افغانستان ژوند بڼه سرسکالو طبیعت

افغانستان: د وحشي حیواناتو د ساتنې او د ښکار تنظیم قانون طرحه تائید شوه

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان حکومت د وحشي حیواناتو د ساتنې او د ښکار تنظیم قانون طرحه تائید کړه.

دا طرحه پرون د کابینې په غونډه کې چې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ جوړه شوې وه، ومنل شوه.

ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د عدلیې وزارت معین د وحشي حیواناتو د ساتنې او د ښکار تنظیم قانون طرحه چې د ملاتړ، بقا، د نسل د کموالي مخنیوي، د ښکار تنظیم او د حیواناتو د ساتنې لپاره د خلکو د مشارکت او همکارۍ روحیې عامولو په موخه تدوین شوې غونډې ته وړاندې کړه.

د ارګ په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده؛ کابینې د وحشي حیواناتو د ساتنې او د ښکار تنظیم قانون طرحه تائید کړه او عدلیې وزارت یې موظف کړ ترڅو د اړوندو ادارو په همکارۍ، د ښکار تنظیم اړوند احکامو لرې کولو سره په یادې طرحې بیاکتنه وکړي او د کابینې راتلونکو غونډو ته یې وړاندې کړي.

ارګ ویلي چې کابینې هیله وښوده ترڅو په راتلونکو پنځو کلونو کې په بشپړ ډول د ښکار په منع کولو سره به زموږ هیواد د وحشي حیواناتو لپاره خوندي ځای وي.

افغانستان او وحشي حیوانات

څه وخت وړاندې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې د وحشي حیواناتو لپاره وضعیت اندیښمنوونکی بللی و. دې ادارې ویلي ول چې افغانستان کې ۳۳ ډوله وحشي حیوانات تر ګواښ لاندې دي.

ویل شوي چې افغانستان کې د وحشي حیواناتو لپاره لوی ګواښونه دا دي چې د انسانانو له لوري پرې سیمې تنګیږي، کافي خوړو ته رسیدل نه لري، په ناقانونه ډول ښکار کیږي، حتا ګاونډي او د نړۍ هیوادونه یې د وړلو کوښښ کوي، چې دا ټول ددې لامل شوي څو وحشي ژوی له افغانستان وتښتي او خلاص شي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له وخته ویل شوي ول چې د وحشي ژوو ښکار به بند کړي، خو تر اوسه پورې ښکاري چې نه دی بند شوی او تازه افغان کابینې ویلي چې لپاره یې مټې رابډوهلې. دا چې څومره به عملي وي، راتلونکي کې به ولیدل شي.

باید وویل شي چې تازه څو ورځې وړاندې د کونړ چارواکو خبر ورکړ چې د ځنګلي پړانګونو بچي یې نیولي دي، خو کله چې کابل ته ولیږدول شول، د چاپیریال ساتنې ادراې وویل چې دا ځنګلي پړانګان نه، بلکې د ځنګي پيشو بچیان دي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ