افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د افغان حکومت او سیاستوالو جنجالونه؛ غني او مخالفین یې څه غواړي؟

لیکنه: غازي عابد

لیکنه: غازي عابد

د افغانستان د سولې پروسه یوه داسې حالت ته رسیدلې چې په څو اړخونو کې متفاوت کارونه دي. طالبان او امریکایان وايي دوی یوې هوکړې او تاوتریخوالي کمیدو ته تقریباً سره رسیدلي، خو دا خبره له میاشتو راهیسې کیږي، اما تر اوسه یې رسماً اعلان نه دی شوی.

افغان حکومت وايي، د سولې هرکلی یې کوو، خو د تاوتریخوالی کمښت نه، بلکې د سولې لپاره بشپړ اوربند غواړو او داسې سوله غواړو چې بین الاافغاني اوسي.

د حکومت مخالف سیاستوال چې خپله د ملي یووالي حکومت چارواکي او پخوانی ولسمشر حامد کرزی هم په کې دي، د سولې لپاره پر قربانۍ ټینګار کوي او په ولسمشر غني د سولې د انحصارولو تور لګوي.

سیاستوال د محمد محقق په کور کې راټول شوي ول

حامد کرزي څو ورځې وړاندې ان پر غیر مستقیم په ولسمشر غني نیوکه وکړه چې په بیلابیلو بهانو دې د سولې د راتلو مخنیوی نه کوي.

د ولسمشر غني نیوکه، د مخالف سیاستوالو راټولیدل او طرحه یې

همدا څو ورځې وړاندې په سویس هیواد کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یوې بهرنۍ رسنۍ سره مرکه وویل چې حامد کرزی او ډاکټر عبدالله د سولې لپاره یوه پاڼه طرحه هم نه لري.

ورپسې دوه ورځې مخکې د حامد کرزي په شمول د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د هغه مرستیال محمد محقق، ځینو نورو پخوانیو مشرانو او سیاستوالو د محمد محقق په کور کې راټول او د سولې لپاره یې د یوې طرحې خبر ورکړ.

ګډونوالو وویل چې د سولې لپاره یې یوه طرحه چمتو کړې چې تر راتلونکې اوونۍ به یې شریکه کړي.

د ناستې ګډونوال محمد محقق وویل چې د سولې خبرو کې به څلور خواوې ګډون وکړي، چې په وینا یې، یو خوا ملي اشخاص ښځې او مدني ټولې، بلخوا سیاسي ګوندونه، بل اړخ به یې حکومت وي په ځانګړي ډول ارګ او څلورمه خوا به یې طالبان وي.

اوربند او تاوتریخوالي کمښت

که څه هم ددې طرحې بشپړ جزیات نه دي رسنیز شوي، خو ښاغلي محقق ویلي چې د سیاستوالو له لورې په دې طرحه کې په اوربند ټینګښت، بین الافغاني خبرو او ان د تاوتریخوالي کمیدل هم باید ومنل شي. د تاوتریخوالي کمیدل هغه مسله ده چې د افغانستان حکومت یې سخت مخالفت کوي او پر ځای یې د بشپړ اوربند خبره کوي.

د حکومت د سولې وزارت غبرګون

د افغانستان د سولې وزارت تازه ویلي چې د سولې په خبرو کې د سیاستوالو او د ټولنې د نورو قشرونو وړاندیزونو ته پام کیږي.

ددې وزارت ویاندې ویلي چې سولې ته د رسیدو لپاره ملي اجماع مهمه بولي او حکومت د اساسي قانون له مخې د سولې پروسي مشرۍ مکلفیت لري.

د سولې په اړه د غني او امریکايي چارواکو تازه ناسته

ارګ کې افغان ولسمشر سره د میلر او د امریکا سرپرست سفیر تازه لیدنه

ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ ملر او د امریکا سرپرست سفیر سره لیدلي دي.

سکاټ ملر په دې ناسته کې ولسمشر غني ته ویلي چې په قطر کې د خبرو له جریانه او پرمختګه ارګ خبروي.

هغه ویلي؛ که په روانو خبرو کې هر پرمختګ کیږي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به کابل ته راځي او له حکومت سره به معلومات شریکوي.

ولسمشر غني په دې ناسته کې هم پر بشپړ اوربند ټینګار کړی. په داسې حال کې چې همدا پرون یوه ناسته کې اجرایه رییس عبدالله په ولسمشر غني نیوکه کړې چې د سولې پروسه یې انحصار کړې او ډله یې بې قید و شرطه سوله مني.

د خلکو انديښنې

په ټولنیزو شبکو او نورو رسنیو کې خلک اندیښنه لري چې داسې یو پراګنده وضعیت چې د حکومت او سیاسي مخالفینو ترمنځ یې ایجاد شوی، شاید د سولې پروسه ګډوډه او د هیواد په تاوان کړي.

خلک ټینګار کوي چې که داسې حالت دوام مومي، شاید بیخي د سولې هڅې یا ناکامې یا داسې سوله د بې اتفاقۍ له امله وتپل شي چې ښايي د هیواد په تاوان وي.

دا غوره بلل کیږي چې ولسمشر غني باید د سیاستوالو له تجریده تیر او سیاستوال باید د خپلو شخصي ګټو پالل یوې خوا ته کړي او پر ځای یې د یوې دایمې او هیواد په ګټه سولې لپاره یوه لوري کې واقع شي، څو دداسې یوې موافقې مخه ونیول شي چې د خپلمنځي بې اتفاقۍ له امله پر افغانانو راتپل کیږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

غازي عابد

تبصره مو ولیکئ