افغانستان سرسکالو سیاست کرونا

راپورونه: د پارلمان تقریباً ۷۰ سلنه غړي په کورونا اخته شوي!

د راپورنو له مخې د افغانستان د پارلمان شاوخوا ۷۰ سلنه غړي په کورونا ویروس اخته دي.

د یک ټلویزیون د راپور له مخې له ۶۰ تر ۷۰ سلنې پورې د هېواد د پارلمان غړي په کورونا ویروس اخته شوي.

parliament.jpg

د دې ترڅنګ کابل کې د یوه خصوصي روغتون یوې سرچینې یک ټلویزیون ته ویلې، چې د حکومت او پارلمان یو شمېر غړي روغتون ته د کورونا تشخیص لپاره ورغلي وه، چې پایلې یې مثبتې وې.

د وروستیو معلوماتو له مخې په هیواد کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره او ۳۶۶ ته رسېدلی.

د دې ویروس څخه ۲۱ زره او ۱۳۵ کسان بیرته روغ شوي هم دي.

خو د دې وبا له امله په هېواد کې ۹۹۴ کسان مړه شوي هم دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ