بېګ‌باش کرکټ لیګ لوبډلو کې د افغان لوبغاړو نومونه نه برېښي

د استرالیا سوداګریزې کرکټ لوبې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي دي.
په دې لوبو کې ۵ افغان لوبغاړي هم اخیستل شوي دي.
ظاهرخان په مېلبورن سټارز، راشدخان په اډیلایډ سټرایکرز، محمد نبي او نوراحمد لکڼوال په مېلبورن رېنېګېډز کې او مجیب الرحمن په برېسبین هیټ لوبډله کې اخیستل شوي دي.
خو اوس د دغو لوبډلو په یوولس کسیز او فول یا بشپړ سکواډونو کې د هیڅ افغان لوبغاړي نوم نه برېښي.
تېره جمعه د مېبلورن سټارز او برېسبین هیټ لوبه ، چې یوه کې ظاهرخان او بله کې مجیب الرحمن اخیستل شوي دي.
خو دواړه په دې لوبه کې نه وو او بشپړ نوملړ کې یې هم نوم نه و.
ماسپښین مهال د محمدنبي دې اړوند لوبډلې مېلبورن رېنېګېډز او پېرت سکارچرز ترمنځ لوبه پیل ده؛ خو دې لوبډله کې هم د محمدنبي او نوراحمد نومونه ښکاري.
د افغان لوبغاړو د نشتون احتمالي وجه
د اسټرالیا کرکټ بورډ ټولو لوبغاړو ته د کورونا په تړاو د ټېسټونو خبرداري او سپارښتنه کړې ده.
کوم لوبغاړي چې اسټرالیا ته تللي، باید ۱۴ ورځې قرنطین تېر کړي او کوم لوبغاړي چې مشکوک وي او یا هم په ویروس اخته وي، تر تجرید او تداوۍ لاندې نیول کېږي.
نو ښایي چې د افغان لوبغاړو برخه کې هم د کرونا ویروس اندېښنه موجوده وي او پر همدې اساس به له لوبډلو ګوښه شوي وي.
څه موده وړاندې د برېسبین هیټ لوبډلې لیکلي وو، چې مجیب الرحمن کرونا شوی او د ګولډ کاسټ په نامه روغتون ته یې رسولی دی.
خو د محمدنبي عیسی خېل، راشدخان، لکڼوال او ظاهرخان په اړه خبر نشته.
خو یوه اندېښنه دا هم شته، چې مجیب الرحمن، ظاهرخان، محمدنبي عیسی خېل او لکڼوال یوځای په یوه ورځ له کابل څخه اسټرالیا خوځېدلي و، انځورونه یې ایستلي وو او نږدې سره پاتې شوي وو؛ نو کېدای شي هغوی هم د اسټرالیا کرکټ بورډ لخوا تر معایناتو لاندې نیول شوي وي.
د بېګ باش سوداګریزې کرکټ لوبې د ۲۰۲۱م کال د فبروري په ۶ مه پای ته رسېږي.
کرونا او د کرکټ لپاره یې ګواښ
کرونا لا هم د نړۍ د کرکټ پر وړاندې ګواښ ده، دغه ویروس همدې روانه میاشت کې د افریقا او انګلستان یو ورځنۍ لوبې لغوه کړې، د پاکستان لوبډله یې په نیوزیلېنډ کې له تمریناتو د یو څه مودې لپآره منع کړې وه او لا هم په نړۍ کې د کرکټ لوبغالو ته په بشپړه توګه ننداره کوونکي نه ور پرېښودل کېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي