سپورټ

د معلولینو افغان لوبډله نن د هندۍ لوبډلې خلاف د ۵ لوبو لړۍ پیلوي !

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د هندوستان ممبيي ته د یو شمیر سیالیو د ترسره کیدو په موخه په سفر تللې، چې نن یې د ۵  لوبو د لړۍ لمړۍ پیل کیږي.

 د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبډله به د روانې ډیسمبر میاشتې له ۹ مې نېټې څخه تر ۱۷ پورې د خپلې سیالېهندۍ معلولینو کرکټ ملي لوبډلې خلاف په درې ۲۰ اوریزه او دوه ۵۰ اوریزه سیالیو کې ولوبیږي.

د کرکټ بورډ په وینا د افغان لوبډلې دغه سیالیو ته د لا ښه تیاریو په موخه په کابل کې تمریناتي کمپ هم پیل شوی و او بیا هند ته د سفر خبره کړې.

 د معلوماتو پر اساس د لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ وروسته به دویمه ۲۰ اوریزه لوبه د همدغه میاشتې په ۱۱ او دریمه ۲۰ اوریزه لوبه به په ۱۳ مه نیټه ترسره شي.

همدا راز د دوه ۵۰ اوریزه سیالیو لمړۍ به ډیسمبر په ۱۵ مه او دویمه سیالي به په ۱۷ مه نېټه ترسره شي، چې ورسره به دغه لړۍ هم پای ته ورسیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احسان الله ساپی