Advertisements
سپورټ کورنی کرکټ نړیوال کرکټ

د افغانستان او جنوبي افریقا لوبه، لنډه ارزونه، څه وشي او څه ونه شي؟

په ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې نن افغانستان د یو بل سیال جنوبي افریقا خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

افغانستان درۍ لوبې کړي او ټولې یې بایللي دي.، فریقا هم همداسې.

افغانستان د افریقا په مقایسه کم تجربه لوبډله ده.

دا په نړیوال پنځوس اوریز جام کې د افغانستان دوهم ځل لوبیدل دي خو تېر ۲۰۱۵ کال نړیوال جام ته په کتو یې بیا هم کوم بدلون نه دی لیدلی.

که تېر کریکټ، تجربه او زیاتې لوبې د افریقا د کریکټ لوبډلې تر شا دي ولې هغه بدبختي چې دغه لوبډله یې ښکېل کړې ده لا هم د دغې لوبډلې مینوال ځوروي.

په هر صورت نننۍ لوبه یو څه دوه اړخیزه هم یادولی شو. نن هوا، ګرونډ، ویشتنځای، افغانستان او افریقا.

د افغانستان احتمالي نوملړ

ګلبدین نایب (لوبډلمشر)، اکرام علي خیل،محمد نبي، نجیب الله ځدران، حشمت الله شهیدي، رحمت شاه، نورعلي ځدران، حضرت الله ځاځی، راشد خان، حمید حسن او افتاب عالم.

جنوبي افریقا:

فاف ډوپلسي کپټان، هاشم امله، ډیکوک، عمران طاهر، لونګي نګیډا، کیګسو رباډا، کریس موریس، اندیل پیهلوکوایو، ډیویډ میلر، وان ډر ډوسین.

د افریقا لپاره کوینټن ډیکاک کلیدي توپ وهونکی حسابیږي،خو تر څنګ یې دوهم اوپنر هاشم املا چې بیخي تجربه کار او د استعداد وړ لوبغاړی/توپ وهونکی دی هم چې تر دې بریده ښه نه دی لوبیدلی نن افریقا د ده لوبې ته ضرورت لري؛خو ویکټ ساتونکي کوینټن ډیکاک به د کپتان او روزونکو له لوري دا پیغام خامخا تر لاسه کړی وي چې د افغان قوي بالېنګ خلاف خپله لوبډله وساتي او تر ډېره په میدان کې پاتې شي چې دا وړتیا هم په ده کې شته.

تر څنګ یې ځوان توپ وهونکی ایډن مارکرم هم یو نوی مهم لوبغاړی/ توپ وهونکی دی، که مارکرم نن د افغانستان خلاف ښه ولوبیده نو په افریقایۍ لوبډله کې یې ځای هم له همدې ځایه پوخ او جوړ کړ،ځکه تر دې بل ښه ځواب کوم دی چې د دومره پیاوړي بالېنګ سایډ خلاف دې دی وځلیږي.

کپتان پاف ډوپلیسي پوره په ټچ کې دی او ښه لوبه هم کوي،چې دی هم په دوهم نمبر لوبې ته راځي اما که نن ژر سوځیږي لوبه افغان لوبډله په واک کې اخیستلی شي.
د افغانستان په توپ وهنه کې باید حضرت ځاځی خپله طبیعي او ګرمه لوبه وکړي، چې پر همدې کمیابیدلی هم شي، خو ګرمه او چټکه لوبه په دې مانا نه ده چې هر بال دې وڅیړل شي او یوازې بېټ خلاصول هم نه.

نن بیا هم این نیګډي او راباډا چې چټک توپ اچونکي دي سپیډ او بونس یې دواړه قوي نقطې دي، زموږ توپ وهنې ته یو غټ کوېسچن مارک دی او افغان توپ وهونکو ته اسانه نه ده چې سم او داسې دې یې ولوبوي چې له موږ دې هیڅ ویکټ هم وانه خلي، خو دا دوه پیاوړي توپ اچوونکي باید په ګډه له موږ څلور ویکټې واخلي او که له دوو زیات لوبغاړي له افغانستان وسوځوي بیا نو افغانستان له پښو غورځولی شي.

د پلانکیو توپ اچونه پوره د اندیښنې وړ ده هغه بیخي ویکټ پر ویکټ توپ ولي چې افغان توپ وهونکي یې باید سیدا بېټ سره ولوبوي.

عمران طاهر هم د افغان راشد ارمان ځواب دی، حقیقت دا دی چې نوموړي په روان نړیوال جام کې تر راشد ښه توپ اچونه هم تر سره کړې ده او موږ ته یې لوبول سخت دي.

نن باید نورعلی، رحمت شاه ودریږي، ځکه دوی هغه توپ وهونکي دي چې دا فارمټ تر نورو ښه لوبوي.

نن یوازې د حشمت ودریدل افغان لوبډلې ته د ګټې کیلي نه ده بلکې دا هم امکان لري چې حشمت نن ژر رخصت کړل شي، دا ځکه چې دا د کریکټ برخه ده چې هر وخت دې هم هر یو توپ وهونکی نه شي ودریدای.

کپتان نایب باید ځان وروسته کړي خو که نبي او نجیب زموږ د توپ وهنې فینیشران ختمونکي شي یو بهترین بېټېنګ اننګز به افغانستان ولري.

د افغانستان لپاره زیات فکر دا دی چې شاید د تېرې لوبې سکواډ ولوبل شي او د افریقا له لوري هم همداسې.

د افغانستان په توپ اچونکو کې حمید حسن، محمد نبي او راشد خان هغه نومونه دي چې ننۍ لوبه کې مهم رول لوبولی شي او دا کار باید وکړي.

20190614_171718.jpg

هوا:

نن چې د انګلستان پر کوم لوبغالي د افغانستان او افریقا تر منځ لوبه کیدونکی ده،اسمان به ورېځ وي ولې د پوره لوبې د ترسره کیدو چانس شته، هیله ده چې افغانستان خپل د توپ وهنې ۳۰۰ توپونه ولوبولی شي.

ویشتنځای:

په لومړیو پنځو او تر نهم اور پورې به ویکټ د چټکو توپ اچونکو مرسته وکړي، لیکن ویکټه د توپ وهنې لپاره کومک کوي.
اما توپ وهونکی باید د کریکټ له عقله کار واخلي.

لوبغالی:

دغه لوبه په والز کاردیف کې د افغانستان پر وخت مازدیګر ۵:۰۰ بجې تر سره کیږي، ویې ګورئ، خوند ترې واخلئ او تفریح وکړئ.
یاران به له تاسو سره وي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بهار سمسور - خوست کې د یاران ټیم غړی