مارچ 7, 2021

د ملي لوبډلي مشر روزونکی له نړیوال جام وروسته خپله دنده پریږدي

Advertisements

لیکنه: فضل الله فضلي
د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی او د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي سر روزونکی وايي چي د نړیوال جام وروسته به د افغان لوبډلي سره د روزونکی په توګه خپله دنده پای ته ورسوي.
د فیل سیمونز د دندي قرارداد د جولای میاشتي پر ۱۵ نېټه پای ته رسیږي او د نړیوال جام وروسته به خپله دنده پریږدي.
سیمونز وايي:

«ما په دې اړه فکر کړی، چي نور به د یو بلي لوبډلي سره دنده پیل کړم.»

فیل سمونز د خپلي دندي د پرېښېدو یو عمده لامل دده سره د ملي لوبډلي د لوبډلمشر په ټاکلو کي، نه سلا او مشوره یاد کړل.
نوموړي وویل:

«د اصغر په بدلولو کي زما سره کرکیټ بورډ هیڅ مشوره ونه کړل او نه یې په دې اړه خبر کړم. دوی د لوبډلو لپاره مختلف لوبغاړي لوبډلمشران وټاکل، چي دا په دې وخت کي هیڅ مناسب کار ونه سو، بلکه د نړیوال جام وروسته دي سوی وای.»

نوموړي له اتلسو میاشتو څخه زیات د ملي لوبډلي لپاره د مشر روزونکی دنده ترسره کړل.
دده په روزنه کي افغان لوبډله پنځوس اوریز نړیوال جام ته په لسو غورو کي راغله.
همداراز د ایرلینډ، زمبابوې او په ټوله کي د لومړۍ ټیسټ لوبي او سریزونو بریاوي شاملي وې.
د نوموړي د روزني پر مهال ملي لوبډله او لوبغاړی ښه وځلېدل او ښې بریاوي یې هم ترلاسه کړې.

اصغر افغان د ملي لوبډلي لپاره ۴ کاله لوبډلمشري وکړه، چي د نورو نړیوالو لوبډلمشران په پرتله یې د بریا سلنه زیاته وه.

نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ