هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
سیاست

په جهاد، برباد ولس، کومه ورځ ونمانځي؟

يوې ډلې پخوانيو داړه‌مارانو، ښکرورو او زورورو اوس بيا پکولونه تر څټه کش کړي دي، څو شوړېدلي نومونه اخلي، د يوې بدنامې او بدمرغې جګړې کيسې کوي، د ځينو سترګې نه‌شته، د چا غوږونه پرې دي، څوک په لاسو شل دي او د ځينو پوزې پرې دي، د جهاد او مقامت په نامه د خپلو پرې شويو اندامونو پر ډېران ناست دي او د برياليتوب نغاره ډنګوي.

د پخواني شوروي ځواک لښکرې يې شړلې، وطن يې ازاد کړی، حتا نورو هېوادونو ته يې ازادي اخيستې ده.

سرې لښکرې چا راوستې، چېرې روانې وې، چا يې پښو ته ځولنې ورواچولې، بېرته ولې وګرځېدې، اوس چېرې دي، خان په هيڅ نه دی خبر، يوازې چا ورته ويلي چې ته تر زمري غاښور يې، تر سپي وفادار يې، تر باز تېره مښوکه لرې، وخوره خپل ورور، وڅيره د خپلې مور ګېډه، ونړوه دا پر خپل سر ولاړه جونګړه او بيا خان د خرتوبي او حماقت انتها وکړه، اوس لکه ټپوس د مرادرې مړزګې پر څيرلې خېټه ناست دی، په خپلو پښو پسې نښتې مرداري شکوي او کال په کال شخوند ورباندې وهي.

دوه ميليونه شهيدان په خوله يادېږي، دوه برابره همدومره ژوبل، کنډې کپر او دره په دره مليونونه نور، په ميليونونو وطن پرېښود، په ميليونونو کونډې او يتيمان تر اوسه د جهاد!؟ له لاسه د فقر تر کرښه لاندې ژوند تېروي، وطن ټوکر ټوکر شو، ادارې يو په بل پسې ونړېدې، د سلو کالو جوړه اردو له منځه ولاړه، هر څه صفر شول. دا جهاد و، دا د اوسنيو ژونديو اتلانو وطن دوستي!

په ۱۳۷۱ کال کې افغان وسله‌وال پوځ، چې له ملي پوځ، ملي پولیسو، ملي امنیت، هوايي ځواک، زرهي ځواک، کشفي ځواک، سرحدي ځواک او ځمکني ځواک څخه جوړ و؛ لاندې وسلې او پوځي وسایل لرل چې هر څه د جهاد د سر صدقه شول.

سپکه او درنه وسله؛ یو میلیون ميله، جګړه‌يیز او زرهي ټانګونه؛ تر دوه زره او پنځه سوه چینو ډېر، جګړه‌يیزې شوبلې او زرپوښونه؛ تر درې زره چینو او عرادو ډېر، توپونه یانې هوان، زیګو-ایک او ده شکه؛ شپږ لکه دانې، ټرانسپورټي وسایط؛ نهه ویشت زره عرادې، سېکاف او لوجیسټيکي مخابرې؛ اته څلوېښت زره پایې او عرادې، جنګي الوتکې لکه بم‌غورځن جیټونه، ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې؛ پنځه سوه شپېته وزره، اوږد واټن ویشتونکي لارښودوړ سکارټ توغندي؛ اته دستګاوې، اوږد واټن ویشتونکي لونارډ او اورګان توغندي؛ اته ویشت دستګاوې، له ځمکې څخه هسک رایکټیو توغندي؛ یو لک فایره، د ډول ډول وسلو مهمات؛ تر یو لک ټنه ډېر، په ډېپوګانو کې دل زړې وسلې؛ تر یو لک میله ډېرې، د وسلو رغنځي يا د ترمیم فابریکې؛ شپږ سترې فاریکې، د وسلو او پوځي وسایطو پرزې؛ د پنځه میلیارډه ډالرو په ارزښت، په ټولو قطعاتو کې د یوه کال له‌پاره زېرمه شوي خوراکي توکي، روغنیات او البسه.

دا يوازې هغه څه وو چې د پوځ په اختيار کې وو، هغه نور تاوانونه چې ولس ته واوښتل، د هغو حساب لا تر اوسه چا نه دی کړی.

بده دا ده چې د دغو بدمرغو انسانانو جهاد په هېواد کې د ورور وژنې، لوټ، تالان، چور، فساد، کورنۍ جګړې، کرکې، تبعيض او خوشونت ناولي زړي وکرل، ملي اساسات، ملي څلي، ملي حاکميت، ملي تماميت، ملي اتلان، هر څه يې يو په بل پسې مسخره کړل، باور يې له منځه يووړ، دود، رواج، کلتور، عنعنې، څلي، کاڼي، اصول، پر هر څه يې ناړي تو کړې او اوس ناست دي، د خپل حماقت کاليزې نمانځي.

جهاد تېره توره ده، خو دوی د لاستي نه، د خنجر تر خوا نيولې ده.

دوی اسلام ګاټه، خو مسلماني يې وبايلله، انسانيت يې وبايله، وجدانونه يې زيندۍ کړل، د يوه او بل تر لړمونو يې تورې وايستې او دا لړۍ لا په درز کې دوام لري.

که دوی جهاد نه کولای، اوس به له کابل څخه کندهار، له کابل څخه مزار او کابل څخه هرات ته مسافر اسوده په مېټرو کې تلل، ناموس به خوندي وو، عزت به نه لوټل کېده، جوماتونه به د ځانمرګيو له لاسه نه نړېدل، په لېرې پراته کلي کې به د کليوال د کور بغل ته ښوونځی وای، لږ هاخوا به پارک، رغتون او وړکتون ودان وای، برق به يې درلود، په ګاز به تودېدل، ماشومان به يې نه اختطاف کېدل، مرګ نه به وای، هر سړي به په ډاډه زړه د خدای عبادت کولای، مېندو به ماشومان د مرګ له‌پاره نه زېږول، وطن به د ګاونډيو تر يرغل نه وای لاندې، پاسپورټ به مو اعتبار درلودای، موږ به په نړۍ کې د انسان هومره حق او عزت درلودای. خو هر څه همدغو بدمرغو د جهاد په نامه لوخړه کړل.

اوس چې مسافر په سه‌صدو سه کې تر ميدان‌وردګ نه شي تېرېدای، دا هغه اسلام دی چې دوی ګاټه؟

اوس چې مو يو لوېشت روغ سړک په وطن کې نه‌شته، دا هماغه اسلام دی؟ دا خيالي ښوونځي، اداري فساد، د مافيا ناکردې، وحشت، له ښځو غوږونه او سينې پرېکول، پر ماشومانو ډزې کول، وطن ورانول، پلونه او کلينکونه الوځول، د شتمنو اختطافول، سل او شل نورې بې‌ناموسۍ، دا هماغه اسلام دی چې همدې مردارخورو موږ ته ګاټه!؟

رښتيا خبره دا ده چې په افغانستان کې پر ټولو سپېڅليو څليو متيازې شوې، فساد يې د جهاد په بوخڅه کې نغښتی او پر ولس يې د سپېڅلې جګړې په نوم تېروي.

موږ ته د سپېڅلي په نامه هيڅ شی نه دي راپاتې. دا ورځې نمانځل، دا شنې چپنې پر اوږو کول، دا پکولونه تر څټه کشول، دا چهارخانه‌يي رومالونه تر غاړو تاوول، دا موقتي استبداد دی چې پر وطن تپل شوی.

موږ که ايمان تېر نه کړ، راتلونکی نسل به دا مېړانه خامخا وکړي چې پر اوسنيو خېټور، ښکرورو او غاښورو باندې به لعنت ووايي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */