افغانستان انتخابات

«ولسمشریزې ټاکنې تر یو حده شفافې وې، خو پایلو په اړه اندیښنې شته»

لیکنه: الما افغان

راپور: الما افغان

د افغانستان ختیځ میشتې ولسونه که څه هم تیرې ولسمشریزې ټاکنې تر ډیره شفافې بولي خو د نتایجو د اعلان په اړه يې اندیښنې لري.

د ۱۳۹۸ ولسمشریزي ټاکنې چې د میزان میاشتې په شپږمه نیټه ترسره شوې، د خلکو په باور څومره چې ترې وړاندې د نه ترسره کیدو، ډار او مرګ ژوبلې خبرونه خپریدل د تمې خلاف تر ډیره یوه شفافه پروسه وه.

د ننګرهار ولایت اوسیدونکې وږمه بارکزۍ وايي:

«د نورو کلونو په پرتله دا ځل ټاکنې تر ډیره شفافې وي، که څه هم څه ناڅه تخنیکې ستونزې او امنیتي ګواښونه موجود وو، خو بیا هم عام ولس په پراخه کچه برخه واخیسته او د نورو کلونو په پرتله يې دا پروسه عادلانه وبلله.»

د کونړ ولایت ټولنیز او فرهنګي فعال ادریس غروال بیا وايي:

«که څه هم په کونړ کې امنیتي ګواښونه او ویره موجوده وه خو د ټاکنو پر ورځ بیا هم نارینه وو او مېرمنو ګډون وکړ ترڅو دا پروسه بریالۍ شي.»

نوموړی وايي، داچې ولس په دې ولسواکه پروسه کې ګډون وکړ او خپله رایه يې استعمال کړه نو اوس باید ټول نوماندان پایلې ومني او د ټاکنو خپلواک کمیسون هم باید پایلې ژر تر ژره اعلان کړي څو دا کړکیچ پای ته ورسیږي.

په ورته مهال هغو کارکوونکو چې د ټاکنو پر ورځ دنده درلوده د یادې ورځي د اندیښنو کیسې کوي، خو بیا هم زیاتوي چې د خلکو رایو ته باید درناوی وشي.

نفیسه په ننګرهار ولایت کې د یو محل د بایومیتریک ماموره وه. هغه وایي:

«هره لحظه به مو فکر کاوه چې یا به راباندې چاودنه کیږي او یا هم کوم ځانمرګی، موږ د ویرې او وهم احساس درلوده خو بیا مو هم د نورو مېرمنو د رایه اچوونې او ددې پروسې د ښه مخته تګ لپاره کار کولو ته غاړه ایښې وه نو هیله ده چې د ټاکنو کمیسون افغان ولس سره دوکه ونه کړي.»

دې سره همغږې عایشه حلیم هغه فعاله ده چې د لغمان ولایت په قرغیې ولسوالۍ کې يې د محل د ريئسې په توګه دنده ترسره کوله، هغې وویل:

«که څه هم په لومړیو کې یو لړ امنیتي او تخنیکي ستونزې وې، خو بیا هم د کمیسون د کارکوونکو لخوا عام ولس ته د شفافیت او امنیت په اړه د قناعت ورکولو له وجې په یاده ورځ عام ولس پراخه برخه واخیسته، دا کال د نورو کلونو په پرتله د لغمان په ګڼو هغو سیمو کې چې پخوا نا امنه بلل کیدې ټاکنې په ښه توګه ترسره شوې.»

دې سره د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو استازي هم د ټاکنو خپلواک کمیسون څخه د عدالت د تامین غوښتنه کوي.

په ننګرهار کې د دولت ساز ټیم یوه مسؤل انجنیر اباسین بهیر وايي:

«د ټاکنو په بهیر کې د ټکنالوجۍ کارولو دا ثابته کړه چې موږ شفافیت خواته ځو او ټکنالوجۍ دا اسانتیا رامنځته کړه چې د نورو کلونو او نورو ځلونو په نسبت رڼې ټاکنې ولرو. همدارنګه نړیوالو ټولنو هم تايئد کړه چې سږنۍ ټاکنې د نورو کلونو په نسبت د ټکنالوجۍ پر بنسټ ترډیره شفافې وې.»

هغه وايي:

«د ټاکنو خپلواک کمیسون څخه د عامو وګړو، نړیوالې ټولنې او نوماندانو تمه هم همدا ده چې دوی په شفافه توګه کار وکړي او نتیجي په خپل وخت اعلان کړي، داچې د ټاکنو کمیسون اعلان وکړ چې د یوې اونۍ لپاره د نتایجو اعلان وځنډیده او هغه هم په دې دلایلو چې، ځینې بائیومیتریک آلې ورکې شوي، ځینې يې متضررې شوې وې او ځینو ته يې ویروس ننوتی وو، نو دې لږ وخت ونیو، موږ به هم چانس ورکړو چې دوی په راتلونکې کې نتیجه اعلانوي، څومره شفافه او عالانه ده.»

دی زیاتوي؛ د خلکو اندیښنې تر یو حده پرځای دي، بلکې په ټوله کې د ټاکنو کمیسون او نړیوالې ټولنې ژمنو ته ګورو چې نتجیه د خلکو له هیلو سره اعلان شي.

ددې ترڅنګ د ثبات او همپالنې ټیم ویاند فریدون خوځون که څه هم د نورو کلونو په نسبت سږنۍ ټاکنې رڼې بولي خو بیا هم د فساد یادونه کوي، هغه راته داسې وویل:

«په سږنۍ ولسمشریزو ټاکنو کې کابو یو میلیون رايې تقلبي دي دا په دې معنا چې په ټاکنو کې درغلي شوي، ستونزې شته خو هغومره ندي څومره چې د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې چې وې. اما ددې ستونزو د حل لپاره باید ټاکنیز عدالت تامین شي.»

د نوموړي په باور ددوی بله اندیښنه داده چې د بائیومیتریک سیستم کې د ثبت شویو ګډون کوونکو اشخاصو سیستم باید ودریږي او د ټاکنو کمیسون څخه یې هم غوښتي چې پاکې او ناپاکې رايې دې تصفیه کړي او په ټاکلې وخت دې نتیجه اعلان کړي.

په عین حال کې په ختیځ کې د افغانستان روڼتیا څار ادارې ولایتې مسوول حاجي محمد صالح هم وايي چې دا ځل د تیر په نسبت ډیر شفافت موجود و.

هغه یاران ته وویل:

«زه خپله د شکایاتو کمیسون د غړو سره د انتخاباتو په ورځ د څار لپاره وتلی وم، په ‌‌‌‌‌‌ډيرو ځایونو کې شکایتونه نه دي ثبت شوي، که څه هم په ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو کې ‌‌‌‌‌‌ډيرې ستونزې وې، خو په دې ټاکنو کې بایومیتریک هغه آله وه چې له مخې یې هیچا هم درغلي نشوه کوله، زما په اند که درغلي شوي هم وي هغه وخت چې د متفرقه رای ورکوونکو لپاره نوی کود ووته امکان یې وو چې درغلې شوې وای خو نور د درغلۍ چانس تر ‌‌‌‌‌‌ډيره لږ وو.»

ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړني نتایج دې د میزان په اووه ویشتمه اعلان شي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسون د ځینو ستونزو له امله د نتایجو لومړی نوملړ هم وځنډاوه. تر اوسه مشخصه نیټه نه ده معلومه چې دا ټاکنې به کله او څه وخت اعلانیږي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده