تر سریز مخکې افغان کرکټ لوبډلې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

لیکنه: محمد صابر حمیدي

د افغان او ایرلنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو نړیوالو لوبو مخکې پرون شنبه تمریناتې لوبه ترسره شوه، چې پکې افغانانو په ۲۲ منډو توپیر ایرلنډیانو ته ماته ورکړه.

د لوبې حال

افغان کرکټ بورډ وایي، چې افغان ايلېون لوبډلې پرون د ايرلنډ پر وړاندې په يوې تمريناتي لوبه کې د ۲۲ منډو په توپير بريا خپله کړه.
په دغه تمریناتي لوبه کې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه، چې په ترڅ کې يې په ۴۴,۱ اورونو کې د ټولو ويکټو په سوځېدو سره ۲۶۳ منډې وکړې.
ایرلنډ ته یې هدف د ۲۶۴ منډو وټاکه.
د افغان لوبډلې لپاره حشمت الله شهيدي ۶۰، رحمن الله ګربز ۵۹ او نجيب الله ځدران بیا ۵۳ ډېرې منډې وکړې.

کله چې د ایرلنډ کرکټ لوبغاړي د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شول، نو د لوبې په ۴۴،۴ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۱ منډې جوړي کړې او په ۲۲ منډو یې ماته وخوړه.
ایرلنډ ته ټېکټور ۴۲، اډاير او کمپهر هر يوه ۳۹ منډې وکړې.

سيد شېرزاد او شرف الدين اشرف د ایرلنډ درې-درې او محمد نبي او ګلبدين نايب بیا هر‌ یوه دوه لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې افغان او ایرلنډ کرکټ ملې لوبډلې د دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو لړۍ د راتلونکې پنجشنبې په ورځ پیل کړي.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.