لیکنه: محمدصابر حمیدي
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې افغان کرکټ ملي لوبډله به تر اوږده ځنډ وروسته په روانه جون میاشت کې تمرینونه پيل کړي.
افغان کرکټ بورډ ویلي، چې په همدې موخه د سېشنبې پر ورځ په کرکټ بورډ کې ناسته ترسره شوه.
د بورډ د ادارې مسوولینو او لوبډلمشر اصغر افغان د ویډو کنفرانس له لارې د افغان کرکټ بورډ د مشر فرهان یوسفزي، د ملي لوبډلې د روزونکي لانس کلوزنر او د غوراوي کمېټې د مسوول انډي مولز سره ناسته وکړه.
بورډ وايي، چې په دې ناسته کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې پر راتلونکي تمریناتي کمپ په بشپړ ډول خبرې وشوې.
د افغان کرکټ بورډ په خبره، چې ملي لوبغاړي به راتلونکی تمریناتي کمپ په روانه جون میاشت کې پيل کړي، خو بورډ یې د ټاکلي ورځې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
د بورډ مسوولینو وویل چې دا تمریناتي کمپ د کابل په کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
په افغان کرکټ بورډ کې د یادې ناستي اصلي موضوع همدا وه، چې ملي لوبغاړي باید راتلونکی تمریناتي کمپ د عامې روغتیا وزارت له سپارښتونو او اصولو سره سم ترسره کړي.
له کله چې کرونا ویروس په نړۍ کي په زیاته کچه خپور شو، ټولې ورزشي لوبې یا هم وځنډېدلې او یا هم لغوه شوې.
د کرکټ ټول سریزونه او لیګونه لغوه شول.
خو اوس یو ځلې بیا ورزشي سیالۍ کرار کرار په لوبغالو کې له مینهوالو پرته پيلېږي.
د کرکټ د مشهورو لیګونو د پيلېدو په اړه لا تراوسه رسمي خبرونه نشته، خو د فوټبال درې مشهوره لیګونه په روانه جون میاشت کې پيلېږي او د جرمني لیګ بیا په تېره مې میاشت کې لا پيل شو.