې وه، ورپسې یې له ایرلېنډ څخه ټېسټ لوبه وګټله، بیا له بنګله دېش څخه هم یواځینۍ ټېسټ لوبه وګټله.
له دې وروسته یې له ویسټ انډیز څخه په ټېسټ لوبه کې ماته وخوړه.
د سلو ( ۱۰۰ ) لوبغاړو له ډلې بیا د افغان بالرانو، توپوهونکو او الراونډرانو نومونه په درجه بندۍ کې شامل دي.
د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو لپاره په نوې درجه بندۍ کې د کرکټ ټولچارو یا الراونډرانو، بالرانو او توپوهونکو نوی نوملړ خپور کړی دی.
په دې نوملړ کې سټېف سمېت د توپوهونکو برخه کې لومړی، ویرات کولي دویم او کېن ویلیمسن درېیم ځای خپل کړی دی.
په بالرانو کې اسټرالیایي پټ کمېنس مخکښ دی او په الراونډرانو کې انګلستاني بېن سټوکس لومړی ځای ساتلی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د ټېسټ لوبو د لوبغاړو نوملړونه خپاره کړي دي، په دې نوملړ کې د اسټرالیا سټېف سمېت ۹۱۱ نومرې ترلاسه کړي او لومړی نمبر توپوهونکی دی، ویرات کولي د ۸۸۶ نومرو په لرلو سره دویم او د نیوزیلېنډ کېن ویلیمسن د ۸۷۷ نومرو په اخیستلو سره درېیم ځای خپل کړی دی.
له دې وراخوا مېرنیوس لبوس شېن، بابراعظم، ډېوېډ وارنر، چېټېشور پوجارا، بېن سټوکس، جوروټ او اجېنکیا رهانی یو په بل پسې مقامونه ترلاسه کړي دي.
د توپ اچوونکو په برخه کې پټ کمېنس، سټورټ براډ، د نیوزیلېنډ نیئل وېګنر لومړی، دویم او درېیم مقامونه خپل کړي دي.
ټېم سوتي، کګېسو رباډا، مېچل سټارک، جېمز انډرسن، جسپرېت بومرا، جاش هزل ووډ او ریوي چندرن اشوېن، ورپسې مقامونه خپل کړي دي.
د الراونډرانو په برخه کې بیا بېن سټوکس، جېسن هولډر، روېندرا جدیجا، شکېب الحسن، مېچل سټارک، ریوي چندرن اشوېن، کرېس ووکس، کولېن ډي ګرېنډ هوم، پټ کمېنس او سټورټ براډ شامل دي.
د ټېسټ لوبو د لوبډلو برخه کې اسټرالیا لومړی، نیوزیلېنډ دویم، هندوستان درېیم، انګلستان څلورم، سریلانکا پنځم، سویلي افریقا شپږم، پاکستان اووم، ویسټ انډیز اتم، بنګله دېش نهم او زِمبابوې لسم ځای نیولی دی.
باید یاده شي د ټېسټ لوبو په لسو غوره لوبغاړو او لوبډلو کې افغان لوبغاړي او لوبډلې نومونه نشته.
ښایي په دې درجه بندۍ کې میاشت وروسته یو ځل بیا تغیرات راشي.
ځکه د نیوزیلېنډ او پاکستان ترمنځ سیریز پېلېدونکی دی او د اسټرالیا او هندوستان ترمنځ د ټېسټ لوبو لړۍ پیلیږي.
د دې سربېره ښایي د انګلستان کرکټ لوبډله له سریلانکا سره سیریز ولري.
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ