Advertisements
سپورټ وزش او تمرین

د بدن ښکلا په سیالیو کي افغانانو لومړی مقام خپل کړی

د جنوبي آسیايي هیوادونو ترمنځ د بدن ښکلا په سیالیو کي د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډلي د ۱۲ بیلابیلو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام خپل کړ.

دا د جنوبي آسیايي هیوادونو ترمنځ د بدن ښکلا ۱۲م پړاو سیالۍ وې، چي په نیپال هیواد کي ترسره سوې.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چه په دې سیالیو کي افغان لوبغاړو ۶ د سرو زرو، ۲ د سپينو زرو او ۴ بیا د برنزو مډالونه وګټل.

د دوي په خبره، چي د بدن ښکلا په دې لوبو کي ۱۷ افغان لوبغاړو ګډون کړی وو، چي له ډلي ئې عبدالسمیع حیدري، صفت الله حفیظي، احمد احمدي، ګلاجان، احمد سکندرزاده او حمید خوشدل پکښي د سرو زرو، محمد آصف سخي او وحیدالله عظیمي د سپينو زرو، خو امام علي نبي زاده، محمدقاسم حسیني، سلیم شاه انوري او عبدالصبور سهاک بیا د برنزو مډالونه خپل کړل.

67466587_1455590931247436_4272636597091958784_n.jpg

افغانستان د بدن ښکلا په دې سیالیو کي تر دې مخکي په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴م کلنو کي لومړي مقامونه خپل کړي وه.

هند بیا دوهم او کوربه نیپال بیا دریم مقام خپل کړ.

راپور: صابر حمیدي

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې