يو افغان فلم نړيواله جائزه وګټله

خبريال: مدثر دعوت

د کابل جان په نامه فلم د روتردام معتبره جائزه وګټله.

کابل جان فلم د شهربانو سادات په ډايرکټرۍ د “ادومیت ادميت” په نامه د ډنمارک او جرمني د فلم جوړولو د ګډ شرکت پواسطه جوړ سویدی.

ددې فلم کيسه د يوې افغاني خبريالي پر ژوند راګرځي چې په کابل کې د يو بل خبريال سره اشنا کېږي،په عامه اصطلاح ددې فلم کيسه په افغانستان کې د خبريالانو په وړاندي پر ستونزو را ګرځي.

د روتردام ننداره هر کال غورو فلمونو ته نقدي جائزې ورکوي ،او تېر کال به ګټونکي فلمونه د هالنډ په سېنماوو کې نندارې ته وړاندي کېدله خو سږکال د کرونا وېروس پخاطر د ۳ ورځو لپاره دا ننداره په انلاین ډول تر سره سوه.

د کابل جان په نامه فلم ته پدې ننداره کې ۷۵۰۰ يورو نقدي جائزه ورکړل سوه.

د ګارډين ورځپاڼي د پروشګاه په نامه فلم په خاطر شهر بانو سادات د ۲۰۲۰ز د ۲۰ غورو ډايريکټرانو په جملې کې راويستلې وه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي