افغانستان ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې ژوند بڼه ساینس او ټیکنالوژي کلتور او هنر

افغان ماشومان او ټکنالوژي؛ څه باید وکړو چې اغیزې یې د منفي پرځای مثبتې وي؟

لیکنه: ملیحه ناصري

د ټکنالوژۍ ستره نړۍ او د ځيرکو مبایلونو ډېرېدل د دې لامل شوي چې په هره کورنۍ کې د ټکنالوژۍ پراخه کارونه وشي. له لویانو نیولې تر ځوانانو، پېغلو او ماشومانو دې ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري او کاروي یې؛ خو دا چې څوک یې سم کاروي او څوک ناسم دا هغه موارد دي چې کورنۍ او ټولنه ګواښي.

د ټکنالوژي او انټرنټ نړۍ ناسمه کارونه د یوې ټولنې، په ځانګړې توګه زموږ غوندې مذهبي او کلتوري ټولنې ته تر ګټې سربېره، تاوانونه لري او کېدی شي د مفکورو د ناسم بدلون لامل شي. دا جوته خبره ده چې هره ښکارنده په خپل وار سره د پرمختګ، هوساینې، سمونې تر څنګ کولی شي د کورنۍ او ټولني د فکري بهیر د انحتطاط لامل شي.

په افغانستان کې د کورنیو او مخابراتي شبکو د منظم څار نشتون، بې قاعدې کړنې، بې پروايي او نه کنټرول د دې لامل شوي چې په رسنیو کې د فرهنګ او قانون پر خلاف خپرونې نشر، ځوانان، پېغلې، ماشومان دې سمو او ناسمو مالوماتو ته په اسانۍ لاسرسی ومومي.

د ټولنې فعال پوړ کولی شي چې په خورا اسانه توګه د مالوماتو ستر حجم تر لاسه او کنټرول کړي. دا پدیده د هرې بلې بدبختۍ په څېر زموږ ټولنه ړنګولی شي.

په ښوونځيو، کورونو او پوهنتونو کې دوه- درې کسه ملګري سره ناست او مجازي نړۍ کې ورک وي. څوک له فېسبوکه غږېږي، څوک له ټویټر، یوټیوب او انسټاګرامه، آن اوس د شپږمو او پينځمو ټولګیو واړه ماشومان ټيک ټاک ته لاسرسی لري او کولی شي ویې کاروي. درې- څلور کلن ماشومان پر دې بلد دي چې خپل یا د بل چا انځور څنګه وباسي او په ټولنیزو رسنیو کې په( سټېټس/ سټوري) کې نورو سره شریک( شییر) کړي.

کارپوهان، ارواپوهان او روغتیاپالان پر دې اند دي چې د دې رسنیو ډېره کارونه او نه کنټرول، د څار نشتون او روحي/ جسمي اغېز یې کولی شي ځوانانو په تېره ماشومانو ته ستر زیان او ګواښ وي؛ ځکه ماشومان او ځوانان پر دې توکو روږدي شوي دي. هغه قیمتي وخت چې باید پر فکري/ ذهني یا جسمي ګټورو فعالیتونو باندې ولګوي، هغه په ټولنیزو رسنیو( سوشیل ميډیا) باندې تېروي.

ګټې یې دا دي چې مالومات پراخېږي، له بېلابېلو مفکورو او فرهنګونو سره اشنايي او د ټګنالوژۍ نړۍ سره د بلدتیا لامل کېږي؛ خو زیان یې هم کم نه دی. ماشومان تر هر بل کسه د دې زیان منلو ته جوګه دي. دا تاوانونه په غوښتي بڼه د کورنۍ په مرسته پر ماشومانو تپل کېږي. کله چې ناسمه ويډیو یا انځور د دوی تر سترګو کېږي، سترګې یې ورسره اشنا وي او په همدغو ناسمو کړنو یا روږدی کېږي یا یې لېواله کېږي. تر چاودنې وروسته د هغو کسانو انځورونه چې په وینو لړلي په رسنیو کې خواره کېږي. کله چې ماشوم ولید، پر روان یې اغېز کوي، غوسه‌ناک، ظالم یا بېحده مظلوم/ مات انسان ترې جوړولی شي.

دا هم امکان لري چې د وخت په تېرېدو له ترهګرو ډلو سره د همدې ټولنیزو رسنیو له لارې یو ځای شي؛ ځکه تجربو ثابته کړې ده. ماشومان تر مثبتو شیانو منفي هغو ته ډېر تمایل لري؛ ځکه ښه / بد نه پېژني، یوازې تقلید یې زده وي. الګو د ماشوم ژوند بدلوي؛ نو شونې ده چې ناڅاپي یې په فکر کې غلطه الګو راشي او خپله تګلاره د هغو په لار سیخه کړي.

په افغانستان کې له دېرش میلیونه وګړو څخه ۷۰٪ نالوستي دي؛ځکه خو نشي کولی هغه څه سم کنټرول کړي چې د دوی لوستی ماشوم پرې پوهېږي؛ خو حداقل د مبایل او کمپیوټر د پاسوورډ بدلول یې ښايي زده وي . دوی کولی شي د اړتیا پر مهال کود پرانیزي او ماشوم ترې برخمن کړي؛ ځکه چې اوس په ښوونځیو کې ښوونکي له ماشومانو څيړنیزې یا مالوماتې لیکنې غواړي چې له انټرنټ نه یې باید واخلي.

مخکې به موږ ایله د پوهنتون د فراغت تر وخته پر ټکنالوژۍ بلد شوو؛ خو ماشومان مو اوس موږ درس پکې راکوي. اړینه خبره دلته د ماشوم د کنټرول لپاره پر هغو توکو د کورنۍ څارنه ده چې ماشوم یې د ټکنالوژي په نوم کاروي، ګېم وهي یا نامناسب فلمونه پکې ګوري. ټکنالوژي ماشومانو سره په پرمختللې زده‌کړه کې مرسته کوي او د دوی د فکر د په کار اچولو لامل کېږي؛ خو هېره دې نه وي چې په هره برخه کې د ناسمو انځورونو او فلمونو د شتون امکانات ډېر دي؛ ځکه چې دا نړۍ داسې خواوې لري چې توجه بدله شي.

د اوسنیو ماشومانو او تېرو نسلونو تر مینځ خورا توپیر دی؛ ځکه خو باید له هغوی سره د نېټ او انلاین ټکنالوژۍ د امنیت او کنټرول په اړه خبرې وشي.

د کرونا وایروس له کبله د افغانستان د خصوصي ښوونځیو زده‌کړې په انلاین بڼه تر سره کېږي. له لومړي ټولګي نیولې تر دولسمه ټول ځيرک مبایل، کمپیوټر… ته لاسرسی لري؛ خو د درسونو په پلمه دوی ته دا زمینه برابره شوې چې نور حسابونه( اکونټونه) پرانیزي او یې کاروي.

ګېمونه او انلاین لوبې د ماشوم په فزیکي/ اروایي غبرګونو او اکاډمیکو فعالیتونو کې ژور بدلون راوستلی شي. د. هسپانیې څېړونکو پر ماشومانو د یوې څېړنې په ترڅ کې په ډاګه کړې چې په اونۍ کې تر نهو ساعتونو ډېر ګېم وهل او انلاین لوبېدل کولی شي د ماشوم ټولنیز او شخصیتي چار چلن ستوتزمن کړي.

څومره چې دوی ډېر ګېم کوي او انلاین لوبې کوي, هومره یې د خوب وخت نامنظم وي او اروایي ناروغیو باندې اخته کېدی شي. دوی ګوښي کېږي او له ټولنې سره د اړیکو پر وخت خجالتي او شرمېدلي غوندې وي.

خو زدکړیز پروګرامونه او خپرونې د دوی په چټکه زده کړه کې مرسته کولی شي؛ ځکه هغه انځوریز او کارتون بڼه وي.

اړینه ده چې د دې توکو کارونه پر ماشومانه محدوده شي او کچه یې د اړتیا وخت او د اعتدال تر بریده راټیټه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ