د پکتیکا جلغوزیو کې پام وړ زیاتوالی؛ افغان بودجې ته ۱،۲ میلیارده ډالر زیاتولی شي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

راپور: بشر درویش
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د جلغوزیو د ونو حاصلات او غوټې ته په کتو به سږکال ددې ولایت د جلغوزیو په حصالاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.
د افغانستان د کرنې وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې؛ د پکتیکا د کرنې ریاست په دې ولایت کې د جلغوزیو د حصلاتو د زیاتوالي په پار هلې ځلې کړي.
یاد وزارت ویلي چې ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «ګیان، زېړوک، سروبي، سروضه او اورګون» کې د جلغوزیو او چهارمغزو د ځنګلونو د بیارغولو په پار یې کورني قوریې جوړې کړي دي او یو شمېر قوریه لرونکو ته روزنیز پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.
83063686 3346257288732181 2978473476687312713 n د پکتیکا جلغوزیو کې پام وړ زیاتوالی؛ افغان بودجې ته ۱،۲ میلیارده ډالر زیاتولی شي
د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی زاهدالرحمن وايي:

«په تېرو شپږو کلونو کې لومړی ځل دی، چې په دې ولسوالۍ کې د جلغوزیو ونې په پراخه کچه غوټې نیولي دي. ددې ولسوالۍ د جلغوزیو سږنۍ حاصلات به د نور کلونو په پرته د پام وړ ډېر شي.»

افغان جلغوزي او نړیوال مارکیټ

پکتیکا د افغانستان د جلغوزیو او چارمغزو د ځنګلونو له برخمنو ولايتونو څخه دي، چې د دغو ځنګلونو یوه برخه له منځه تللې، خو اوس د کرنې وزارت د جلغوزیو ځنګلونو د بيا رغونې په هڅه کې دي.
دوه کاله وړاندې دغه ولایت کې ۱۲زره ټنه جلغوزي تولیدل شوي ول.
37800C0F 2BCE 4FF5 B23B د پکتیکا جلغوزیو کې پام وړ زیاتوالی؛ افغان بودجې ته ۱،۲ میلیارده ډالر زیاتولی شي
د افغانستان جلغوزي یو شمیر ولایتونو کې په پراخه کچه حاصل ورکوي، خو د پکتیکا، پکتیا او خوست کې تر ټولو په لویه کچه جلغوزه کیږي او اوس وخت کې ورته د نړیوال مارکیټ زمینه هم برابره شوې ده.
په ۱۳۹۷هـ کال کې افغانستان له اروپا، هند، چین او یو شمیر نورو هیوادونو سره هوايي دهلیزونه پرانیستل شول چې دا د نړۍ مارکیټ ته د افغان جلغوزیو د لیږد لپاره ګټور یاد شوي.
په ۱۳۹۷هـ کال افغان ولسمشر اشرف غني د لړم ۱۵ مه د جلغوزیو ملي ورځ نومولې ده.
د راپورونو له مخې د افغانستان د جلغوزیو حاصلات تر ۳۵ زره میټریک ټنه پورې رسیږي.

EA01E251 124B 4094 9546 3FE89454F461 w650 r1 s د پکتیکا جلغوزیو کې پام وړ زیاتوالی؛ افغان بودجې ته ۱،۲ میلیارده ډالر زیاتولی شي
کابل کې د جلغوزیو د پروسس فابریکه

یوه افغان سوداګر په ۱۳۹۷هـ کال کې په کابل کې د جلغوزیو د پروسس په نړیواله معیار برابره فابریکه هم پرانیستې ده، چې ویل کیږي د سیمې هیوادونو کې ساری نه لري.
دوه کاله وړاندې د حکومت د یوه شوي اټکل له مخې چې د جلغوزیو ښه بازار ۱،۲ میلیارده ډالر د حکومت بودجې ته زیاتولی شي.
خو له دې سره سره افغان سوداګر تر ډیره انديښنه لري چې پاکستان د افغانستان جلغوزي په نړیوال مارکیټ کې په خپل نوم پلوري چې د مخنیوي لپاره به یې باید نورې جدي هڅې هم وشي.