د پاکستان د پوځي او استخباراتي مشرانو سفر او د سولې تود چاپیریال؛ لوبه که فشار؟

لیکنه: غازي عابد

د پاکستان د پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه په مشرۍ یوه پلاوی کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره یې لیدلي دي.
په دې پلاوي کې د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض هم شامل و.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر اشرف غني پرون له دې پلاوي سره لیدلي او پر یو لړ مسایلو یې سره خبرې کړي دي.
ارګ ویلي:

« د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه کابل ته په خپل سفر خوښي وښوده او وې ویل، هیواد یې د خپلواک او ولسواک افغانستان او جمهوریت ملاتړ کوي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ زیاته کړې چې په دغه کتنه کې د بحث شویو موضوعاتو او جزئیاتو په اړه ګډه اعلامیه به د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو له لوري خپره شي.

له پاکستاني پلاوي سره لیدنه – ارګ

له عبدالله سره لیدنه

دې پلاوي د مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله سره هم لیدلي دي.
یادې شورا د ښاغلي عبدالله له قوله ویلي چې نوموړي له پاکستانه په افغان سوله کې د رغوونکي رول غوښتنه کړې ده.
عبدالله ویلي چې افغان لوري ټول اړین اقدامات ترسره کوي.

د سولې چاپیریال او د پاکستاني پلاوي سفر

د افغانستان د سولې، دوه اړخیزه اړیکو او نورو مسلو په اړه له دې وړاندې هم بیلابیلې سفرونه ترسره شوي دي، ګڼې او پراخې ژمنې په کې شوي دي، خو له بده مرغه هره ژمنه یوازې په سفر او ژمنو پورې پاتې شوې، وروسته ترې حالات ترینګلي شوي دي.
د پاکستان دا پلاوی هم داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې د افغانستان د سولې په اړه ښکاري چټګ ګامونه اخیستل کیږي.
د تیر کوچني اختر له درې ورځیني اوربند سره د حکومت او طالبانو ترمنځ په همکارۍ کې ډیر توپير لیدل کیږي، د پخوا په شان د لویو او پراخو جګړو راپورونه نه ورکول کیږي او ترڅنګ یې د بندیانو تبادله هم چټکه پرمخ درومي.

له ډاکټر عبدالله سره د پاکستاني پلاوي لیدنه

تر دې چې د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي چې دوی تر اوسه شا او خوا ۳۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي او هیله یې کړې چې پروسه ښه پرمخه ولاړه شي.
همدا تیره اونۍ د مصالحې عالي شورا مشر ویلي ول چې افغان لوری خبرو ته بشپړ چمتو دی او همدې څو ورځو کې به بین الافغاني خبرې شروع شي، په عین حال کې پرون او وړمه ورځ یو شمیر بهرنیو رسنیو د طالب غړو له قوله راپورونه ورکړي ول چې دغه ډله هم خبرو ته چمتو شوې او د طالبانو مشر هم پرې موافق ښودلې ده.
نو له دغسې یوه وضعیته چې ظاهراً هر څه ښه روان دی، دواړه لوري د یو بل پر ضد له جګړو و تبلیغاتو ارام شوي او ان په ټولنیزو شبکو کې د خلکو غبرګونونه د سولې په موخه ارامه شوي، نو ښکاري چې بین الافغاني خبرې ژر شروع او پرمخ ولاړې شي.
اوس له دې پرمختګونو سره سره د پاکستان د پلاوي سفر ته هم په همدې نظر کتل کیدای شي چې په بشپړ ډول به د بین الافغاني خبرو سره تړاو ولري، ځکه پاکستان په افغان سوله کې مهم رول لري، طالب ډلې ته یې په خپله غیږه کې ځای ورکړی او پالي یې، نو حتماً به تر وروستي حده کوښښ کوي چې له ټولو لورو سره پر داسې پټه موافقه ورسیږي چې د پاکستان هدف و ګټې په کې زیانمن نه شي.
تقریباً له یوه اوږده وخت راهیسې د پاکستان او افغان حکومت ترمنځ د سړو او خرابو سیاسي اړیکو له امله داسې سفرونه په ټپه ولاړ ول چې وروستیو میاشتو کې خو د کرونا له امله ټوله نړۍ کې بیخي په ټپه ولاړ دي، خو معمولاً سخت حالت کې سفر د اړیکو ښه کولو، نورو موخو او یا هم د کوم بهر فشار له امله کیږي چې د نړۍ پام واړول شي، اوس له دې وروستۍ سفر چې د کویډ – ۱۹ وبا په شتون کې هم ترسره شو، په داسې حال کې چې په نړۍ کې د هیوادونو د پلاو او مشرانو لیدنې نشته، ځکه د وبا له امله هر څه په ټپه ولاړ دي، خو د پاکستان یو مهم نظامي او استخباراتي پلاوی افغانستان ته راځي، همدا مانا ورکوي چې پاکستان په افغان سوله کې خپلې موخې پالي او رول یې زورور دی او یا هم د نړۍ خصوصاً امریکا د هغه فشار له امله دا کار کوي چې له طالبانو سره یې تړون لاسلیک کړی او دا تړون د امریکا د اوسني ولسمشر د بیا بریالي کیدو لپاره کامیاب ښکارول مهم دی، نو باید په هر ډول فشار هر لوری راضي کړي چې د سولې په نوم روانه پروسه له امریکا سره تر تړون وروسته له افغان لوري سره هم بریالۍ اعلان کړي.
خو په هر حال؛ اوس د افغان مشرانو او پاکستاني پلاوي د خبرو بشپړ جزیات نشته، دا چې نورې څه خبرې شوي، د افغان حکومت په وینا؛ چې وروسته به د دواړو هیوادونو بهرنیو چارو وزارتونو په ګډه اعلامیه کې څرګند شي.
موږ هیله لرو چې حکومت او طالبان ددې پرځای چې خنډونه سره جوړ کړي، د خبرو پر لور نور هم چټک ګامونه واخلي، ځکه له دغې جګړیزې بهرنۍ لوبې، د قرارۍ هغه لوبه که بهرني هم په کې خپلې موخې پالي ښه ده چې څو افغان ولس ته یو څه وخت او موقعه په لاس ورشي او راتلونکي لپاره د جګړه مارو او بهرنیو کړیو اغیز کمولو لپاره سره منسجم شي.
ترڅنګ پرته له څه بایللو هیڅکله په مطلقه بریا پسې تګ موږ ته نوي فرصتونه نه شي راکولی او له سترو بحرانونو مو نه شي ایستلی.
د رښتینې سولې په هیله !
 
 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي