افغانستان سیاست

22 تنه افغان پیلوټان په چک جمهوریت کې له زده کړو فارغ شول

لیکنه: ياران

د ناټو او امریکا په مرسته له تیرو څو کلونو راهېسې په چک جمهوریت کې د افغان پیلوټانو د روزنې بهیر روان دی چې تر دې مهاله یې په بېلابېلو روزنېزو دورو کې د افغان هوايي ځواک لپاره لسګونه افغان پیلوټان روزلي دي.

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي چې د دوشنبې په ورځ یې د 22 تنه افغان پیلوټان د فراغت په مراسمو کې یې ګډون کړی و، د افغانستان د هوايي ځواکونو په پیاوړتیا کې یې د پیلوټانو د روزنې دا پروګرام مهم وباله.

ښاغلي اریوبي خپلو څرګندونو کې د افغان هوايي ځواک نوي فارغ شویو پیلوټانو ته مبارکي وویله، او د روزنیزې دورې پر مهال یې د هغوی هڅې او زیار وستایه.

په پراګ کې افغان سفیر افغان پیلوټانو ته په خطاب کې وویل:

” له لسیزې راهېسې موږ د جګړې تر تیاره سیوري لاندې کار کوو او اوس موږ د سولې یو څراغ وینو. دا په افغانستان کې د نوې ورځ روښنايي ده. هېله ده چې دا جګړې به پای ته ورسیږي، او ستاسو خدمت او هڅې به د افغانستان د ملي اردو ځواکونه لا پیاوړي او مسلکي کړي.“

شهزاد ګل اریوبي ،د نویو فارغو شویو افغان پیلوټانو سره د خبرو پر مهال

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر زیاته کړه:

” سوله د افغانستان د خلکو اصلي غوښتنه او د افغان دولت لومړیتوب دی، د افغانستان دولت په هېواد کې د یوې دایمي او با وقاره سولې ټینګښت ته ژمن دی. د ښاغلي اریوبي په وینا د یوې دایمې او با وقاره سولې ترلاسه کیدو پورې به د افغانستان امنیتي ځواکونه د اساسي قانون او جمهوریت د ارزښتونو دفاع کوي.

ښاغلي اریوبي د هغه افغان پیلوټ هم یادونه هم وکړه، چې په چک جمهوریت کې د روزنیزې الوتنې پرمهال شهید شو او د هغه روح ته یې دعا وکړه.

په پراګ کې افغان سفیر شهزاد ګل آریوبي د افغان پیلوټانو لپاره ددې روزنیز پروګرام د برابرولو له کبله د امریکا د متحده ایالاتو ، ناټو تړون او په ځانګړې توګه د چک جمهوریت نه مننه وکړه او هېله یې څرګنده کړه چې دا روزنیز پروګرامونه به راتلونکې کې هم دوام وکړي.

په پراګ کې د افغانستان سفارت په یوې اعلامیې کې د چګ د دفاع وزارت د مرستیال له قوله ویلي چې نوموړي د افغانستان د ملي اردو پر پیاوړتیا او په دې برخه کې د چک جمهوریت د مرستو پر دوام ټینګار وکړ.

په چک کې د افغانستان سفارت وايي چې یوه بله دوره افغان پیلوټان هم دا مهال په چک جمهوریت کې زده کړو بوخت دي چې له بشپړیدو وروسته به یې د افغان هوايي ځواک لیکو ته ستانه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران