قلم پلورونکې انجلۍ؛ پلار مې جګړې واخیست، د مور اوښکې مې تر اوسه نه دي ولاړې

ليکنه: شپنه سلګۍ
د جلال اباد ښار په سوځوونکې ګرمۍ کې یې د کاغذي کارتن ټوټه پر ځانَ وهله، خو لا یې هم څاڅکی څاڅکی خولې پر مخ او اننګیو را ماتې وې.
زاړه خو پاک کالي یې اغوستې وو، شکېدلې پلاستیکي چپلکې یې په پښو وې.
پر سوربخونو ګورګوتو وېښتانو یې سپين رنګی ټیکری اچولی و.
َ جینۍ به د لسو کلونو شاوخوا وه.
فاطمه نومېده، د جلال اباد ښار د بنګړیوالو کوڅې ته د ورختلې زینې په پوړۍ ناسته وه او قلمونه یې خرڅول.
څو دانې قلمونه مې ترې را ونیول، ماتې روپۍ یې چې راکولې، ما ورته وویل دا یې هم ستا شي مه یې راکوه، وړې فاطمې غټې سوربخنې سترګې زما په سترګو کې یوه ښه شیبه وګنډلې، راته یې وویل، ما په قلمونه کې خپل انصاف پیسې درنه وګټلې، مفتې پیسې نه غواړم، “تر اوسه مې نه چا ته سوال کړی او نه مې مفتې پیسې ترې اخستې دي.”
زه لږه ورته تم شوم د دې د ژوند په اړه مې ترې وپوښتل، ویې ویل “موږ اصل کې د کندز ولایت یو او هلته اوسېدو، پلار مې ښار کې مزدوري کوله، لاسي ګاډۍ کې یې تازه ترکاري خرڅوله، په جګړو کې شهید شو.”
د ماشومې فاطمې، د کورنۍ غړي پنڅه تنه دي، دغه بې سرپرسته کورنۍ په کندز کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ وه نو دا یې ښه بللې وه چې جلال اباد ښار ته را کډه شي.
وړه فاطمه وایي: “مور ته مې خلکو ویلي وو چې جلال اباد ښار اباد دی ستاسو چاره پکې کېږي.”
د زده‌کړو په اړه مې پوښتنه ترې وکړه، په سترګو کې یې اوښکې ورغړېدلې، خو په خپله پوښتنه سخته پېښمانه شوم. دې وویل چې له زده‌کړو سره بې حده مینه لري.
“زده‌کړې مې ډېرې خوښېږي، خو زه د کورنۍ د نفقې لپاره د قلمونو په خرڅولو کې د ورځې دوه درې سوه روپۍ ګټم.”
د فاطمې پنځه کسیزه کورنۍ د همدغې ماشومې ګټې وټې ته ناسته ده، خو د فاطمې په وینا مور یې د ګاونډ ښځو او نجونو ته کالي ګنډي.
“مور مې د ښځو کالي ګنډي، خو ډېره پکې تکړه نه ده، د اوسنیو نجونو د فیشن فرمایش نه شي پوره کولی.”
فاطمه هر سهار له کوره تر ښاره یو ساعت پلی مزل کوي او مازدیګر مهال هم تر کوره یو ساعت په پښو ځي.
فاطمې ښار ته د تګ راتګ کیسه داسې وکړه:
“ښار ته په تګ راتګ مې دوه ساعته تیرېږي، کله په لاره کې څپلکې را وشکېږي بیا لوڅې پښې ځم، له کوره چې را روانېږم مور ته مې مخ نه ور اړوم، ځکه چې هر سهار پټه پټه راپسې ژاړي”
وړې فاطمې ویل، مازدیګر چې کور ته ستنه شي، مور یې ټینګه په غېږه کې ونیسي او پر مخ یې ښکل کړي.
فاطمې خپله یوه خاطره داسې بیان کړه:
“د شپې چې ویده وم کله کله مې مور په خوب خوبولي ښکل کړي او په بل لټ مې واړوي، راته ووایي چې خوب کې دې قلمونه، قلمونه نارې وهلې، ځکه مې پر بل څنګ واړولې.”
زه د فاطمې دغو پوښتنو سخته وځورولم چې راته یې وویل ته معلمه یې؟ ما ورته وویل هو زه معلمه یم. بیا یې راغبرګه کړه:
“زما همزولو شاګردانو ته به هم سبق وایې؟”

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ