سیاست

په سوله کې د حکومت انزوا؛ زیانونه او حل لارې یې څه دي؟

افغان سولې ته د امریکا متحده ایالاتو زیاته شوې پاملرنه او په دې برخه کې ځينې پرمختګونه څرګندوي، چې افغان حکومت له سولې بهیر څخه منزوي شوی او دا لړۍ ورځ تربلې لا پياوړې کیږي.

په تازه ګام کې د وسله والو طالبانو ځینو سرچینو منلې، چې دوی د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په افغانستان کې د خپلو زرګونه بندیانو د خوشې کیدو په تړاو مذاکرات کړي.

له دې سره هم مهاله یو شمېرمشهورو سیاسي ګوندونو له وسله والو طالبانو سره د حکومت له اعلان کړي مذاکراتي بورډ وراخوا د یوه ځانګړي مذاکراتي پلاوي د ګومارنې خبر ورکړی.

تردې مخکې یو شمېر نړیوالو رسنیو امریکا متحده ایالاتو ته له سولې بهیرڅخه د ده د لیرې ساتلو له کبله د ولسمشر غني د شکایت خبر ورکړی و.

نا معقوله انزوا
افغان حکومت له ټولو ستونزو او کمیو سره د افغان ملت واحد او پیاوړی استازی باید وای/ وي.

له بده مرغه په دې برخه کې څه د حکومت جدي تېروتنو او څه د بهرنیانو او په کور دننه سیاسي کړیو کم نظرۍ په سولې بهیر کې زموږ د حکومت رول او حیثیت ته سخته صدمه ورسوله.

دا صدمه که د حکومت په حیث حکومت ته وه او ده، خو په حیث د ملت له دې صدمې څخه ټول ملت برخمنیدای شي.

په دې کې شک نشته، چې حکومت له سولې بهیر او نورو مهمو ملي پروسو څخه د خپلو سیاسي مخالفینو د منزوي کولو له هڅو سره د خپلې نننۍ انزوا په زمینه سازۍ کې رول ولوباوه، خو ټول سیاسي لوري باید ومني چې له سولې بهیر څخه د حکومت د منزوي کولو پایلې خطرناکې دي.

حکومت هم د نسبي مشروعیت، هم ملي مسولیت او هم د نسبتاً مقتدر استازیتوب له اړخه د سولې په مذاکراتو کې تر هرچا مهمه ونډه لرلای شي.

البته حکومت دغه رول هغه وخت ډېرښه لوبولای شو، چې د سولې تګلاره او ټولې چارې یې له ټولو سیاسي او ملي قوتونو سره په بشپړه مشوره او د سراسري اعتبار په لرلو سره مخته وړې وای.

لا ناوخته نه دی
د سولې په برخه کې سره له دې، چې نسبي کارونه شوي او حکومت لکه چې وویل شول ظاهراً پکې دخیل خو په واقعیت کې ترې منزوي دی.

مګر لا هم وخت شته، چې حکومت له ځانه مرور کړي ګڼ سیاسي جریانونه حد اقل د سولې په شان د ملي بهیرپه اړه را پخلا او د افغانستان د دولت ـ سیاسي ګوندونو له اړخه ورسره د سولې بهیر لپاره په ګډو هڅو او مذاکراتي پلاوي پایلې ته ورسیږي.

که داسې ونه شي او حکومت، سیاسي ګوندونه، بهرنیان او وسله وال طالبان هر یو له سولې بهیر څخه یوازې د خپلو ځانګړو ګټو د لاسته راوړلو لپاره هڅې وکړي، په دغه حالت کې به نه د سولې بهیر په سمه توګه مخته لاړشي او نه به د دغو جلاـ جلا هڅو پایلې افغانستان او سولې بهیر ته ښې وي.

په دې برخه کې جدي اړتیا ښکاري، چې زموږ پاشل شوې سیاسي اجماع په واقعي مانا د ټولو خواوو په پوره اخلاص او همکارۍ سره ترمیم او ترې د لوړو ملي ګټو د تحقق لپاره کار واخیستل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ارشاد رغاند

ارشاد رغاند ځوان لیکوال، څیړونکی او فعال دی چې د یاران لپاره په روانو سیاسي او ټولنیزو چارو لیکنې کوي.