سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د نړۍ د بیرغونو له امله د انګلستان رنګین اوړی؛ افغان بیرغ به یې ښکلازیاته کړي

د نړیوال جام پر مهال به د افغانستان د درې رنګه بېرغ ترڅنګ د نهو نورو هېوادونو رنګارنګ بېرغونه یوه ننداره جوړه کړي، د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي چې انګلستان د نړیوال جام کوربه دی او دا هېواد به یو رنګین اوړی یا دوبی ولري.

د کرکټ نړیوالې شورا د لوبډلو په تجربه او نورو اړخونو هم رڼا اچولې، دوی له سرلیک وروسته لیکلي، چې سریلانکا ډېر کم، تجربه کار لوبغاړي د نړیوال جام لپاره اعلان کړي، دې شورا یواځې ویلي ملېنګا، چې ۳۵ کاله عمر لري، سورنګا لکمل ۳۲ کلن او انجلیو متیوز ۳۱ کلن هغه لوبغاړي دي، چې تجربه یې لږ ښه ده. دوی د نړیوالو لوبو تجربې لري او یواځې همدوی به د سریلانکا لپاره ډېر اغېزناک وي.

د کرکټ نړیوالې شورا د جیون مېنډس لوبو ته اشاره کړې، چې هغه د ۲۰۱۵ م کال را په دېخوا د لوبډلې لپاره په نړیوالو لوبو کې بېټ نه دی پورته کړی او لوبه یې ښایي مثبت اغېز ونه ولري.

سریلانکا په ۱۹۹۶ م کال کې نړیوال ۵۰ اوریزجام ګټلی و او اوس په خورا لوېدلي حالت کې ده.

سهیلي افریقا، انګلستان او اسټرالیا
انګلستان په یو ورځنیو لوبو کې لومړی مقام لري او د نړیوال جام کوربه هېواد هم دی؛ خو دې لوبډلې خپل پیاوړی اوپنر الېکس هېلس د نشه یي توکو د کارونې له امله له لاسه ورکړ.

خو دا لوبډله لا هم د جېسن رای، جاني بېرسټو، جو روټ، ایئن مورګن او جاس بټلر په څېر ځواکمن توپ وهونکي لري او کولای شي په خپلو ویشتن ځایونو د نورو لوبډلو بالران وټکوي.

بلو سهیلي افریقا د ۳۶۰ لوبغاړي ( ای بي ډیویلیرس) په نشتون کې لوبډله اعلان کړې، دا لوبډله اوسمهال په یو ورځنیو لوبو کې څلورم مقام کې ده او د لومړي ځل اتلولۍ په پار د هاشم امله په شتون کې لوبډله ازمایي، چې اتلولي د کور کړي.

اخوا بیا اسټرالیا د نړیوالو یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې پنځم ځای ته رسېدلې؛ خو دې لوبډلې د پنځه اتلولیو خوند څکلی او یو ځل یې بیا ځواکمنه لوبډله د مېچل سټارک، پټ کمېنس، ډېوېډ وارنر، سمېت او فېنچ په شتون کې اعلان کړې.

دا لوبډله وایي؛ بیا ۲۰۰۳ او ۲۰۱۵ کلونه غواړو او ملت ته اتلولي وړو.

د کرکټ نړیوالې شورا ځوان افغان لوبغاړو په ګډون یوه ګډه لوبډله هم اعلان کړې.

د ځوانانو لوبډله
د کرکټ نړیوالې شورا د ځوانانو لوبډلې لپاره له افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو ځوان لوبغاړي راخېستي او دې لوبغاړو ته یې د ځوانانو ټیم نوم ورکړی، دا لوبډله بیله نه ده، هسې نه تاسې فکر وکړئ، چې دا به بیله لوبډله وي، بلکې د کرکټ نړیوالې شورا مطلب ترې په لوبډلو کې د ځوانو لوبغاړو شتون دی.

دوی د مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځي نومونه رااخېستي، خو اکرام علي خېل چې په چمتو لوبغاړو کې دی، هغه هم د ځوانو لوبغاړو برخه ده او لومړی ځل دی، چې پنځوس اوریز نړیوال جام لوبوي.

د پاکستانیو لوبغاړو څخه یې شاهین افریدي او محمد حسنېن راخېستي دي.

راشدخان یې هم د افغان لوبغاړو له خوا د کم عمره لوبغاړو په قطار کې شامل کړی، د کرکټ نړیواله شورا وایي دا په نړیواله درجه بندۍ کې دریم ځای لري، راشدخان څو ورځې وړاندې په یو ورځنیو لوبو کې دوهم بالر و، خو اوس ترې نیوزیلېنډی ټرېنټ بولټ مخکې شوی او راشدخان دریم نمبر شو.

د کرکټ نړیواله شورا او د هند سکواډ
د کرکټ نړیوالې شورا بیا هندوستان څلورمه ځوانه لوبډله نومولې، ویرات کولي، روهېت شرما، شیریاس ایئر، کیدرجداف او نور لوبغاړي یې یاد کړي، ایم ایس ډوني یې بیا د لوبډلمشرۍ او ویکټ ساتنې د برخې مجرب بللی دی.

ویرات کولي په یو ورځنیو لوبو کې لومړی توپ وهونکی او بومرا بیا یو ورځنیو لوبو کې لومړی نمبر بالر دی.

بنګله دېشۍ لوبډلې په اړه یې مشرفی مرتضی، مشفق الرحیم، تمیم اقبال او شېکېب الحسن د تجربو خاوندان بللي، دوی هر یویې د خپلې لوبډلې لپاره په مختلفو وختونوکې لوبډلمشري کړې ده.

نیوزیلېنډ
نیوزیلېنډۍ لوبډله په یو ورځنیو لوبو کې دریم ځای کې ده، کېن ویلیمسن، مارټېن ګوپټېل، کولېن منرو، ټرېنټ بولټ، راس ټایلر او ځېنې نور یې مجرب کرکټران دي او کولای شي په چټکو ویشتن ځایونو ښې لوبې وکړي.

په تېر کې د دې لوبډلې لوبډلمشر کېن ویلیمسن په نړیوال جام کې له افغان لوبډلې خپله وېره ښوولې وه.

ویسټ انډیر هم یوه مناسبه لوبډله د کرېس ګېل او رسل په شتون کې اعلان کړې ده، دواړه لوبغاړي د توپ وهنې په برخه کې فوم او ټچ کې دي.

دوی د بالېنګ برخه کې هم ښه لوبغاړي غوره کړي، جېسن هولډر، شېنن ګابریل او کیمر روچ یې فسټ یا چټګ توپ اچوونکي دي.

د کرکټ نړیواله شورا وايي د دې لس واړو هېوادونو رنګه بېرغونه به یوه ننداره جوړه کړي، چې د انګلستان کوربه لوبغالو ته به یوه منظره ور په برخه کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا په خپل ټوېټر ګڼون یا اکاونټ د لس واړو لوبډلو نومونه لیکلي، چې لومړی نوم پکې د ګران هېواد افغانستان دی او بیا ورپسې د نورو نهو هېوادونو نومونه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی