Advertisements
افغانستان سوله سیاست

په افغانستان کې د باعزته او تلپاتې سولې لټه

لیکنه: ياران

لیکنه: ضیاالحق فضلي

اوږده او ویجاړونکې څلوېښت کلنه جګړه، چې د هېواد ټول بنسټونه یې ونړول، ارزښتونه یې له منځه یوړل او ولس یې په هر اړخیز ډول زیانمن کړ، نوره د افغانستان خلکو ته نه یوازې دا چې د زغم وړ نه ده، بلکې په هیچا کې د نورې قربانۍ ورکولو توان نه دی پریښی. ټول هیله لري، چې دغې بدمرغۍ ته د پای ټکی کېښودل شي او جګړو ځپلی ملت د سولې مزه هم وڅکي.

افغان ولس، چې د جګړې اصلي قرباني دی او تر ټولو زیات زیان هم دوی ته رسېږي، د سولې د رامنځته کولو پروسې هر اړخ، شخص او ملاتړې ډلې تود هر کلی یې کړی او له ټولو اړخونو یې غوښتي، چې د ملت د ښېرازۍ او هېواد د سوکالۍ لپاره دې پرته له کوم قید او شرطه پرته سولې ته غاړه کېږدي.

تېرو حکومتونو د خپل واک پر مهال نه یوازې دا، چې د سولې ډېر فرصتونه ضایع کړي، بلکې د یوې پیاوړې ارادې او د ملت د اشدې غوښتنې پر بنسټ یې عمل نه دی کړی. په تېر کې له اوس نه د سولې د ټینګښت لپاره ډېر مناسب بسترونه موجود وو، ځکه د دولت مخالفې وسله والې ډلې تر یوې قوماندې لاندې وې، جګړه ییز تاکتیکونه او وسلې یې پرمختللې نه وې، یوازې له واکه لرې شوې یوې ډلې جګړه کوله او حکومت هم د نړیوالو مرستو او امکاناتو غوښنه برخه په لاس کې لرله او نړیواله ټولنه یې په کلکه تر شا ولاړه وه، کولای یې شوه، چې د سولې ټینګښت په برخه کې د پام وړ اقدامات ترسره کړي. که احیاناً د سولې پروسه یې د حکومت تر پایه نتیجې ته نه وای رسېدلې، نو د راتلونکو حکومتونو لپاره به یوه زمینه سازي او مخالفینو سره سولې ته د رسېدو لپاره ځیني خنډونه او ستونزې له مخې پورته شوې وې، چې له بده مرغه هیڅ داسې کار ونه شو.

د ۲۰۱۴ زېږدیز کال په ټولټاکنو کې واک ته د ولسمشر غني رسېدو سره د سولې خبرې بیا پیل شوې، چې ورسره د ولس د سولې د راتلو هیلې یو څه وغوړېدې او تمه دا وه، چې د جګړې ټولې ښکېلې غاړې به د مذکراتو میز ته حاضر شي، خو څومره چې د عامه ذهنیت له لوري فکر کېده د سولې راوستل اسانه او د لنډې مودې چاره نه ده. د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې داسې بېلګې شته، چې د جګړې پیل اسانه خو درول یې ستونزمن کار دی او سولې ته رسېدل تر دې لا ستونزمن.

ولسمشر غني په خپله تېره پینځه کلنه دوره په ځانګړې توګه په وروستیو دوو کلونو کې د باعزته او تلپاتې د سولې د ټینګښت لپاره د پام وړ کارونه وکړه، چې یو له هغو د مخالفو وسله والو ډلو د واحد ادرس موندل او دوی د خبرو اترو مېز ته حاضرول وو. د دې تر څنګ د مخالفینو په ملاتړو اړخونو هم تر حده فشار راوستل شو، تر څو یې له  افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتو کړي.

طالبان، چې تر ډېره د نړیوالو تر سخت فشار لاندې دي، د حکومت د سولې د وړاندیزونو پر وړاندې بې ځوابه پاتې شوه او بلاخره  د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د شدیدې جګړې سره، سره یې د سولې مذاکراتو لپاره خپل سیاسي استازي معرفي او د سولې خبرې پیل شوې.

امریکا متحد ایالتونه، برېټانیا، ملګري ملتونه، د اروپایي اتحادیه او د افغانستان ګاونډي هېوادونه لکه چین، ایران او پاکستان د افغان سولې د پیل شویو مذاکراتو لوبغاړي وو، چې په مختلفو ځایونو کې یې مختلفې غونډې وکړې، ځینې غونډې داسې هم وې، چې افغان لوري ته پکې د ګډون بلنه نه ورکول کېده او تر پردې تر شا تر سره کېدې.

افغان سیاسیون، چې ځینې یې د حکومت سرسخت سیاسي مخالفین دي، د سولې په مذاکراتو کې تر خپلې وسې لږ مثبت خو ډېر تخریبکارانه نقش لوبولی او د خپلې ګټې پر بنیاد یې د سولې څرخ څرخولی، چې د دوی اصلي غوښتنه له واکه د ولسمشر غني ګوښه کول او د موقت حکومت رامنځته کول و. دوی داسې نقشه جوړه کړې وه، چې د سولې په بهانه به ټاکنې ځنډوي، د واک له خلا نه په ګټې اخیستنې به ځان واک ته رسوي.

په تېرو دوو کالو کې د سولې د ټینګښت په اړه د افغان حکومت، طالبانو، امریکا د متحدو ایالتونو او نورو هېوادونو تر منځ د پام وړ ناستې ترسره شوي، چې د ۲۳ بهرنیو هېواد په ګډون د کابل غونډه، د کابل دویمه ناسته، د افغان سولې لپاره د سعودي عربستان په جدې ښار کې د ۵۸ اسلامي هېوادونو د ۱۰۰ تنو دیني عالمانو ناسته، د قطر د دفتر ناستې، د چین، پاکستان او روسیې ناستې د یادونې وړ دي.

ولسمشر غني د سولې د هرې ناستې په اړه خپل ښه نیت ښودلي او ویلي یې دي، چې که طالبان په واقعي ډول له حکومت سره د سولې هوکړې ته ژمن وي، چمتو دی، چې کابل او یا بل هر هېواد کې ورته سیاسي دفترونه پرانیزي. همدرانګه د افغانستان د سولې د نوې ستراتیژۍ د اعلان پر مهال یې وویل چې حاضر دی، طالبانو سره اوربند وکړي او دا ډله د یوه سیاسي حرکت په توګه ومني، خو طالبانو په یو ډول نه یو ډول د حکومت خبرو ته منفي ځواب ویلی.

د سولې پروسې په خبرو اترو کې د ټولو ننګونو او ناندریو سره سره حکومت او طالبانو ځینې لاسته راوړنې هم لرلې دي، چې د ۱۳۹۷لمریز کال د جوزا ۱۸ د کوچني اختر په ورځو کې درې ورځنی اوربند یې ښه بېلګه ده، خو له بده مرغه طالبانو د حکومت له لوري د اوربند د غځېدو غوښتنه رد او جګړه یې پیل کړه.

ولسمشر غني د سولې د مذاکراتو د پیل له ورځې سولې ته ښه نیت ښودلې و، ځکه ځیني طالب بندیان یې د څرخي پله له زندانه خوشې کړه او طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو لپاره لېواله وو. غوښتل یې سوله د بین الافغاني مذاکراتو پر بنسټ ټینګه شي او دواړه خواوې خپلې غوښتنې په روښانه ډول مطرحه کړي، خو له بده مرغه افغاني منافقینو او ځیني مخربو هیوادونو دا پرویه سبوتاژ کړه.

حکومت د ولس د غوښتنو، افغانستان د نافذه قوانینو، ملي ګټو او ملي ازرښتونو په پام کې نیولو سره د باعزته، تلپاتې او ټوله شموله سولې جدي اراده لرله او اوس هم په دې ټنیګار کوي، چې چمتو دی د ټولو خواوو په ګټه سوله ومني، خو دا چې د پردو تر شا د افغانستان او افغان ولس د سرنوشت په اړه د پردیو له لوري پرېکړې کېږي هیڅ اصیل افغان ته د منلو او زغملو وړ نه دي. ولسمشر غني سولې ته د یوه ډېر ستر ارزښت په توګه قایل دی او غواړي د سوله د یوه تلپاتي میراث په توګه ولس ته په برخه کړي.

سوله د افغان ولس همېشنۍ غوښتنه ده، حکومت د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، د ولس د غوښتنو او تېرو لاسته راوړنو یوه ساتونکي په توګه عمل کوي او د سولې په برخه کې د جګړې د ښکېلو خواوو مشروع غوښتنو ته چې د باعزته او تلپاتې سولې د ټینګښت لامل کېږي، لبیک وایي.

 

 

 

 

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران