اپریل 16, 2021

افغانستان کې د سولې د دویم پړاو خبرو وړاندیز او د طالبانو او خلیلزاد غبرګون

Advertisements

د افغانستان د سولې خبرې چې څو ورځې مخکې په کې د لومړي پړاو د ختمیدو راپورونه ورکړل شوي ول، ورپسې تازه پلاوو اعلان وکړ چې دوی به تر ۲۰ ورځو لپاره د سلا مشورو لپاره رخصت وي او وروسته به بیا خبرې پیلوي.
که څه هم د پلاو پر دغو کارونو خلکو نیوکې کړي او ویلي دي چې د جګړې د دریدو په موخه باید خبرې نه وای ولاړې او رخصتي نه وای شوي، خو ویل شوي چې دا یوه اړتیا وه او همداسې وشول.
په هر حال وبه لیدل شي چې دا مذاکرات به له اعلان سره سم شل ورځې وروسته بیا هم پيل شي او که نه، تر اوسه په دې اړه هیڅ کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.
داسې اټکل کیدای شي چې د جنورۍ پر شلمه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې مراسم کیږي، ترڅنګ کرسمس هم نیږدې دي، نو شاید د همدې موخه لپاره هم دا رخصتي شوي وي.

په کوردننه د خبرو وړاندیز

د افغانستان حکومت یوه نوي وړاندیز کې ویلي چې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو مذاکرات دې په داخل د افغانستان کې وشي.
دا اعلان د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر خپل ټویټر کړی وو.
له دې وروسته پرون افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم دا وړاندیز تائید کړ او ټینګار وکړ چې هر ډول شرایط ورته برابروي او طالبان چې د هیواد په کومه سیمه کې خبرې کول غواړي، هماغلته ورسره خبرې کیدای شي.
ښاغلي غني دا د کابینې په غونډه کې ویلي چې که چیرته هم طالبان د افغانستان په جغرافیې پورې ځان تړي، نو ولې ورسره دننه افغانستان کې خبرې نه کوي.

د طالبانو غبرګون

ځینو راپورونو کې د طالب چارواکو له قوله ویل شوي چې دوی پر دغه وړاندیز غور کوي، خو ځینو نورو راپورونو کې ویل شوي چې طالبان وايي افغانستان کې خبرې نه کوي او له پلان سره سم په دوحه کې به دویم پړاو خبرې کوي.
خو تر اوسه په بشپړ ډول نه ده واضح چې دویم پړاو خبرې به ایا افغانستان کې وشي او که نه، خو تر ډیره افغانان پر دې ټینګار کوي چې خبرې دې افغانستان کې وشي، څو له مداخلې خلاصې او له هر څه له نیږدې خبر شي.

د خلیلزاد غبرګون

د شل ورځینو رخصتیو په اړه ښکاري چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم غبرګون ښودلی. ښکاري چې دی پر دې نه دی موافق چې دومره رخصت دې شوی وای.
هغه پر ټویټر لیکلي:

«بدبختانه جګړه روانه ده.‌ سیاسي جوړجاړي، د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ته بیړنی ضرورت دی.‌ باید د خبرو بېرته پیلېدو کې هېڅ‌ ځنډ ونشي او د جنورۍ پر پنځمه نېټه بېرته سره دا خبرې پیل شي.»

د رخصتۍ په اړه د افغان پلاوي غبرګون

د افغانستان د سولې پلاوي یوې غړې حبیبه سرابي یوه پیغام کې ویلي چې دوی رخصتي نه ده کړې، بلکې د سلا مشورو لپاره چې په کار ده د مشرانو نظر واخلي، دوی ځي او غواړي لازمې مشورې، نظرونه او خبرې واخلي.
باید وویل شي چې ځینو رسنیو یو شمیر لیستونه خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا هغه خبرې او غوښتنې دي چې دواړو لورو یو بل ته سره ښودلي دي.
دغو خبرو کې ښکاري چې د افغان حکومت له لورې د اوربند وړاندیز په سر کې نیول شوی دی، خو د طالبانو په هغه لیست کې چې ددوی اړوند خپور شوی، په دې اړه کومه یادونه نه ده شوې.
اوس ټوله خبره پر دې ده چې خلک او نړیوال هیله لري بیرته ژر خبرې پيل او لومړی پر اوربند سلا شي. خلک او شنونکي دا کار مهم او اړین بولي او ټینګار کوي چې باید لومړی اوربند وشي، تر څو د خبرو او ښه نیت فضا لا ډیره حاکمه شي. که څه هم دا وړاندیز په ځلونو شوی، خو طالبانو منفي ځواب ورکړی او ویلي یې دي چې پر دې به بیا په مذاکراتو کې بحث او خبرې کوي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




مصر کې ۳۰ کلن دود راژوندی کړل شو؛ روژماتي او ماښامي لپاره خلک په توپونو خبروي

لیکوال: مهر تاج - برخه : کلتور او هنر

Advertisements د صلاالدین ایوبي کلا توپونه وروسته له ٣٠ کلونو د روژه ماتي او پیشلمي د اعلان لپاره بیا چمتو شول. په روژه کې د توپونو پخوانیو کلونو کې د مصر په ګډون په ډیری ... نور ولولئ