افغانستان ټولنیز ژوند خوندیتوب کورنی ژوند

افغان ماشومان د لیوانو منځ کې

فیسبوک ګورم، د کابل په جنګلک کې په تیشه د وژل شویو ګلالیو ماشومانو له عکسونو چې هر څومره تیریږم بیا هم مخې ته راځي. د درویش دراني دا شعر رایادوي چې:

له مرګه پس هغه ماشوم راځي په خوب کې موږ ته
وايي چې ښه شوه، له لېوانو سره لوی نه شومه

درویش صاحب او دده لوړ هنر ته په ټول درناوي د لېوه تشبیه یې راته ناسمه ښکاري. ځکه لېوان پر خپلو ماشومانو داړې نه سرې کوي.

د حیواناتو په ګڼو فلمونو کې مې کتلي چې ان وږی زمری هم د هوسۍ پر بچیانو کار نه لري او کله ناکله یې د خوندیتوب مسولیت هم پر ځای کوي.

خدای خبر زموږ پر ټولنه د وحشت او جنون کوم باد رالګیدلی چې ان له وحشي ژویو هم ډیر څیرونکی او خونکار یوو. زموږ په ټولنه کې انساني ضمیرونه چا برمته کړي چې هره ورځ د وینلړلو ماشومانو جنازې پورته کوو چې یا جنایتکارو وژلی وي، یا د وحشي انسانانو د جنسي هوس ښکار وي، یا د طالبي جهاد چاودنو په وینو لړلي وي، او یا د دولت او امریکايي ځواکونو د ترهګرۍ ضد مبارزې په وینو سره کړي وي.

د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۵ کال راهېسې په جګړو کې یوازې دولس نیم زره ۱۲۵۰۰ماشومان وژل شوي. یوازې د تیر میلادي کال په لومړنیو نهو میاشتو کې دوه رزره څلور سوه ماشومان په جګړو کې وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

خو یوازې جګړې نه دي چې د افغان ماشومانو ژوند یې تریخ کړی. دا بد نصیبه ګلابونه له کور نیولې، په لارو کوڅو، ښوونځیو او کارځایونو کې له بیلابیلو پېښو؛ ځورونو، وژنو، تښتونو او شکنجو سره مخ دي.

ماشومان د انسان تښتونې لومړني قربانیان

په افغانستان کې انسان تښتونه په یو کاروبار بدله شوې. له بده مرغه چې قربانیان یې ډیر ماشومان دي. دوی یا د کورنیو څخه د پیسو تر لاسه کولو په بدل کې تښتول کیږي، یا د بدن د غړیو د قاچاق او یا نورو بوږنونکو اهدافو لپاره.

د انسان تښتونې د پدیدې په اړه د افغانستان د امنیتي ادارو او محاکمو کمزورې چلند، دې برخه کې د یو هدف لرونکي منظم پلان نشتوالی او اداري فساد ددې سبب شوی چې ماشوم تښتونه د یوې ناوړې پدیدې په توګه له یوې ورځې بللې ته پراخه شي.

پر حکومتي ادارو د کورنیو بې باوري ددې سبب شوې چې خلک ګڼې پېښې حکومتي ادارو ته راپور نه کړي، یا یې پټې هواروي او یا تر هغې پاتې وي څو یې چې د ماشوم مړ جسد وموندل شي. همدا اوس د ورکو ، تښتول شویو او نادرکو ماشومانو سلګونه دوسیې د کابل په شمول د بیلابیلو ولایتونو په امنیتي ادارو کې پرتې دي. ښايي د هغو ماشومانو شمیر چې همدا اوس د تښتونکو په منګولو کې په تیاره زیرخانو او څاه ګانو کې پراته دي ډیر زیات وي، ځکه چې کورنۍ له تښتونکو سره په تماس کې دي او پر حکومتي ادارو باور نه لري چې خبرې یې کړي.

ګڼې امنیتي ادارې په سیمه کې انسان تښتونکي بانډونه او ډلې پیژني او که وغواړي ددې ډلو شمیر کمولی شي، خو فساد، بې کفایتي او څوکۍ ساتل ددې سبب کیږي چې ماشومان تیاره څاه ګانو کې وي او تښتونکي یې د ښارونو کوڅو کې ازاد وګرځي.

په کور، ښونځیو او کارځایونو کې ماشوم ځورونې

له جنګ جګړو او جنایتکارو بانډونو ور اخوا افغان ماشومانو په خپلو کورنو کې هم خوندي نه دي. بلکې په کور کې د کورنۍ د غړیو له تاوتریخوالي، وهلو ډبلو، ناسمو امکاناتو، بې وزلۍ او جبر سره مخ دی. په ښوونځیو کې د ښوونکو له ناسم چلند په ځینو مواردو کې ربړونې او ځورونې سره مخ دي. هغه ماشومان چې بې وزلۍ اړ کړي کار وکړي، په کار ځایونو کې د خپلو کار فرمایانو، استادانو او نورو لویانو له ځورونو، رټلو، وهلو ټکولو، جنسي ازار او اذیت سره مخ دی او په مدرسو کې د ملایانو له شکنجې کړیږي.

خو موږ دې ټولو قضیو ته رډ رډ ګورو، لکه ضمیرونه مو چې باد وړي وي، لکه وجدانونه مې چې پلورلي وي او لکه له ایمانونو چې خلاص شوي یوو.

نه مو پر ماشوم د شفقت او مهربانۍ په اړه پر اسلامي لارښونو باور پاتې دی، او نه مو د بشري نړۍ پر هغو اصولو باور پاتې دی چې د ماشوم په وړاندې هر ډول تاوتریخوالی، شکنجه ربړونه او درانه کارونه جرم ګڼي.

کورنۍ او ټولنه کې ماشوم ځورونه

د ماشوم په وړاندې زموږ بې مسولیتې له کورنۍ پیلیږي. زه په اروپا کې اوسم، دلته دا هېواد چې زه په کې اوسم، ما په کې په تیر ۱۵ کلن ژوند کې پر لار یوازې روان ماشوم نه دی لیدلی. دلته سره له دې چې د نړۍ یو له خوندي او امن هیوادونه څخه دی، هیڅکله یوه کورنۍ دا خطر نه اخلي چې خپل ماشوم یوازې ښوونځي یا بازار ته واستوي. پر ماشومانو د کار کولو خو سوال نه پیدا کیږي.

زموږ په ټولنه کې زه دا منم چې د کورنیو شرایط داسې نه دي. خو بیا هم موږ د خپلو ماشومانو د خوندیتوب او هوساینې په اړه ډیر کم پام کوو او خپل شته امکانات په سمه توګه ددوی د هوساینې لپاره نه کاروو.
وړه بیلګه يي:

ډیرې کورنۍ به مو لیدلي وي چې د کور لوی به په توده خونه کې پر بستره ډه ډه وهلې وي، تیاره ماښام به ماشوم بهر ته په سودا پسې استوي، او په دې توګه هغه له سل رنګه ننګونو او خطرونو سره په لوی لاس مخ کوي.

د ماشومانو، وهل رټل، شکنجه خو پر ځای پریږده. په دې اړه خو زموږ یوازې دا متل کفایت کوي چې ” چیرته ډب، هلته ادب“

ماشومان یوازې ښوونځي او نورو کارونو پسې بهر استول، هغوی د تښتونکو او ځورونکو له خطر سره په مستقیمه توګه مخ کوي. که د کورنۍ لویان پر ځان لږ سخته تیره کړي، کولی شي خپل ماشومان تر ښوونځي بدرګه کړي. بهر ته ورسره د لوبو لپاره ولاړ شي او هغوی له دکانونو او بازار څخه په سودا استولو پسې وانه ستوي.

همدارنګه ماشومانو په وهلو ډبولو جومات ته استوو چې ملا صاحب سره سبق ووايي، خو بیرته یې نه څارو چې ملا صاحب زموږ له ماشوم سره څه ډول چلند کوي. ښوونځي ته پسې نه ورځو چې له ښوونکي یې وپوښتو ماشوم څنګه دی؟ یا د ښوونکي چلند ورسره څنګه دی. بس ماشوم راوړلو کې تکړه یوو، خو نور یې د خدای په هیله پریږدو او په وړاندې یې خپل مسولیت په سمه توګه نه ترسره کوو.

همدارنګه په ټولنیزه توګه هم د ماشومانو په وړاندې مهربان خلک نه یوو، او د ماشومانو جسمي، رواني او ذهني سلامتي راته چندان مهمه مسله نه ښکاري، بلکې ډیر داسې موارد راته عادي چې په نوره نړۍ کې د ماشوم ځورونې شدید موارد بلل کیږي او یو څوک پرې کلونه کلونه زندان ته استول کیږي.

حکومت او د ماشومانو په وړاندې یې بې مسولیتي

همدا نن چې په فیسبوک کې د جنګلک د وژل شویو ماشومانو عکسونه لاندې باندې کیږي، له ارګ څخه په خپرو شویو تازه عکسونو کې ولسمشر ښکاري چې یو ګلالی ماشوم یې غیږ کې نیولی دی.

له ماشومانو سره د ولسمشر غني دا مینه خوندوره ده. خو ده ته باید ور په زړه شي چې کار یې یوازې له ماشومانو سره د عکسونو اخیستل او د هغوی ښکلول نه دي، بلکې په افغانستان کې د ماشومانو لپاره له هره پلوه یو خوندي چایپریال جوړول یې اساسي مسولیت دی.

ځئ د طالبانو په چاودنو کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې مسولیت به طالبانو ته پریږدو، که څه هم مخنیوی یې د حکومت دنده ده. دا چې ماشومان په کلیو کې په حکومتي چاپو او بمباریو کې وژل کیږي، او یا د حکومت تر واک لاندې سیمو کې د جنایتکارو ډلو له خوا وژل کیږي، تښتول کیږي، د بدن غړي یې قاچاق کیږي، ددې پېښو مخنیوی د حکومت مسولیت دی. او حکومتي ادارې په دې برخه کې کافي امکانات او وسایل لري. خو بې پروايي، بې مسولیتي، فساد د افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره، په سمه توګه د شته امکاناتو د کارولو مخه نیسي چې د زغم وړ نه ده.

په تیرو څو کلونو کې د ماشومانو په اړه د بوږنونکو جنایاتو ګڼې پېښې رسنیزې شوې، حکومت د عاملانو د نیولو ژمنې وکړې، خو څه موده وروسته هېرې او د ګوتو په شمار څو قضیې تعقیب شوې چې هغه هم د خلکو د احساساتو تر کمیدو وروسته د محاکمو په دوسیه بازیو کې نادرکه شوې.

د ماشومانو د خوندیتوب لپاره څه پکار دي

لومړۍ خو باید کورنۍ هومره ماشومان راوړي چې سم یې پاللی شي، د ډیرو ماشومانو زیږول او په کوڅو کې پرېښودل له هغوی سره ظلم دی. بیا باید کورنۍ په داسې ټولنیزو شرایطو کې چې ماشومان په کې له هر پلوه، د تښتونې، جنسې ځورونې او نورو خطرونو سره مخ دي، د خپلو ماشومانو خوندیتوب او سلامتي لومړني مسولیت وبولي.

ماشومان باید له څارنې او ملتیا پرته یوازې بهر وانه ستول شي. ښوونځیو ته د تګ پر مهال باید لویان خپل ماشومان بدرګه کړي.

په کور کې خپل ستړیا او ذهني ستونزې په ماشوم ربړونې مه تماموئ. کورنۍ باید د ماشومانو له وهلو ډبولو ډه ډه وکړي. دا وحشیانه کار دی او انساني ضمیر یې نور نه قبلوي.

هلته چې ماشومان استوئ، که ښوونځي ته وي، که مدرسې ته وي، که د مسلکي زده کړو کوم مرکز ته وي، که کوم مستري سره کار کوي، باید ویې څارل شي، چې له څه ډول خلکو سره مخ دی، او څه ډول چلند ورسره کیږي.

په ټولنیزه توګه هم باید موږ په ټولنه کې یوازې د خپلو نه بلکې د هر ماشوم د خوندیتوب په اړه د مسولیت احساس وکړو. که ګومان کوو یو ماشوم له خطر، ربړونې، شکنجې او ځورونې سره مخ دی، باید د مخنیوي لپاره یې له اصولي لارو کار واخلو او بې تفاوته پاتې نه شو.

حکومتي لوری تر ټولو لوی مسول دی

حکومت باید د ماشومانو د خوندیتوب په برخه کې ټولنیز او مدني فعالیتونه وهڅوي. د هغو ادارو د کارونو شفافیت او موثریت وڅاري چې د افغان ماشومانو سره د مرستو په نوم فعالیت کوي او په دې برخه کې نړیوالې مرستې لګوي.

افغانستان کې د ماشومانو په وړاندې د جنایتونو لوړې کچې ته په پام باید د کمولو لپاره یې، استثنايي او سخت قوانین وضعه شي او په سرغړونکو د داسې پروسو له لارې چې چټکې او موثرې وي عملي شي.

امنیتي او قضايي ادارې باید د ماشومانو په وړاندې د زور زیاتي په پېښو کې تر نورو جدي او چټک عمل وکړي، پېښې باید هېرې نه شي او تر پایه تعقیب شي او ماشوم وژونکي، ځورونکي، تښتونکي او ربړونکي باید پوه شي چې د خلاصون لاره نه لري.

ان په دې برخه کې علني محاکمې وشي. پر مجرمانو شوي پریکړې رسنیزي شي او په عمومي توګه یو داسې پیغام واستول شي چې د ماشومانو سره د خشونت په وړاندې هیڅ ډول زغم نه شته.

دا به مرسته وکړي چې زموږ د ټولنې ماشومان که بشپړ خوندي نه وي، په نسبي توګه په خوندي چاپیریال کې ژوند وکړي او د لیوانو منځ کې راستر نه شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پاڅون بهرام خیل