لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ بورډ د رییس فرهان یوسفزي سلاکار انجنیر عبدالله بارکزی وایي چې په کرکټ بورډ کې اوسنۍ رهبري په خپل ځای پاتېږي.
عبدالله بارکزي پر خپلې رسمي فېسبوکپاڼې لیکلي، چې د افغان کرکټ بورډ په رهبرۍ کې د ادلون او بدلون موضوع هېڅ حقیقت نه لري.
بارکزي ویلي، چې فرهان یوسفزي د نورو مسوولینو خلاف د کرکټ د پرمختیا او پراختیا لپاره بنیادي اصلاحات، بدلونونه، پرمختګونه او غوره کاري چاپیریال رامنځته کړی.
هغه لیکلي:
“د تېرو دوو اوونیو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان کرکټ بورډ د رهبرۍ د ادلون او بدلون موضوع ګرمه ده، خو هېڅ حقیقت نه لري، د افغان کرکټ بورډ مشر ښاغلي فرهان یوسفزی د کرکټ د پرمختیا او پراختیا لپاره بنيادي اصلاحات، بدلونونه، پرمختګونه او غوره کاري چاپېريال رامنځته کړی، ښاغلی یوسفزی غواړي چې افغان کرکټ له نړیوالو سره سیال او د هېواد ټول اقوام او قبایل پرې راټول کړي.“
ښاغلي بارکزي د دې ترڅنګ لیکلې، تر څو چې د کرکت ملي لوبډله په نړیوالو میدانونو د افغانستان ځلانده او ویاړلی بیرغ ونه رپوي د کرکټ اوسنۍ رهبري به پخپل ځای وي.
بارکزی وايي:
“زه د افغان کرکټ بورډ د مشر ښاغلي فرهان یوسفزي د هڅو او هلو ځلو ستاینه او قدردانی کوم، واقعاً چي یوه غوره او مثالي اداره یې جوړه کړې ده. د اداراتو رهبرۍ ته د ځوانانو راوستل دا ګټه لري، چې بدلون او اصلاحات ورسره راځي. درانه هیوادوال دي هیڅ ډول تشویش نکوي، تر څو د کرکټ ملې لوبډله په نړیوالو میدانونو د افغانستان ځلانده او ویاړلی بیرغ ونه رپوي د کرکټ اوسنۍ رهبري به پخپل ځای وي.“
له تېرو څو ورځو راهیسې، په ټولنیزو رسنیو کې خورا ګرم بحثونه په دې تړاو روان دي، چي ولسمشر به د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی له دندې لرې کړي او پر ځای به یې بل مشر وټاکل شي.