په افغانستان کې شخصي روغتونونه – مصطفی سالک

نن په فیس بوک کې د خوست ولایت د غرغښت تلویزیون د خبریالانو د ماتو شویو وسایلو انځورونه خپاره شوي دي.
دا وسایل چا زورواکي یا نا مسووله وسلوالو نه دي مات کړي بلکې د یوه شخصي روغتون ډاکټرانو له دې کبله مات کړي چې ددوی نادودې یې ثبتولې، ډاکټرانو پر دې هم بسنه نه ده کړې بلکې د راپور له مخه خبریالان وهل شوي هم دي.
د خوست کیسه د ټول افغانستان کیسه ده د افغانستان اکثره شخصي روغتونونه د چور په مرکزونو بدل شوي دي، د یوه عادي مرض د تشخیص لپاره ۱۰زره او ۲۰ افغانۍ فیس اخلي خو بیا هم د ناروغۍ په سم تشخیص کې پاتې راځي.
زه به درسره خپله یوه شخصي تجربه شریکه کړم؛ زوی مې په کابل کې یوه شخصي روغتون ته وروست تر معایناتو وروسته یې وویل چې د ماشوم ګوردې خرابې دي، زرګونه افغانۍ یې واخستې او یو پنډ درمل یې ورکړل، ویل یې چې دا درمل یې وخوړل بیا یې راولۍ سر به مو څه خوږوم نږدې یو کال دې روغتون زما جیبونه ولوټل بیا یې وویل ستا د زوی معاینات کوم بهرني هیواد ته استوو زموږ پرې د سرطان شک راغلی له پښو مې ځمکه وتښتیدله ما مې زوی پاکستان ته بوتلو او په یوه روغتون او یوه شخصي کلینیک کې مو د هغه ټول ټسټونه او معاینات وکړل پایله دا راووته چې ماشوم روغ رمټ دی او هیڅ ډول تکلیف نلري ډاکټر چې رخصتولو ورته مې وویل ډاکټر صیب څه درمل خو ورته ولیکه ډاکټر راته وویل چې ناروغ نه دی نو درمل د څه لپاره ولیکم.
کورته راغلو بیا مې نه زوی شکایت کړی او نه یې ډاکټر ته اړتیا پیښه شوې ده.
د افغانستان د شخصي روغتونونو وسایل هم تر ډیره زاړه او له کاره لویدلي دي بهرنیان د افغانستان روغتونونو ته نوي وسایل ورکوي چې د یوې معلومې مودې لپاره کارول کیږي بیا دا وسایل په شخصي روغتونونو پلورل کیږي دوی بیا تر هغې کاروي چې د غورځولو شي.
او همدغه یې یو لامل دی چې شخصي روغتونونه د ناروغیو په تشخیص کې پاتې راځي.
بله ستونزه داده چې شخصي روغتونونه د ګاونډیو هیوادونو یو شمیر نرسان راولي او خلک په دې تیرباسي چې ګواکې په بهرنیو ډاکټرانو د خلکو درملنه کوي.
یوه ورځ مې تیلیفون ته زنګ راغی چې اوچت مې کړ د ښځې غږ و ویل فلانۍ شاعره یم هغه په پیښور کې به چې د شاعرۍ د اصلاح لپاره دفتر ته درتلم، ورته مې وویل په کابل کې څه کوې ؟ د یوه شخصي روغتون نوم یې واخیست ویل هلته ډاکټره یم؟ ما ورته وویل چې ته خو ډاکټره نه وې! ویل د څو میاشتو لپاره مې طبي کورس ولوست او راغلم په کابل کې ډاکټره شوم.
خدای شته ډیر خفه شوم څه موده وروسته مې هوډ وکړ چې دا ښځه په امنیتي ځواکونو ونیسم ځکه زموږ خویندې میندې به ورځي چې بهرنۍ متخصصه ده او هغه یوازې یوه شاعره ده.
خو قسمت یې ښه و په فیسبوک کې یې راته ولیکل چې بیرته اسلام اباد ته تللې یوه تلویزون کې کار کوي او یوه سندره یې هم ویلې ده، د خپلې سندرې ویډیو کلیپ یې هم را استولی و.
ډیری ناروغان چې هند، پاکستان او نورو هیوادونو ته ځي یو غټ لامل یې همدغه شخصي روغتونونه دي ناسم تشخیص کوي او حالت یې دومره خرابوي چې خلک مجبوریږي اونۍ اونۍ د ویزو لپاره د بهرنیو سفارتونو ته تیرې کړي تر سپکاویو وروسته ویزې تر لاسه کړي خپل ناروغان بهر ته بوځي او د ډیرو لګښتونو په کولو یې درملنه وکړي.
د افغانستان روغتیا وزارت مسوول دی چې شخصي روغتونونه وڅاري وسایل یې وګوري او د ډاکټرانو له وړتیاوو یې ځان خبر کړي ګنې دا ستونزه به د وخت په تیریدو نوره هم ستره شي چې بیا به یو ناورین وي.