افغانستان انتخابات رسنۍ

ټاکنو په بهیر کې د رسنیو، رول، اغېز او مسوولیتونه!

لیکنه: ایمل مړوند

لیکنه: ایمل مړوند

ټاکل شوې شاخوا یوه اوونۍ وروسته د ولسمشریزو ټاکنو لپاره نوماندان خپل کمپاینونه پیل کړي، د ټاکنو قانون نوماندانو ته اجازه ورکوي چې ۶۲ ورځې وړاندې د ټاکنو تر ورځې خپلې کمپاینزې منډې تړلې شروع کړي. خو اوس هم د ټاکنو ځينې د څار بنسټونو خپلې اندېښنې ښکاره کړي چې یو شمېر نوماندانو تر وخت مخکې خپلې ټاکنیزې مبارزې پیل کړي دي. خو په رسمي ډول د کمپاینونو پلیدو ته لا هم د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، په دې لیکنه موږ په ټاکنو کې د رسنیو پر ونډې، رول او اغېز بحث کوو، د کمپاینونو له ورځې نیولې، تر ټاکنو او بیا يې د پایلو تر اعلان پورې په دې ټولو پړاوونو کې رسنۍ خورا مهم او د پام وړ ونډه لري. همدا رسنۍ دي چې وګړي به د ټاکنیز بهیر د تازه تحولاتو، ستونزو، رښتیاوو، درواغوو او نورو مسالو خبروي، نو ښه ده چې په سر کې لومړی د رسنیو پر تعریف، رول او مسولیت خبرې وکړو.

رسنۍ:

ژورنالیزم یا رسنۍ د خبرولو او پوهولو تر ټولو غوره وسیله ده. نن سبا د نورو ټولیزو رسنیو تر څنګ ټولنیزې رسنۍ هم ډېرې په چټکۍ سره پر مخ روانې دي او په تېرو شاخوا لسو کلونو کې د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د ډېرو سترو سترو خوځښتونو لامل همدا ټولنیزې رسنۍ وې.

د د یوې سروې له مخې نن سبا په افغانستان کې ۱۰ سلنه کسان په یو ډول انټرنیټ ته لاس رسی لري، د چارو یو شمېر شنونکي باور لري، چې په هېواد کې د ټولیزو او په ځانګړي ډول د ټولنیزو رسنیو وده او پرمختیا به د هېواد په په چارو کې مثبت رول ولوبوي او په تېرو څلورو کلونو کې چې ډېر کم شمېر لوستو افغانانو ټولنیزو رسنیو ته لاس رسی پیدا کړی ، ورسره جوخت یې ځينې پرمختګونه هم شوي دي. مانا دا چې رسنۍ که ټولیزې دي او که ټولنیزې په ټولنه کې زیاته ونډه او اغېز لري.

ټولیزې رسنۍ لکه راډیو، ټلویزون، ورځپاڼې او داسې نورې د ټولنې د وګړو د عامه ذهنیتونو په بدلولو او لوري ورکولو کې ستره او فعاله ونډه لري. د تاریخ په اوږدو کې رسنیو په نړۍ کې ډېر مهم رول لوبلی دی او ان نظامونه او د وخت زبرځواک حکومتونه يې نسکور کړي دي. په دې وروستیو کې يې مصر او لیبیا ډېرې ښې بیلګې دی، چې د ټولنیزو رسنیو پر مټ په کې ډېر ستر ستر انقلابونه راغلل او د وخت حاکم نظامونه يې نسکور کړل. همدا لامل دی، چې رسنۍ په نړۍ کې د یو ځواک او قوت په توګه پېژندل شوي او په ټوله دنیا کې د څلورمې قوې په توګه نومول شوي دي.

همدا راډيو، ټلویزیون، ورځپاڼې، مجلې او دې ته ورته نورې رسنۍ دي، چې خلک د روانو حالاتو او کړنو خبروي او بیا پرې خلک قضاوت کوي. د یوې ټولنې د پایښت او شتون لپاره رسنۍ ډېرې اړینې دي که چېرته رسنۍ نه وای نو خلک به له ډېرو ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شوي وو. د هیڅ ستونزې به یې دولت او نور نه خبریدل او نه به هم دوی د روانو چارو خبریدل، خو رسنیو دا سرحدونه نړولي او د خلکو او دولت ترمنځ يې یوه ژوره اړیکه پیدا کړې .

لنډه دا چې د رسنیو رول په هره برخه کې ډېر څرګند او ښکاره دی. رسنۍ دي، چې ستونزې برسیره کوي او بیا ورته د مسولینو پام راګرځوي. رسنۍ دي، چې د زورواکو او زورورو څخه د بې وسو او بې وزلو د حق غوښتنه کوي. رسنۍ دي، چې په ټولنه کې د ښوونې او روزنې کچه لوړوي. رسنۍ دي چې په ټولنه کې د برابري او عدالت لپاره کار کوي. رسنۍ دي، چې موږ د نړۍ د نورو هېوادونو له پرمختګونو او ستونزو خبروي او رسنۍ دي، چې ټولنه مثبت لوري ته بیايي.

نو چې رسنۍ په هر برخه کې دومره ستر رول لوبوي په ټاکنو کې يې هم ونډه ډېره د پام او ارزښت وړ ده، ټاکنې چې د یو هېواد د وګړو سرنوشت ټاکونکې پروسه ده نو د خلکو او رسنیو مسولیت هم په کې ډېر زیات دی.

ټاکنې:

ټاکنې د پرېکړې کوونې یوه رسمي پروسه ده، چېرې چې خلک یا وګړي د حکومتي منصب د نېوونې په موخه یو څوک ټاکي. ټاکنې خلکو ته په خپل حکومت کې د دې آزادي ورکوي، چې د خپلې خوښې کسان، چې دوي فکر کوي د نوموړو څخه د حکومت په کچه ښه استازيتوب کولی شي، وټاکي. ټاکنې همداشان خلکو ته د دې زمینه برابروي، چې وکړای شي د هغو ډول ډول قوانینو او پالېسیو په اړه چې د رايې ورکوونې په پاڼه کې ځای پر ځای شوي دي، خپلې رایې ورکړي. دغه پروسه د هر هېواد د وګړو یوه برخلیک ټاکونکې پروسه ده. که څه هم په افغانستان کې لا ټاکنې ځوانې دي خو بیا هم موږ په تېرو اتلسو کلونو کې د درې دورو ټاکنو شاهدان پاتې شوی یو او اوس باید ډېر ښه وپوهیږو چې د ټاکنو ارزښت زموږ د برخلیک په ټاکلو کې څومره اړین او مهم دی. که چېرته خلک د ټاکنو د ارزښت نه په سمه توګه خبر او اګاه شي نو د خپل برخلیک په ټاکلو کې به د ډېر فکر او غور نه کار واخلي ځکه هېڅوک هم نه غواړي چې راتلونکې يې خرابه شي. خو د خلکو د خبرولو کار د چا دی…؟ دا سمه ده چې دولت او ځينې نورې ټولنې هم دلته مسولیت لري، خو تر ټولو لوی او ستر مسولیت د رسنیو او خبریالانو پر غاړه دی، چې د ټاکنو د ارزښت او اهمیت نه ولس او عام وګړي خبر کړي.

ټاکنې چې یوه ملي او برخلیک ټاکوونکې پروسه ده دلته هم د رسنیو ونډه او رول ډېر مهم او با ارزښته دی.

د رسنیو ونډه په ټاکنو کې:

رسنې د ټاکنو د پروسې په څارنه کې مهم رول لوبوي. د ټاکنو پروګرامونه او کمپاینونو تر پوښښ لاندې راوستلو سره، رسنۍ د دې ډاډ ورکوي، خلک د هغه څه په اړه، چې روان دي خبر کړي.

د رسنیو له لوري د ټاکنو په سمه توګه تر پوښښ لاندې راوستل کولي شي، چې د ټاکنو، نوماندانو، او د ټاکنو د اړونده مسلو په اړه د خلکو په مالوماتو کې زیاتوالی راولي. د رسنیو په مرسته د ټاکنو تر پوښښ لاندې راوستل او د نوماندانو د کاري چوکاټ او د ټاکنو په اړه يي څېړنې، رايي ورکوونکو ته د هر نوماند په اړه د اړینو مالوماتو د ترلاسه کولو زمینه برابروي، ترڅو هغوی وکړای شي چې د رايې ورکوونې په ورځ د خپلې خوښې د نوماند په اړه په پوره پوهاوي سره رايي ورکړي. سربیره پر دې دغه کار، رايې ورکوونکو ته په رایه ورکوونې کې د ګډون په موخه د رايي ورکوونې ورځ، ساعت او د رايې ورکونې د مرکزونو په اړه کره مالومات هم ورکوي.

رسنۍ تر بل هر څه د ټاکنو د بهیر په څارولو کې ډېره زیاته او ستره ونډه پر غاړه لري. همدا رسنۍ دي چې خلک د ټاکنو د روانې پروسې د پړاو پړاو څخه خبروي او د ننګونو او بریاوو په اړه ورته کره معلومات ورکوي. د نوم لیکنې د بهیر نه نیولې ان د رایه اچونې تر ورځې پورې رسنۍ ملي او ژورنالستیک رسالت لري چې باید ولس ته ریښتني، کره او بې لوري معلومات ورکړي.

که چېرته رسنۍ نه وي او یا هم خپل مسولیت په سمه توګه سرته ونه رسوي نو ولس به څنګه پوه شي، چې څوک د دوی د رايې اصلي حقدار دی.

همدارنګه څنګه به پو شي چې کوم نوماند په واقعې ډول د دې هېواد او خلکو خادم او مشر کېدای شي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خو لسګونه تنه خپل ځانونه نوموي چې د ډېرو لاسونه يې د دې ملت په وینو سره دي، خو همدا رسنۍ کولی شي چې خلکو ته د دې جنایتکارانو اصلي څېرې وښايي او د هغوی پر مخ اچول شوي نقابونه لري کړي. همدا رسنۍ دي، چې د خپلو بېلا بېلو خپرونو پر مټ د نوماندانو د پوهې، د هغوی د شخصي ژوند او سیاسي ریښې په اړه معلومات ورکوي او بلاخره ولس او وګړي قضاوت کوي، چې څوک او یا کوم کاندید يې د باور وړ دی.

خو که چېرته رسنۍ خپل ملي او ژورنالستیک رسالت تر پښو لاندې کړي او د ځينو زورواکو یا هغو کسانو، چې تر نورو يې په يو ډول نه په یو ډول اغېز زیات دی تر تاثیر لاندې راشي یا د هغوی په لاسونو کې د پیسو او نورو شیانو په وسیله پرېوځي نو د دې ولس او ملت راتلونکې به څه ډول وي.

رسنۍ او اندېښنې:

په افغانستان کې لا ټاکنې ځوانې دي، او دومره ډېره مخینه نه لري، خو ولې بیا هم موږ په تېر کې د درې دورو (د 2004 ، 2009 او2014 کال) ترسره شوې ټاکنې لیدلی او تجربې ځينې لرو. په دې ټاکنو کې هم رسنیو خپله ونډه تر یوه بریده سرته رسولې ده، ګردي میزونه، راپورنه او دې ورته نورې بېلا بېلې خپرونې يې جوړې کړي او خلک يې خبر کړي دي. خو ستونزه داده، چې ایا رسنۍ څومره بې پرې پاتې شوي او د هغو کسانو چې زورواکي او یا هم تر نورو يې اغیز زیات و تر اغیز لاندې راغلي دي کنه…؟ دا هغه پوښتنه ده، چې یو شمېر کسان يې پر رسنیو بې باوره کړي دي او فکر کوي، چې رسنۍ هم خپلواکې او بې پرې نه دي او تر یوه بریده دا اندېښنه پر ځای هم ده. په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د رسنیو داسې انقلاب راغی، چې په تېر کې يې هیڅ ساری نه وو په ډېرې تېزۍ سره د رسنیو شمېر ډير زیات شو او ورسره په څنګ کې د ژورنالیستانو په شمېر کې هم زیاتوالی راغی. د رسنیو په دغه تېز او ګرم بازار کې ډېر نوي او کم تجربه ژورنالیستان هم راغلل چې د مسلک او دندې سره پوره اشنا نه وه او مسلکي زده کړې يې هم نه لرلې، همدې چارې د رسنیو بې پرې توب او رسالت تر سوال لاندې راوستی دی.

ځکه یو شمېر خبریالان نه پوهیدل چې په څه ډول د ټاکنو له بهیر څخه راپورونه ورکړي، د دوی همدا کمی د دې لامل کېده چې د نورو تر اغېز لاندې راشي او ژورنالستیک اصول تر پښو لاندې کړي او په پایله کې يې ټولنې ته ناسم معلومات ورسوي.

د دې تر څنګ ځينې رسنيو او مسولینو يې د یو شمېر زورواکو او تر نورو نوماندانو د بانفوذه کسانو سره د پیسو په بدل کې جوړ جاړي هم کاوه او زموږ هغه ادارې، چې په دې برخه کې يې دنده لرله هم چندان خپل مسووليت په ښه شکل نه ترسره کاوه.

د بیلګې په ډول ځينې هغه خبریالان چې د ټاکنو د ارزښت او د ژورنالیزم د مسلک په اړه بشپړه پوهه ونه لري څنګه کولی شي د ټاکنیز بهیر، چې ګن شمېر نوماندان په کې په ټاکنیزو منډو ترړو اخته وي یو سم، کره او بې لوري راپور دې تر خلکو ورسوي.

نن سبا په سیمه ییزه کچه په ګڼو محلي او ملي رسنیو کې ځينې کسان د خپلې هغې مینې له مخې چې د ژورنالیزم له مسلک سره يې لري افتخاري کار کوي مګر په ژورنالیزم کې د هغوی د پوهې کچه ډېره ټیټه وي او په دې نه پوهیږې، چې د ده مسولیت او رسالت څه شی دی او یا یو راپور او خپرونه څنګه جوړیږي. بې پرې والی څه شی دی او انډول په رسنیو کې څه ته وايي.

همدارنګه په ټوله کې زموږ یو شمېر هغه خبریالان چې په ډېرو مهمو رسنیو کې کار کوي هم د معلوماتو له کمښت سره مخامخ دي له بده مرغه باید ووایمه، چې زموږ په تولنه کې د زده کړې او مطالعې دود ډېر کمزوری دی او هر خبریال چې یو دوه راپورونه جوړ کړل نو بیا ورته ځان ډاکټر ښکاري او تر هغې اخوا یو تور ټکی هم نه ګوري او نه بل چاته د زده کړې په موخه کینې. همدا هم د ټاکنیز بهیر څخه د بې پرې خپرونو په جوړولو کې یو خنډ او اندېښنه ده.

بله لویه اندېښنه په دې برخه کې د ځينو رسنیو او د هغو د خبریالانو لخوا د ځينو با اغیزه کاندیدانو سره د مادیاتو له امله جوړ جاړی دی، چې په دغسې حالاتو کې کله کله د ځينو کسانو لخوا دا کړنه تر سره کیږي.

په افغانستان کې د اکثرو افغانانو اقتصادي وضعت دومره ښه نه دی او تېرو لسو کلونو خلک په ډېرو نا مشروع پیسو اموخته کړل نو همدا لامل دی هغه شمېر رسنې او خبریالان، چې معاشونه يې کم وي او یا هم د ډېرو پیسو لېواله وي داسې کړني ترسره کوي، چې ټول معیارونه او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.

خو د چارو شنونکې بیا دا کړنه هم د ځينو خبریالانو د مسلکي پوهې د کچې ټيټوالی یادوي، لنډه دا که د رسنيو مسوولين او خبريالان مسلکي پوه ولري نو د دغه ډول ستونزو مخه نېول کېدای شي.

د رسنیو پر وړاندې ستونزې او ننګونې:

سره د دې چې په تېرو لسو دولسو کلونو کې د بیان ازادۍ ته تر ډېره بریده لار هواره شوه، تر ډېره بریده رسنۍ د سانسور نه راووتې او شمېر يې هم زیات شو، خو بیا هم د رسنیو او یا خبریالانو پر وړاندې تېر لس کلونه د ننګونو او ستونزو څخه خالي نه وو . خبریالانو د ډېرو ستونزو سره سره خپلې دندې مخ ته وړي دي. وخت نا وخت د ببلا بېلو خواوو ځپل شوي دي.

د ټاکنو د بهیر پر مهال هم خبریالان او د رسنیو مسوولین د بېلا بېلو خواوو له سختو فشارونو او ننګونو سره مخ وي، ځکه په افغانستان کې اوس هم تر ډېره بریده زورواکان او ټوپکوال په واک دي او دوی تل د یوې لارې نه یوې لارې خبریالان ننګولي دي. د ټاکنیزو راپورونو یا خپرونو په بې پرې ډول د نه خپرولو یو لامل دا هم کیدای شي.

همدارنګه خپله دولت او د دولت وسلوال محالفینو هم وخت ناوخت خبریالانو ته ستونزې پیدا کړي دي او هغوی يې له سترو ننګونو سره مخ کړي دي. دا ټولې هغې ستونزې دي، چې په یو ناپرسان ښار کې ورسره خبریالان او رسنۍ مخ دي، نو د دې ټولو سره مقابله کول هم څه اسانه کار نه دی او قرباني غواړي، خو دا چې ژورنالیزم د قربانې او زړورتوب مسلک دی نو باید خبریالان د دې ټولو ستونزو سره مبارزه وکړي او خلکو ته هغه څه ورسوي چې په ريښتنولۍ ولاړ وي.

د حل لارې يې:

ما مخکې یادونه وکړه، چې تېر کلونه سره د دې چې شنونکو ښه ارزولي دي ، خو بیا يې هم ګنې ستونزې لرلې او همدا لامل و چې د ټولنې یو شمېر کسان په رسنیو یو څه بې باوره شوي دي.لاملونه مو هم ورته بیان کړل، د خبریالانو پر وړاندې ننګونې او غیري مسلیکتوب په اړه مو هم خبرې وکړې.اوس يې په حل لارو ګړیږو.

تر ټولو په لومړي قدم کې باید مسلکیتوب ته پاملرنه وشي، په رسنیو کې مسلکي کسان په دندو وګمارل شي.

دغه راز هغه خبریالان چې اوس مهال په رسنیو کې فعال دي، خپلې رسنۍ باید ورته یو شمېر ورکشاپونه او ټریننګونه برابر کړي تر څو په دې پوه شي چې دوی د ټاکنو په بهیر کې د خلکو او ولس پر وړاندې څومره مسولیتونه لري.

رسنۍ باید د خلکو غوښتنو او اړتیاوو ته په کتو خپرونې چمتو کړي.

رسنۍ دې هڅه وکړي چې په واقیعتونو ولاړې خپرونې ټولنې ته وړاندې کړي.

همدارنګه که چېرته ژورنالیستان د خپل مسولیت او رسالت نه خبر شي او ترڅنګ یې خپلو ملي ګټو ته ژمن پاتي شي نو رسنۍ به په رښتینې ډول ټولنې ته بې پرې، کره او ارزښت لرونکي معلومات وړاندې کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ایمل مړوند