هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

په افغانستان کې د طبابت درې مهمې ستونزې

په تیرو اولس کلونو  کې په افغانستان کې د روغتیا په سکتور کې میلیاردونه ډالر بهرنۍ مرسته او کورني عواید لګیدلي دي. خو په دې هیواد کې روغتیايي اسانتیاوې لا هم په ښارونو کې ډيرې ابتدايي، او په لرې پرتو کلیو بانډو کې ګرد سره وجود نه لري.

ان د طالبانو د واکمنۍ راهیسې هر کال په زرګونو ډاکتران او روغتیايي کارکونکي، د طبي زده کړو له بېلابېلو موسیساتو فارغیږي، او د روغتیايي کارکونکو د شمیر له مخې په دې هیواد کې د ډاکترانو کمی نه شته. ودانۍ ، روغتونونه او ان ټیکنالوژي هم په تیرو پنځلس کلونو کې افغانستان کې پراخه شوه، په ځانګړې توګه ګڼ روغتونونه ودان او په نوې ټیکنالوژۍ سنبال شول، خو بیا هم که په کابل کې جدي ناروغ شي نو باید ځان ته د هند او یا هم پاکستان د ویزې غم وخورې.

ګڼ سببونه شته چې په افغانستان کې طبابت او طبي اسانتیاوې یې په ډيرو لومړنیو او ابتدايي پړاونو کې ساتلي.

 

مدیریت نه شته

مدیریت او چارچوب هغه ټکي چې د افغانستان اوسنی ولسمشر اشرف غني یې ډير لاندې باندې کوی. په افغانستان کې طبي ادارې د وزارت له کچې رانیولې تر ټیټو کچو او خصوصي روغتونونو پورې سالم او معاصر طبي مدیریت نه لري او نه په دې برخه کې نوې اقدامات شته.

د روغتیا وزارت څوکۍ په تیرو پنځلس کلونو کې پرلپسې د ځینو خلکو د خوشالولو لپاره کارول شوې او داسې چاته نه ده ورکړل شوې چې په افغانستان کې په روغتیايي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستلو جوګه وي.

روغتونونه په زاړه سیستم کار کوي، شخصي روغتیايي مرکزونه خپل سرۍ ته دوام او د خلکو د ژوند سره لوبې کوي. شته شخصي لابراتوارونه د ډیرو وړو طبي معایناتو په کولو کې پاتې راغلي. په لویو دولتي روغتونونو کې اصلاحات نه دي راغلي او لا هم باباګک د واټ مخې ته ناست او دننه څوک نه پریږدي . د ډاکترانو شخصي کتنځایونه نه دي اصلاح شوي، او د افغانستان د هر ښار په تر ټولو چټلو او تیاره او ارزانه خونو کې معاینه خانې لري.

لا هم درملتونونه له پاکستان څخه واریدونکي تقلبي درمل پلوري او لا یې هم ډاکتران په نسخو کې په ډیره سپین سترګۍ سوداګریزې دواګانې لیکي.

تر اوسه پورې هم تاسو په ټول افغانستان کې یو داسې ډاکتر نه شئ موندلی چې ناروغ ته دې له معاینې وروسته د هغه د روغتیا په اړه د خپلې ارزونې بشپړ راپور ورکړي او یا دې په دې برخه کې کوم مسولیت ومني.

نو د روغتیايي خدماتو په برخه کې د سالم مدیریت نشتوالي، ډاکتران او روغتیايي کارکونکي خپل سري کړي، او دې خپل سرۍ په افغانستان کې د وړاندې کیدونکو طبي خدماتو کیفیت بیخي راټیټ کړی او په نشت حساب دی.

د یو شمیر ځوانو افغان ډاکترانو دا عکس چې د یو شدید ناروغ له پاسه عکسونه اخلي په دې وروستیو کې ټولنیزو شبکو کې ډيرو خلکو خپور کړی .

مسلکي وړتیا

په داسې حال کې چې د انیټرنیټ او ټیکنالوژۍ په دې پرمختللي عصر کې اوس علمي معلومات او نوې موندنې په ډیرې چټکۍ له یو هیواد بل ته انتقالیږي او په افغانستان کې هم دا چاره تر ډيره ممکنه ده، خو د ځینو مشرانو ډاکترانو انحصاري چلن او ناسمه اداره ددې سبب شوي چې افغان ډاکتران په ځانګړې توګه ځوانان یې له مسلکي پلوه هسې ونه روزل شي چې اړتیا یې ده.

همدارنګه طبابت چې یو بدلیدونکی مسلک دی او هره ګړۍ په کې د نویو طبي څيړنو تازه موندنې رامخې ته کیږي چې ډيره کله پخواني طبي معلومات ناکاره کوي، نو د نړۍ ډاکتران د ورکشاپونو، کوروسونو اوشخصي تشبث له لارې ځان په نوي معلومات خبر او اپډيټ ساتي.

له بده مرغه په افغانستان کې نه د عامې روغتیا وزارت او ریاستونه، نه هم خصوصي روغتونونه او نه هم خپله ډاکتران په دې برخه کې کوم داسې بریا لري چې موثره ثابته شوې وي. هو ځینې تش په نوم ورکشاپونه شوي ، خو داسې څه چې نتیجه ولري نه شته.

د مسلکي وړتیا کمښت، د نویو طبي معلومات نه لرل، او د زړو او مشهورو ډاکترانو انحصاري او مغرورانه چلن ددې سبب شوی چې ګڼ افغان ډاکتران له خپلو ناروغانو سره لکه په لارو کوڅو کې د ناستو حکیمانو په څیر چلن وکړي. او دا چلن په افغانستان کې هره ورځ له داسې ناروغیو څخه د سلګونو کسانو د مرګ سبب کیږي چې د درملنې وړ وي.

د طبابت اقتصادي او ټولنیز اخلاق

زه نه پوهیږم چې د افغانستان د طبي لوړو زده کړو نصاب کې د طبي اخلاقو په نوم کوم مضمون شته او که نه؟ خو په ګڼو مواردو کې د افغان ډاکترانو چلن څرګندوي چې دوی باید د طبابت په برخه کې له اقتصادي او ټولنیزو اخلاقو سره اشنايي پیدا کړي.

په داسې حال کې چې ګڼو افغان ډاکترانو ته د طبي وړیا زده کړو زمینه په پوهنتونونو کې برابره وه، دوی په وړیا او خیریه کارونو کې دلچسپي نه لري، بلکې له خپل مسلک څخه په ډيرو ناروا او غیرې قانوني توګه پیسې تر لاسه کوي.

د ناروغانو سره خواخوږي نه لري، د ناروغۍ درملنه یې کم او غیرې قانوني لارو یې پیسې تر لاسه کول ډیر هدف وي.

په ځینو مواردو کې په ډیرو بدرنګو اخلاقي تورونو هم یو شمیر یاد او ستر ډاکتران تورن دي.

هغه افغان ډاکتران چې ښه دي او په دې ناوړه کړنو کې لاس نه لري، له هغو سره چې په داسې ناوړه کړنو کې لاس لري یو ډول پړه ځکه دي چې که ستاسو د مسلک په برخه کې څوک ناسم چلن کوي، او له خلکو ناوړه استفاده کوي، دا ستاسو دنده او مسولیت دی چې په وړاندې یې غږ پورته کړې. ځکه یوازې ډاکتران کولی شي نور ډاکتران اصلاح او د هغوی ناسم چلن ټولنې ته په ډاګه کړي.

دا ډير ستر اخلاقي جرم او په ناسمه توګه د پیسو تر لاسه کول دي چې ته له درملتون سره اړیکې ولرې او د یو بې وزله ناروغ په نسخه کې داسې دوا ولیکي چې هغه ته یې اړتیا نه وي یا ورسره مرسته نه کوي.

هغه ډاکتران چې په داسې کړنو نه ویریږي، تورزړي شوي او یوازې جدي قانوني چلن او زندان یې زړه سپینولی شي.

ډاکتران باید خپل اقتصادي ژوند ته پام وکړي خو دوی لومړی د ناروغیو د رغولو مسولیت لري او د خپل اقتصاد د رغولو لپاره باید ناروغان ونه وژني.

افغان ډاکتران په وړیا او رضاکارانه کارونو کې هیڅ او یا ډیره کمه برخه لري. دوی به هیڅکله تاسو له روغتون او معاینه خانې بهر، د خلکو سره د روغتیا په تړاو په عامو غونډو کې ونه ګورئ.

دوی د ناروغیو د وقایې په برخه کې د موسیسو له مرستو پرته هیڅ کله خلکو ته د خدای د رضا لپاره وقایوي معلومات نه خپروي او هغه طبي پاڼې او معلومات او یا هم غونډې چې تاسو ورسره وخت ناوخت مخ کیږئ، عموما د نړیوالو مرستندویه موسیساتو له خوا وي چې په هغې کې هم د دوی ونډه یوازې د پیسو او یا څوکیو د ترلاسه کولو لپاره وي.

په افغانستان کې دننه افغان ډاکتران هیڅ داسې یوه لویه ټولنه یا سازمان نه لري چې د هغې له لارې په رضاکارنه توګه نه یوازې دا چې خلکو ته وړیا خدمات وړاندې کړي، بلکې په خپلو کې د طبي اصلاحاتو او له طبابت څخه د ناسمې ګټې اخیستنې پر ضد مبارزه وکړه.

نو د افغانستان دا لوستي قشر ( پیسې ) په ډیره سپینه جامه کې ډيرې وړیا او کله ناکله په ډیرو مفسدو لارو ترلاسه کوي. د دوی لپاره باید ځانګړې طبي محکمې رامنځ ته شي او څو هغه ډاکتران چې د انسانانو له ژوند سره یې لکه د وسلوالو ډلو لوبې کړي، علني محاکمه شي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */