افغان ۱۹ کلن ټیم خپله دوهمه لوبه هم مساوي کړه

د افغانستان د فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په مرکزي آسیايي سیالیو کي خپله دوهمه لوبه پرون د شنبې په ورځ مازدیګر د ازبکستان فوټبال ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړه، چي لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو په مساوي ډول پاي ته ورسېده.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي افغانستان د لوبي تر وروستیو شیبو پوري لوبه ۲ ګولونه پر ۰ په تاوان وه، خو په ورستیو ۱۵ دقیقو کي افغانانو ازبکستان ته ۲ ګولونه ورکړل او لوبه ئې مساوي پاي ته ورسوله.
د افغانستان لپاره په یاده لوبه کي فرشید وجودي په ۷۵یمه او طارق محمدي بیا په ۸۵یمه دقیقه کي ګولوهني وکړې.
د افغانستان دې ۱۹ کلني ملي لوبډلي په یادو سیالیو کي خپله لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ د ترکمنستان په وړاندي ترسره کړه، چي د یاد هیواد په وړاندي ئې هم لوبه ۲ ګولونه په مقابل کي د ۲ ګولونو لوبه مساوي پاي ته ورسوله.
په دې سیالیو کي د افغانستان په ګډون ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ګډون لوبیږي.
افغان ۱۹ کلن فوټبال ملي ټيم به خپله درېیمه لوبه د دوشنبې ماښام ۷:۳۰ بجې د کوربه تاجکستان په وړاندي او څلورمه لوبه بیا راتلونکې سې شنبه ماپښین پر ۴:۳۰ بجې د ایران په وړاندي ترسره کوي.
د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د فوټبال دا لوبي د تیري جمعې په ورځ پيل سوې او تر راتلونکي پنجشنبې پوري دوام کوي.