ټولنیز ژوند د ماشوم نړۍ ژوند بڼه

افغان ماشوم؛ کله مې چې څوک له دوکانه را وشړي

لیکنه: عصمت صالح

ــــ یوه بوجۍ تش بوتلونه چې راټول کړې، بیا یې په څو روپۍ خرڅوې!؟
ــــ کله شپېته، کله اتیا، کله سل…
ــــ یانې تر سلو زیاتې پیسې یې نه کېږي.
ــــ نه.
ــــ په ورځ کې څو بوجۍ بوتلونه ټولوې؟
ــــ دوې یا درې؟
ــــ یانې دوه‌، درې سوه افغانۍ ګټې؟
ــــ هو…
ــــ مکتب وایې؟
ــــ نه.
ــــ ولې!؟
ــــ کور چلول غواړي او زه د کور مشر یم…
ــــ پلار دې شته؟
ــــ هو، خو هغه ناروغ دی، کار نشي کولای.
ــــ کله داسې پېښ شوي، چې په ټوله ورځ کې دې یوه بوجۍ بوتلونه نه وي راټول کړي؟
ــــ هو، ډېر…
ـــــ نو بیا به خپه کېږې؟
ـــــ هو.
ـــــ په ژوند کې څه شی خوند درکوي؟
ـــــ پاکې جامې.
ـــــ دا خبره دې ولې وکړه؟
ـــــ موږ خو ټوله ورځ په جوی‌چو (د سړکونو ترڅنګ لښتي) کې تاوېږو، تش بوتلونه راټولوو، کالي او پښې مو خیرنې کېږي…
ـــــ نو بیا…!؟
ـــــ بیا چې ځینې دوکانونو یا اتاقونو ته ورشو، نو راته غوسه کېږي، وايي پښې دې خیرنې دي وړاندې مه راځه…
ـــــ نو زه خو درته غوسه نه شوم؟
ـــــ هو، خو ډېر راته غوسه کېږي.
ـــــ بیا به نو وایې چې کاش پاکې جامې مې اغوستې وای؟
ـــــ هو.
ـــــ په ژوند کې دې کوم وخت ژړلي؟
ـــــ ډېر…
ـــــ مثلاً په کوم وخت کې ژاړې!؟
ـــــ کله چې مې څوک له دوکانه راوشړي…
ـــــ که سبا ته یو کس را پیدا شي، او درته ووایي چې پیسې غواړې، که غواړې چې مکتب ته دې بوځم؛ ته به څه شی غواړې؟
ـــــ په دې وطن کې داسې څوک نه پيدا کېږي…
ـــــ مثلاً که یو ځل را پیدا شي، څه شی به ترې غواړې؟
ـــــ مکتب.
ـــــ کله دې خندلي هم دي؟
ــــ هو، یوه کوچنۍ خور مې ده، د شپې چې کور ته لاړم شم، له هغه سره سات تېروم، او خندوم یې!
ـــــ ټلوېزیون ګورې؟
ـــــ نه، تلوېزیون نه لرو…
ـــــ له ژونده خوشحاله یې؟
ـــــ هو، خو ډېر نه…
ـــــ زما په پوښتنو خو خپه نه شوې؟
ـــــ نه. زه به اتي لاړ شم…
ـــــ خدای دې مل شه!

#د_ماشوم_نړۍ
(۹) پاڼه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عصمت صالح

تبصره مو ولیکئ