قطر او افغانسان کې هوکړې او اندیښنې؛ طالبان، حکومت او خلک باید څه وکړي؟

لیکنه: غازي غابد
نن شنبه د افغانستان د وضعیت اړوند یوه جدا ورځ ده. د قطر پلازمینې دوحه کې او د افغانستان پلازمینه کابل کې جدا جدا راټولیدنې کیږي.
د قطر هوکړه
په دوحه کې نن وسله والو طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه لاسلیک کیږي چې دا هوکړه یوازې د همدې دوو طرفونو ترمنځ ده.
یاده هوکړه وروسته له هغې کیږي چې شا او خوا یو کلن مذاکراتو وروسته د اورکم یا د تاوتریخوالي د کمښت اونۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسیده.
دا اورکم یوازې شپږ ورځې و چې پرون د فبروروۍ پر اتویشتمه یې وروستۍ ورځ وه او نن به تړون لاسلیک شي.

قطر کې د طالبانو او امریکایانو د ناستې انځور

د قطر د نننۍ تړون په اړه افغانان نه پوهیږي چې په دې هوکړه او تړون کې څه دي، کومې مادې ځای پرځای شوی او امریکایان او طالبان سره کومې هوکړې ته رسیدلي دي؟
خو ددې باوجود هم ځیني ټکي چې وخت په وخت رسنیز شوي دا دي چې ددې تړون له مخې به د امریکایي پوځیانو وتل پیلیږي، بین الافغاني مذاکرات به شروع کیږي او د تاوتریخوالي کموالی به دوام کوي…
کابل کې درې اړخیزه اعلامیه
له بله پلوه نن پلازمینه کابل د یوه بل ناستې کوربنه ده. دا د اعلامې لپاره دا ناسته درې اړخیز ده چې د افغانستان، امریکا او ناټو ترمنځ به لاسلیک کیږي.
ویل شوي چې د ناټو سرمنشي ینستولنتبرګ او د امریکا دفاع وزیر مار اسپر کابل ته پر لاره ده، څو د تړون لاسلیک لپاره ځانونه ورسوي.
د اعلامیې موخه
د افغانستان حکومت ویلي چې ددې اعلامیې هدف د افغانسان له امنیتي او دفاعي ځواکونو د نړیوالې ټولنې د ملاتړ ډاډ دی.
ولسمشر غني، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزیر

د دوحې تړون او اندیښنې
په قطر کې نننۍ ناستې ته د یو شمیر هیوادونو استازي او د بهرنیو چارو وزیران هم دعوت شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خو لا پرون قطر ته رسیدلی دی او وخت پر وخت یې له قوله رسنیو سره معلومات شریکیږي.
هغه تازه ویلي چې د پاکستان له سل سلنه همکارۍ پرته د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه ناممکنه وه.
خو د نوموړي په خبرو دلته خلک سخت شکي کیږي، ځکه افغانانو ته تجربو ثابته کړې چې پاکستان هیڅکله داسې ګام نه اخلي چې د افغانستان دایمي سوله او ثبات په کې نغښتی وي.
د پاکستان د پرلپسې راڅرګندیدو او خوښیو داسې ښکاري چې دوی خپلې موخې په ښه ډول پاللي او له دې تړونه خوشحاله دي.
په ټولنیزو رسنیو اکثره افغان ځوانان اوسنۍ مرحله حساسه بولي او ویره لري چې خدای مه کړه د افغانانو پر سر بله کومه معامله ونه شي یا پاکستان ته ور ونه سپارل شي.
بې شکه چې په دې نړۍ کې باید خلک همدومره په تردیدونو کې ډوب شي، ځکه هیڅ هیواد او ډله هیڅ مذهب، انډیوالي، اصول او تګلارې ته اهمیت نه ورکوي، بلکې خپلو ګټو او موخو ته تر ټولو ډیر لومړیتوب ورکوي، اما باوجود ددې هم باید افغانان ځیرک اوسي، ځکه هرڅوک به خپلې ګټې پالي، خو افغان لوري که طالبان دي یا حکومت یا هم ازاد سیاستوال دوی باید د غچ فکر ونه کړي، یو بل سره وبخښي او له دې فرصته په ګټې اخیستنې سره یوه سنګر ته راټول او د مغرضینو ټول سنجول شوي پلانونه او اټکلونه له خاورو سره خاورې کړي.
 
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







وروستي مطالب