
راپور: بشر درویش
د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ويډيو کنفرانس له لارې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه غونډه پرون مازدیګر په ارګ کې جوړه شوه.
ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګریزې ودې او بې وزلۍ راکمولو په چارو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د رهبرۍ شورا نورو غړو هم حضور درلود، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د افغانستان د سرحدي قواو د پیاوړتیا او لا مسلکي کېدو په اړه هراړخیز بحثونه وشول.
خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو مسوولینو د ایران د یزد ښار د هغې پېښې چې د څو تنو افغان کډوالو د مړینې لامل وګرځېده او په هغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د خپلو وروستیو معلوماتو راپور وړاندې کړ.
ارګ ویلي؛ دغه راز پرېکړه وشوه چې ژر به یو لوړ پوړی افغان پلاوی د ذکر شویو ستونزو د هراړخیز اواري لپاره ایران ته سفر او له ایراني چارواکو سره پرې مفصل بحث او خبرې وکړي.
ویل شوي؛ د یاد پلاوي د سفر موخه په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو څېړل دي چې افغان حکومت یې د حل په موخه لازمې برنامې عملي او موثر تدابیر ونیسي.
ارګ زیاته کړې؛ د غونډې په پای کې ټینګار وشو چې د افغانستان سرحدي قواوې دې د هیواد په ټولو سرحدونو کې د قاچاق د مخنیوی په موخه خپلې دندې سمې ترسره کړي.
له افغان مسافرو سره وروستۍ پيښې
په دې وروستیو کې ایران کې له افغان کډوالو سره دوه بدې پيښې وشوې چې په ترڅ کې یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او څه ورک شول.
دا په دوو ورځو کې دویمه پرلپسې ناسته ده چې افغان حکومت یې په ایران کې له افغان کډوالو سره د شویو پيښو په اړه کوي.
له دې سره سره پر افغان حکومت نیوکه ده چې نه دی توانیدلی، داخل کې خپلو خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، بهر په ځانګړي ډول ایران کې د هغوی د حقونو پوښتنه وکړي او د وروستیو پیښو جدي څیړنه وکړي.
دا چې حکومت دوه ځل ایران ته د یادو پيښو د څیړلو په اړه د یوه لوړپوړي پلاوي د لیږلو خبر ورکړی دی، وبه لیدل شي چې تر کومه حده وروستۍ بوږنوونکې پيښې څیړل کیږي او ورته رسیدنه کیږي.