افغانستان سوله سیاست نړۍ

افغانستان او زبرځواکونه؛ امریکا، روسیه او چین به پر افغان سوله څه هوکړې ته وردسیږي؟

لیکنه: بشر درویش

ټاکل شوې، چې د ماسکو پلازمېنه په همدې څو ورځو کې د افغان سولې په تړاو د نړۍ د څو زبرځواکونو( امریکا متحده ایالاتو، روسیې او چین) د درې اړخیزې ناستې کوربه وي.

د دغې ناستې ډېر جزیات نه دي مشخص شوي، خو ویل شوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان او پاکستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف او یو لوړپوړی چینایي استازی به پکې برخه ولري.

متضاد لیدلوري
دا ناسته په داسې حال کې کیدونکې ده، چې درې واړه زبرځواکونه د افغانستان په اړه متفاوت لیدلوري لري.

امریکا متحده ایالات، چې د طالب واکمنۍ په نسکورولو کې یې هم د دغو زبرځواکونو ملاتړ له ځان سره درلود؛ افغانستان ته د همدوی په همکارۍ له خپلو ځواکونو سره راغلی.

په اوله کې تصور دا و، چې د امریکا پوځي حضور به دلته د ترهګرۍ ضد چارو د کنټرول او مقابلې لپاره وي، خو د وخت په تېریدو سره د روسیې او چین دا تصور بدل شو.

دغه دوه هېوادونه او تر اغېز لاندې یې نور سیمه ییز هېوادونه اوس امریکا په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو تعقیبونکې ګڼي او له پوځي حضور سره یې مخالف دي.

دا ناسته ښايي سیمې او افغانستان ته د زلمي خلیلزاد د روان سفر په ترڅ کې وشي

روسیه او چین په ځلونو ـ ځلونو په افغانستان کې د ناټو او امریکا پوځي حضور تر سوال لاندې راوستی او ویلي، چې د دوی له دومره حضور سره بیا هم دوی ته له افغانستانه ګواښونه پېښ دي.

دا هېوادونه ترهګري، د نیشه یي توکیو قاچاق او ورته نور موضوعات له افغانستانه ور پېښ ګواښونه یادوي او په مختلفو بڼو هڅه کوي، چې امریکا دلته خپل حضور پای ته ورسوي.

په دې برخه کې دوی د وسله والو طالبانو په مالي او سیاسي ملاتړ هم تورن دي.

وېل کیږي، چې د دغه ملاتړ زمینه سازي او منځګړتوب له امریکا څخه تر نسبي خپګان وروسته پاکستان دغو هېوادونو ته مساعده کړې ده.

په جګړه کې جلا، په سوله کې ملګري
وروستي پرمختګونه څرګندوي، چې د افغان سولې په قضیه کې به امریکا متحده ایالات د جګړې برعکس د سیمې له قدرتونو څخه جلا چلند ونه لري.

امریکا که څه هم په بشپړه توګه په افغانستان کې خپل پوځي حضور ختمول نه غواړي، خو د نسبي کمښت لپاره یې هم غواړي د سیمې پر هېوادونو احسان وکړي او دوی نه یې په بدل کې سیاسي امتیاز واخلي.

دا سیاسي امتیاز یا معامله به دا وي، چې امریکا به په افغانستان کې د خپل پوځي حضور دوام له محدودې سطحې سره پر دغو هېوادونو ومني او دوی ته به یې په بدل کې د افغانستان په راتلونکي سیاسي برخلیک کې د ونډې حق ورکړي.

ونډه به دا وي، چې د سولې په روانه اجنډا کې به وسله وال طالبان او د دغو هېوادونو ګټو ته متمایله نورې ډلې، چې له واک او سیاسته څنډې ته شوي، بیرته په واک کې به شریکییږي او په دې ډول به په افغانستان کې د دغو ټولو قدرتونو نسبي ګټې خوندي او موازنه به یې رامنځته شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي