د افغانستان د اوبو مدیریت او مهار لپاره ۳ میلیونه ډالر ځانګړي او ۵ کلن پلان یې جوړ شوی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویلی چې د اوبو مدیریت لپاره پیسې ځانګړې او لپاره یې پنځه کلن پلان جوړ شوی.
ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار د نوي کال او پسرلي د هرکلي په مناسبت، د جمهوري ریاست په محوطه کې یو نیالګی کېنوه او د زرغون او پرمختللي افغانستان لپاره یې دعا وکړه.
ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش، د اقتصادي او سوداګرۍ د پراختیا چارو او د بېوزلۍ کمولو کې د جمهور رئیس فوق العاده استازي محمد یوسف غضنفر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د کابل والي محمد یعقوب حیدري او د کابینې یو شمېر غړو د جمهوررئیس ملتیا کوله.
ښاغلي غني په دې مراسمو کې وویل:

«د خدای (ج) په حکم نن طبیعت بېرته ژوندی شوی او دا د ټولو افغانانو مسوولیت دی چې د هیواد په شنه کېدو کې برخه واخلي.»

د ځنګلونو احیا کول
هغه څرګنده کړه، په تېر کې د افغانستان اویا سلنه ځنګلونه شنه وو، خو د جګړو او بدبختیو د دوام له وجې د دغو ځنګلونو ډېره برخه لمنځه ولاړه. اوس زموږ دنده ده چې دغه ځنګلونه بېرته احیا او خپل هیواد شین کړو.
د ناکامورا کارنامو تعقیب
جمهوررئیس غني د ډاکتر تتسو ناکامورا کارنامو ته په اشارې وویل، ډاکتر ناکامورا په افغانستان کې د ځنګلونو جوړولو نوې طریقه بنسټیزه کړه. افغان ملت باید د هغه کارنامې او طریقې تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه:

«نوې طریقې چې د جاپانیانو له لوري تجربه شوې دي، ښیي چې ځنګلونه په دوو کلونو کې شنه کېږي، ښه بېلګه یې د افغانستان په ختیځ کې ګمبیري دښته ده.»

د اوبو مدیریت او ۵ کلن پلان
د هیواد جمهوررئیس وویل:

«د افغانستان حکومت د اوبو د مدیریت او مهارولو لپاره درې میلیونه ډالر ځانګړي کړي او د اوبو د مدیریت پنځه کلن پلان هم جوړ شوی دی. هغه زیاته کړه، په هغو سیمو کې چې اوبه ذخیره کېږي شاوخوا سیمې یې باید شنې شي.»

د کرونا مهارول
ارګ زیاته کړې؛ د هیواد جمهوررئیس د کرونا وایروس خپرېدو ته په اشارې وویل:

«د افغانستان تاریخ ښیي چې کله هم زموږ هیواد له کومې ستونزې سره مخ شوی، ستونزه په یووالي او تدبیر حل شوې ده. کرونا وایروس یوه نړیواله فاجعه ده، خو موږ غښتلی ځواک لرو چې د دغه ځواک په انسجام سره کولای شو د کرونا وایروس فاجعه مهار کړو.»

علما دې د خلکو رهبري په غاړه واخلي
ښاغلي غني د هیواد علمای کرامو ته په خطاب کې وویل، په دې حساس وضعیت کې د هیواد علما باید د خلکو رهبري پر غاړه واخلي او خلک دې هم له علمای کرامو سره ودرېږي.
هغه زیاته کړه:

«د خدای (ج) حکم او د نبي کریم (ص) طریقه دا ده، په هر ځای کې چې وبا راشي، باید هلته جدي تدابیر ونیول شي او هیڅوک دې بل څوک په خطر کې نه اچوي.»

 
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




هغه ښځه چې په غرونو کې د اوبړۍ او وښو په خوړلو ژوندۍ او ۶میاشتې وروسته وموندل شوه

لیکوال: مهر تاج - برخه : ځوانان او زده کړې

دغه ۴۷ کلنه ښځه، چې له شپږو میاشتو راهیسې ورکه وه، په یوه غرنۍ سیمه کې ژوندۍ وموندل شوه، چېرته چې هغې یوازې د اوبو، ​​واښو اوجوارو په خوړو ژوند کاوه. د متحده ایالاتو په ... نور ولولئ